د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مصر ولسمشر یو بل زړور ګام پورته کړی

نجم شینواری 24.11.2012 00:31

د مصر و لسمشر ډاکټر محمد مرسی د پانجشنبی په ماښام په یو زړور جمهوری فرمان کی د مصر لوی څارنوال عبد المجید محمود له دندی ګوښه کړی دی ، عبد المجید په دغه دنده پخوانی ولسمشر مبارک ټاکلی وو ، د مصر دقانون په اساس لوی څارنوال د دندی نه دګوښه کولو صلاحیت ولسمشر نه لری ، خو د ۲۰۱۱ کال د جنوری د ولسی پاڅون نه روسته د لوی څارنوال د ګوښه کولو غوښتنه د پاڅون کونکو له لوری په بار بار کیده .او په ځانګړی ټو ګه څو میاشتی مخکی چی د زاړه ریژیم اکثره چارواکی د مظاهره کونکو د وژنو او فساد په قضیه کی د محکمی له لوری بی ګناه وګڼل شو ، یواځی مبارک او د هغه د کورنیو چارو وزیر حبیب العادلی او څو نور ګرم وګڼل شو ، او د مبارک دواړه ځامن جمال او علا او نور جګپوړی چارواکی چی د فساد او د مظاهرکونکو د وژنی په تور تورن وو بی ګناه و بلل شو ، همداشان د تحیر پرمیدان د اسونو او اوښانوسره د مبارک د پلویانو د برید په قضه کی هم د مبارک ملګری بی ګناه و ګڼل شو ، د ۲۵ جنوری په وخت ان تر ولسمشریزو ټاکنوپوری د تاوتریخوالی دپیښو پلټڼی ښاعلی عبد المجید کړی، چی په ټولو کی د پخوانی ریژیم چارواکی بی ګڼاه ګڼل شوی دی ، دپاڅون ځوانان اونوری سیاسی ډلی ټپلی پخوانی لوی څارنوال د مبارک د ریژیم سړی ګڼی ، او ادعا کوی چی ګواکی ښاغلی عبد المجید د زاړه ریژیم د چارواکو د ژغورنی هڅه کوی، د مصر ولسمشر مرسی د ښاعلی عبدل المجد څخه څو میاشتی مخکی و غوښتل چی د لوی څارنوالی دنده دی پریږدی او په ارو پا کی دی دمصر د سفیر دنده ومنی ، که څه هم چی ښاغلی عبد المجید د ولسمشر دا پریکړه په شفوی توګه منلی وه ، خو روسته د زاړه ریژيم ملګرو قاضایانو په ملاتړ یی د ولسمشر د پریکړی سره مخالفت وښود ، عبدالمجید په خبری ناسته کی وویل د قانون په مټ ما څوګ له دندی نشی لری کولی ، همدا وه چی ولسمشر د خپلی پریکړی څخه پر شا شو ، خو داځل ولسمشر ډاکټر مرسی د جمهوری فرمان په مټ په دغه قانون کی بدلون راوستی ، اوس ولسمشر حق لری چی لوی څارنوال وټاکی او هم یی د دندی لری کړی ، همداراز ولسمشر په نوی فرمان کی د قاضیانو د تقاعدی موده راکمه کړی ده ، او د لوی څارنوال په توګه یی ښاغلی طلعت ابراهیم محمد عبد الله د څلورو کالو لپاره ټاکلی دی،دولسمشر په نوی فرمان کی د ۲۵ جنوری د پاڅون نه رانیولی ان تر ولسمشریزو ټاکنو پوری د تاوتریخوالی د ټولو پيښو د بیا پلټنو او د تورنو وګړو د بیا محکی امر هم کړی دا لومړي ځل نه دی چی ولسمشر مرسی داسی زړور ګام پورته کوی ، ورا دمخه مرسی د يوځ پخوانی مشران په کور کیښنولی او د مصر د واکدارۍ څخه یی د پوځ چتری ورسته دشپیتو کالو ور ټوله کړی ده ، n