د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فلسطین دغزی پر تراډه کی د حماس جیشن

نجم شینواری 09.12.2012 19:22

پرون د شنبی په ورځ د فلسطین د غزی په تراډه کی د اسلامی غورځنګ حماس د جوړیدو ۲۵ مه کلیزه په ستر جیشن پیل شوه ، د جیشن ستری غونډی ته لکونه فلسطینیان راټول شوی وو ، او د لومړۍ ځل لپاره د د حماس د سیاسی دفتر مشر خالد مشغل غزی ته تللی او په دغه جیشن کی یی ګډون کړی دی ، د حماس دکلیزی جیشن ته د ګڼو اسلامی او عربی دولتونو څخه دولتی او سیاسی لوړپوړی سلګونه چارواکی هم راغلی دی ، لکه ملیزیا ، ترکیا ، مصر ، قطر ، سوډان ،،بحرین ، اندونیسیا، او نور ، د حماس د اسلامی غورځنګ بنسټ په ۱۴ د دسمبر ۱۹۸۷ میلادی کال د شهید احمد یاسین په لاس ایښودل شوی دی ، حماس یو جهادی او مقاومتی حرکت دی ، د ۲۵ کالو په دغه تاریخ کی حماس د اسرایلو سره ګڼی نښتی کړی اود خپل مشرانو په شمول یی زرګونه شهیدان ور کړی دی ، د حماس بنسټ ایښودونکې شهید احمد یاسین د کلونو بند نه روسته د اسرایلو له خوا په یو برید کی شهید کړای شو، حماس اسرایل د یو خپلواک دولت په توګه نه پیژنی ، د حماس په دریځ کی اسرایل یو ښکیلاکګره ډله ده چی د فلسطینیانو ځمکی یی په زور او جبر لاندی کړی دی ، حماس د اسرایلو سره د فلسطینی اداری په ټولو تړونونو هم اعتراف نه کوی ، او نه د اسرایلو سره د سولی په خبرو اترو باندی خوښی ښی ، حماس د فلسطین د ازادۍ لپاره په مقاومتی فلسفه ټینګار کوی ، د اسلامی غورځنګ حماس حرکت تر ۲۰۰۶ کال پوری د فلسطین په سیاسی چاروکی ونډه نه اخیسته ، او یواځی مقاومتی هلی ځلی یی کولی ، خوپه ۲۰۰۶ کال کی د فلسطین د ولسی جرګی په ټاکنو کی حماس د لومړی ځل لپاره ګډون وکړ ، او ټاکني یی په غوڅ اکثریت وګټلی ، او د فلسطین د حکومت مشری یی په غاړه واخیسته ، خو د حماس حکومت د سترو ننګونو سره مخ شو ، که یوخوا اسرایلو امریکا او ملګرو یی د حماس حکومت سره مخالفت ښود ، نوبلی خوا ته د کور دننه د فتح ګوڼد او د فلسطین ولسمشرمحمود عباس د امریکا په اشاره د پردی ترشا دغه نوی حکومت ته خنډونه ولاړول ، محمود عباس په ۲۰۰۷ کال کی د حماس حکومت ګوښه کړ ، چی له امله یی د فلسطین اداره په دوو برخو ویشل شوه ، په غزه کی د حماس حکومت او په لویدیځه غاړه کی د الفتح حکومت ، دعه بیلتون اوس هم دوام لری ، او دجوړ جاړی لپاره په وار وار هڅی شوی خو پیلی یی نه دی ورکړی ، څو اونۍ مخکی چی پر غزه باندی اسرایلو برید وکړ ، نو ټولو فلسطینی ډلو ټپلو د حماس او نورو مقاومتی حرکتونو په ملاتړ لاریونونه وکړه ، محمود عباس هم د حماس مشرانو ته دملاتړ ډاډ ورکړ ، چی په دی سره د روغی جوړی هیلی بیا را وټوکیدلی، شنونکی وای چی د سیمی نوی حالات دی ته جوړ شوی چی د فلسطینی ډلو ټپلو ترمنځ روغه وشی ،

د حماس د سیاسی دفتر مشر خالد مشغل په غزه کی
د حماس د اسلامی غورځنګ د جوړیدو په کلیزه کی سږکال د حماس یو تر ټولو مخور سیاسی مشر خاد مشغل هم ګډون کړی او د حماس د کلیزی درني غونډی ته په وینا کی یی ووویل( زما خوب ريښتیا شو زه د فلسطین خاوری ته راغلم ، زه د اسرایلو د ګواښ نه ډار نه لرم ، زما هیله ده چی د غزی پر خاوره کی شهید شم ، او د فلسطینی شهیدانو په قطار کی وشمیرل شم ) ، دا لوړمړی ځل دی چی شاغلی مشغل د فلسطین په خاوره قدم ګدی ، مشغل په اته کلنۍ کی دخپلی کورنۍ سره د فلسطین د لویدیځی غاړی نه اوردن ته کډه شوی ، د حماس د سیاسی دفتر مشر اسرایلو ته یو تر ټولو ژور سر درد دی ، اسرایلو په وار وار هڅه کړی چی نوموړی له منځه یوسی خو نه دی توانیدلی ، که څه هم اسرایلو د حماس ډیر مشران د کور دننه او بهر له منځه وړی خو پر مشغل هر برید ناکام شوی ، په ۱۹۹۷ کال چی ښاغلی مشغل د اوردن په پلازمینه کی میشت وو ، د اسرایو د څاګری اداری موساد له خوا د یو مکار برید ښکار شو ، خو ښاغلی مشغل له دغه بریده روغ راووت ، او په ۱۹۹۹ میلادی کال د اوردن نه قطر ته لاړ ، او په ۲۰۰۱ کال د سوری پلازمینه دمشق کی میشت شو ، تیرکال روسته له هغی چی په سوریا کی د ولسی پاڅون پروړاندی د بشار الاسد ریژیم له زور زیاتی څخه کار واخیست ، شاغلی مشغل له سوری څخه قطر ته لاړ ، او په یوه بیانه کی یی ووویل چی حماس د سوری د ولس ترڅنګ دی ،