د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایا ایران په سیمه کی د امریکا نیو پولیس ګرځی

نجم شینواری 25.12.2013 09:47

په تیرو څو میاشتو کی د ایران او امریکا تر منځ اړیکو کی ډرماتیک بدلون راغلی ، د دغه پرمختګ پیل په تیر سبتمبرکی د ملګرو ملتونو د سراسری شورا د غونډی په ترڅ کی د امریکا او ایران دمشرانو تر منځ په لومړی ځل تلفونی خبری وی ، دغه اړیکی د دواړو لورو ترمنځ په برسیره ټپونو ملهم او د زړي مینی بړاس پورت کړ ،
د روستیو پرمختګونو په رڼا کی داسی بریښی ،چی ایران په ټوله سیمه کی او په ځانګړی توګه منځنی ختیځ کی د امریکا دپولیس په توګه دندی ته چمتو شوی ، ځکه ایران هر هغه څه ومنل چی امریکا تری غوښتل ، ایران د خپل اټومی پروګرام پر سر جوړ جاړی ته تیار شو ، ایران د سوری د کیماوی وسلو د لمنځه وړولو لپاره خپل رول په ښه توګه تر سره کړ ، ایران په منځنی ختیځ د اسرایلو پوځی پیاوړتیا ته غاړه کیښوده ، په حقیقت کی ایران اوس په سیمه کی د امریکا د ګټو د ساتنی لپاره د یو پولیس په توګه دندی ته تیار شوی ،
پوښتنه دا رولاړیږی چی د ایران دغه نوی دنده به سیمه کم لوری ته پوځی ؟
که مونږ لږ شا ته لاړ شو ، نو د مولایانو د راتګ نه مخکی د ایران شاه هم په خلیج کی د امریکا پولیس وو، او په سیمه کی د امریکا د ګټو ساتونکی وو ، نو بیا څه وجه وه چی امریکا دایران د شاه د خدمتونو نه لاس په سر شوه ؟
امریکا د شاه د خدمتونو نه په دوو لاملونو لاس په سر شوه :
لومړی: کله چی په ۱۹۷۳ کی د تیلو بیه وخته ، د ایران شاه هیله څرګنده کړه چی د ایران يوځ په نړۍ کی شپږم پوځي ځواک جوړ کړی ، په دی لار کی شاه په امریکا کی یو ایرانی لوب جوړ کړ ، چی د امریکا څخه ایران ته پرمختللی وسلی ترلاسه کړی ، که څه هم چی امریکا ایران ته په پرمختللو وسلو بندیز لګولی وو ، خو بیا هم دغه لوب د پيسو په زور ځینی لاسته راوړنی درلودی ، د ایران د شاه دغه ګام د امریکا د استراتیژۍ سره په ټکر کی وو ، امریکا په منخنی ختیځ کی تر اسرایلو بل پوځی ځواک نشی زغملی ، همدا وه چی امریکا د شاه په پرزولو د ایرانی ملایانو سره منښته وکړه ،

دوهم : د شاه بدنامه حکومت ، پراخه مالی فساد ، او دملت پر مال د شاه د کورنۍ نخری، او د ایران د څارګری ادری (سفاک ) په هر څه کی لاسوهنه ، او د دولت پرمخالفینو د هر ډول وحشیت بربریت کول ، او په همدغه وخت کی دایران کمونیست ګوند ( توده ) پیاوړتیا ، او د ایران د واک یو ترټولو پياوړی کاندید بلل ، همدغه منځنی لاملونه وو ،چی امریکا د ایرانی مولایانو سره د ایران دشاه په پرزولو منښته وکړه .
د خمینی په مشری د ایران شیعه ملایانو ته د واک په رسیدو امریکا ته څه ګټه وه؟
» لومړی : خمینی د ایران پوځ د بشپړ تشکیل سره له منځه یوړ ، چی دی کار د امریکا د استراتیژۍ یوه مهمه موخه تر سره کړه ، او هغه دا چی د سیمی یو پیاوړی پوځ له منخه لاړ، چی اسرایلوته احتمالی ګواښ وو .
» دوهم : د ایران د کمونیست ګوند له منځ تلل .کوم چی د ایران د واک یو پیاوړی احتمالی کاندید وو . که په ایران کی کمونیست ګوند واک ته رسیدلی وای ، نو دا کار به د شوروی اتحاد لپاره ستر بریالتوب وای . د ایران شتمن دولت به شوروی اتحاد په سیمه کی د کمونیست نظام د خپرولو لپاره کارولی وای ، چی دا کار په سیمه کی د امریکا ګټو ته ستر ګوزار وو ،
» دریم : په ایران کی د شیعی ریژيم جوړیدل امریکا ته کوم ګواښ نه وو او نه دی ، بلکی که په هغه وخت یواخوا شوروی اتحاد ته ستر ګواښ وو ، نو بلخوا په سیمه کی د سنی ریژیمونه لپاره ستر ګواښ هم وو ، چی په دی سره به د سیمی سنی دولتونه د دغه به بو څخه امریکا ته پناه وروړی ، او همداسی وشول په دا روستیو دری څلورو لسیزو کی، سنی دولتونه د ایران نه په ډار د امریکا په غیږ کی ناست وو ، او امریکا د دغه فرصت نه ښه ګټه پورته کړه ، بلخوا شوری اتحاد هم د خپل کم عقل میلو په څیر پر افغانستان په ۱۹۷۹کی یرغل وکړ ، او ځان ته یی خپل قبر په خپله وکاږه ، او هم یی عراق و هاڅاوه چی پرایران برید وکړی ، په دوړاړ ځاینو کی شوروی اتحات مات شو او امریکا خپلو موخو ته ورسیدله .
په ایران کی دمولایانو واک ته رسدلو سره سم ،د ایران مولایی ریژیم یوځل بیا د فارس دعظیمی امپراتوری خوبنه لیدل پیل کړه ، او هڅی یی پیل کړی چی په سیمه کی یواځینی پیاوړی پوځی ځواک ولری ، چی په دی لړ کی یی ګڼی اټومی بټی جوړی کړی ، او د لودیځ سره په ظاهره خکر په خکر شو ، ځکه امریکا او ملګری یی په سیمه کی د اسرایلو نه پرته بل پیاوړی پوځی ځواک نه منی ، دایران او امریکا ترمنځ په دغو ترینګړو حالاتو کی بیا هم همکاری دوام درلود ، امریکا په ۱۹۸۰ کی د ایران او عراق په جګړه کی د ایران سره د وسلواو استخبارتی مالوماتو پراښه مرسته کړی ، چی دا خبره بیا روسته د ( کونټرا ګیټ ) په تړون کی ښه په ډاګه شوه. همداشان ایران د امریکا سره په ۲۰۰۱ کال د افغانستان او په ۲۰۰۳ کی د عراق په جګړه کی ښه په اخلاص مرسته وکړه ، د ایران او لوديځ ترمنځ شخړو اوږد مزل کړی ، خو همیشه دغه مزل په پستو لارو شوی ، کله هم دوی سره خامی ته نه دی وتلی ، که سره یی ستوغی توندی ژبی کارولی خو بیا هم سره پټ خندیدلی ، د ۲۰۰۳ کال روسته د ایران او د امریکا په مشری د سترو شپږو ځواکونو تر منځ د ایران د اټومی پروګرام پر سره خبری پیل شوی ، کله کله دغه خبری ګړنګ ته برابری شوی خو بیا هم ایران په مکر او د لویدیځ په سړه سینه د ولویدو نه بچ شوی ،
په ایران کی د اصلاح غوښتونکی مشر حسن روحانی په مشری د نوی حکومت په جوړیدو ستر پرمختګ راغلی ، او په تیرو څو میاشتو کی د رواني پیړۍ تر ټولو لوی تړونونه همدغه حکومت لاس لیک کړی ،
لومړي : د سوری د کیمایی وسلو له منځ وړل ، امریکا هڅه کوله چی د سوری کیمایی وسلی له منځه یوسی، ځکه دا ډول وسلی اسرایلو ته یو جدی ګواښ دی ، او په ځانګړی توګه چی د سوری د غوطه په ښارګوټی کی چی څو میاشتی مخکی پر ملکی وکړو د کیمایی وسلو برید وشو ،او ۱۵۰۰ انسانان یی په ډیر بد مرګ شهیدان کړل ، نو د امریکا او اسرایلو اندیښنی لاپسی زیاتی شوی ، د ډیرو ناندریو او تورنو وروسته د ایران او روسی په مرسته امریکا و توانیدله چی د سوری ریژیم اړ کړی چی د خپلو کمیایی وسلو ډیپوګان له منځه یوسی ، د امریکا دا هیله د پوره کیدو نه وه، که د ایران مرسته نه وای،
دوهم : د خپل اټومی پروګرام له منځه وړولو لومړی تړون ، ایران د دغه تړون ترمخه اوس یواځی سولیز اټومی پروګرام دنړیوالو معیارونو تر څارلاندی پرمخ بوتللی شی ، ایران به خپلی آټومی بټی د اټومی انرژي نړیوال سازمان د پلټون لاندی ساتی ،
ایران به د دغو دوو تړونونه دوه ستری ګټی تر لاسه کړی .
» لومړی : امریکا او لویدیځ به پر ایران خپل اقتصادی بندیزونه نرم کړی ، د کومو له وجی چی دایران اقتصاد د سختو ننګونو سره مخ دی ، همداشان به امریکا او اوروپا په خپلو بینکونو کی د ایران د شاهی دولت کنګل پیسی چی تر ۵۰ میلیاردو ډالرونه زیاتی اټکل کیږی ایران ته ورکړی ، چی دا د ایران د لړ ځیدلی اقتصاد لپاره یوه ښه ناشته ده ،
» دوهم : امریکا به په سیمه کی د ایران اغیزمند رول منی ، او امریکا به د ایران د هغو هیلو مخالفت نه کوی چی امریکا ته یی نیغ به نیغه تاوان نه وی ، ایران به په سیمه کی د امریکا ګټو ته تاوان نه رسوی ، اوهم به ایران د امریکا د ګټو ساتنه د یو پولیس په څیر کوی ،
» هغه کوم رولونه دی چی ایران یی سیمه کی لوبولی شی او امریکا ته تری ګواښ نشته ؟
۱ : کلتوری او ثقافتی رول ..
ایران به په اسلامی نړۍ کی د شیعه مذهب د خپرولو هڅی لاپسی ګړندی کړی ، او په دی لړ کی به هغه شیعه ډلی ټپلی چی په ځینی سنی دولتون کی شتون لری پکار واچوی ،چی په دی سره به د اسلامی امت د یوالی خوبونه لاپسی تیاره شی ،چی دا کار د امریکا او لویدیځ لپارهغه پخوانی موخه په اسانه تر سره کول دی ، چی دوی ورته د کلونو نه کار کوی خو لاهم ناکام دی ، د دوهم نړیوال جنګ نه روسته چی د اسلامی نړۍ اکثره دولتونه خپلواک شو ، او د یوالی خوبنه لیدل پیل شو ، نو لودیځ په اسلامی نړی کی د قوم پرستو قوتون سره غوږوجنګولو، او په ځینو هیوادنو کی د عرب قوم په نامه اتحادونه هم جوړ شو ،،لکه مصر .. سوریا ،،سوډان ...عراق ...خو اوږده و نه چلیدل ..او بیا یی د کمونیستی قوتونو هوا هم ولیدله خو یو هم اوږد ونه چلید ...په ۲۰۱۱ کال کی چی د عرب پسرلی ترنامه لاندی کوم ولسی پاڅونونه راپاریدلی ټول یی د دی زیري ورکوی چی د اسلامی امت یوالی راتلونکی دی ، په تونس کی اسلامپالو ټاکنی وګټلی ..په مصر کی ، په لیبیا کی ، په عربی مغرب کی ..همدا ده چی امریکا او لوديځ اوس د ایران د سختدریزه شیعه ریژیم په مټ داسلامی امت د یوالی مخه نیسی ،
۲ : سیاسی رول ..
ایران به د اسرایلو او امریکا د خدمت لپاره په سیمه کی دمذهبی شخړو اور ته لمن وهی ، دا کار ایران پخوا هم کاوه خو اوس یی په نوره سپینسترګی کوی ، ایران اوس مهال په سوریه کی د خپل تالیڅټی لبنانی حزب الله په مټ د سنیانو په وژنه لاس پوری کړی ، او د سوری د غوڅ اکثریت سنی ولس پر ضد یی د بشار الاسد علوی شیعه ریژیم سره لاس یو کړی ، همداشان ایران په یمن کی د شیعه حوثی ډلی سره چی د یمن د حکومت پر ضد جنګیږی ، مالی سیاسی او د وسلو پراخه مرسته کوی ، په عراق کی هم هغه شیعه ډلو سره پراخه مرسته کوی چی د ایران تالیڅټی وی ، افغانستان کی چی څه روان دی هغه ټولو ته ښه مالوم دی ، په پاکستان کی هم د شیعه ډلو ټپلو پراخه مرسته کیږی ، د اقریقا په ډیرو هیوادنو کی د شیعه مذهب لباره ایران خپل ټول توان به کار اچولی ، د سنګال دولت د ایران سره خپلی دپلوماتیکی اړیکی د همدغه کړنو له امله پریکړی دی ، عربی مغرب هم ایران ته خپله غوصه په دی اړه ښودلی ، ایران هڅی ګړندی ساتلی چی د شیعه مذهب په تیزی سره خپور کړی، اود خپل سیاسی او مذهبی اغیزپه زور د فارس امپراتوری ژوندی کړی ،

۳ : توکمیز رول ...
ایران په سیمه کی د فارسی ژبو څخه ګټه پورته کوی ، او په هرځای کی د فارسی ژبو مالی سیاسی مرسته کوی .او دوی هڅوی چی په دولت کی په هر قیمت چی وی ځان د واک ګدۍ ته ورسوی ، مثالونه یی ډیر دی ،افغانستان کی چیڅه روان دی ، بل مثال یی د بحرین شیعه ډله ده ، چی ایران یی په هر ډګر کی پراخه مرسته کوی ، د ایران ډیری لوړ پوړی چارواکی بحرین خپله خاوره ګڼی ، او په دی باور دی ،چی بحرین به د ایران سره بیرته یوځی کیږی، په بحرین کی روان کړکیچ هم د دغه استراتیژی یوه برخه ده ، ایران د متحده عربی اماراتو تاپوګان ( لوی طنب ټاپوګان ، وړوکی طنب ، د موسی ټاپوګان ) تر خپلی ولکی لاندی کړی ، ایران د خيل ګونډی هیواد ازاربیجان سره هم دغه لوبه کړی ، هلته یی هم فارسی ژبی هڅول چی د دولت ضد هڅی وکړی خو تر ډیره ناکام شو ،
په لنډو کی ایران غواړی د شیعه فارس امپراتوری بیرته راژوندی کړی ، په دی لړ کی یی د امریکا او اسرایلوهر ډول مرستی ته غاړه ایښی ، ایران هڅه کوی چی په افغانستان کی میشتو بهرنیو ځواکونو ته د خپل سمندری بندرګاوو دروازی پرانیزی ، او هم په سیمه کی د امریکا د ګټو ساتونکی پولیس شرف حاصل کړی ، امریکا هم د ایران دغه هیله پوره کوی ،ځکه ایران نه امریکا ته ګواښ دی او نه اسرایلو ته ، ایران چی څه کول غواړی هغه د امریکا په ګټه تمامیږی نه په زیان ، پس د دواړه دمینی کیسه مخ به خوږیدو ده ، اوس نو دسیمی هیوادنو ته غور پکار دی چی څنګه د دغه خامار مخه ونیسی ، په ځانګړی توګه افغانستان ، خو بد بختی دا ده چی د افغانستان شته ریژیم د ایران تر اغیز لاندی دی، بلکی د دولت عورت ایران ته ښکاره دی ، د ایران پیسو زمونږ د دولت لمنه ور پورته کړی .