د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مصریان ولسمشر ټاکی

نجم شینواری 24.05.2012 02:48

مصري ولس ولسمشرټاکی
دا لومړي ځل نه دی چی په مصر کی د ولسمشرۍ ټاکنی تر سرکیږی . خو دا لومړی ځل دی چی د مصر ولس په دی باور دی چی رایه یی اغیز لری ، او په دی هم باوری دی چی دوی په خپلو رایو ستر بدلون راوستي شی ، په مصر کی د پارلمانی یا سمیزو شوراګانو دټاکنو تاریخ لرغونتوب لری ، خو د ولسمشرۍ ټاکني چندانی تاریخ نه لری ، د ۱۹۵۲ د مصر د ازادو ضابطانو د انقلاب نه روسته چی د مصر نظام په جمهوری نظام بدل شو ،لومړی ولسمشر محمد نجیب د انقلابی شورا لخوا وټاکل شواو بیا له هغه روسته جمال عبد الناصر او انورالسادات هم په همداشان ، د انورالسادت د وژنی روسته محمد حسنی مبارک چی دهغه مرستیال وو د مصر دولسی جرګي لخوا ولسمشرۍ ته نوماند شو، او د ټول پوښتنی روسته په رسمی توګه ولسمشر شو ، مبارک تر ۲۰۰۵ کال پوری د ټول پوښتنی له لاری ولسمشر ټاکل شوی ، لومړی ټول پوښتنه ، ۱۹۸۱ . دوهمه ۱۹۸۷..دریمه ۱۹۹۳ ..څلورمه ۱۹۹۹ . په ۲۰۰۵ کال کی د ولسمشرۍ د ټاکنو په قانون کی بدلون راوستل شو او دلومړی ځل لپاره د ازادو ټاکنو لاره هواره شوه ، او د مبارک ترڅنګ د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره نورو کاندیدانو له هم چانس ورکړل شو ...که څه هم چی د ټاکنو پایلی لکه دټول پوښتنی په شان په سلو کی ۹۷ مبارک ته وی،خو بیا هم د لومړی ځل لپاره دوو کاندیدانو ایمن نور او نعمان جمعه وکولی شو چی څه رایی خپلی کړی ، چی د ټاکنو روسته ایمن نور زندانی شو او جمعه هم د ستونزو ښکار شو ، د مبارک د ریژیم په وخت مصریانو دا باور درلود چی ګواکی د ټاکنو بهیر که پارلمانی وی که د ولایتی شورا وی او ان که دولسمشرۍ وی ،یوه ډرامه ده چی حکومت اوچارواکی یی دولس سره کوی ، اکثره مصریانو په ټاکنو کی برخه نه اخیستله مصریانو به ویل چی هسی هم پایلی مالومی دی، هیڅ کله هم په ټاکنو کی د رایی اچونکو د ګډون کچه د ازادو سازمانو د راپورنو له مخی په سلو کی د ۱۵ نه نه ده اوخښتی ، که څه هم چی حکومت په سلو کی د ۳۰ یا زیاتو کمو ادعا کوله ، خو د ۲۰۱۱ کال د جنوری د ۲۵ د ولسی پاڅون نه روسته د مصریانو نظر بدل شوی ، اوس ولس په دی باور دی چی هرڅه د دوی په لاس کی دی ، د ولسی جرګی په ټاکنو کی د رایو اچونکو دګډون کچه په سلوکی ۶۲ وه چی دمصر په تاریخ کی ترټولو لوړه کچه ده ، خو د مشرانو دجرګی په ټاکنو کی بیا دغه کچه ډیره ټیټه وه چی ایلت یی د دغه جرګی بی اهمیتی ده، د ۲۰۱۲ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کی د ګډون کچه ډیره لوړه اټکل کیږی ، او داسی باورکیږی چی دغه ټاکني به دوهم پړاو ته اوړی ، د مصر دولسمشرۍ په ټاکنو کی نوماندان په دریو ډلو ویشلی شوو ، لومړی اسلامیان ، دوهم لیبرالیان ( ازاد خیاله) ، د دریم ، دزاړه ریژیم پاتی شونی چی فکرن دوی هم لیبرالیان دی ، اسلامیان : محمد مرسی ، د اخوان المسلمین نوماند ، عبد المنعم ابو الفتوح پخوانی اخوانی خپلواک نوماند ، محمد سلیم العوا خپلواک ، عبدالله الاشغل اسلامی مفکر او نړیوالقانون استاذ ، پاتی شونی ..عمرو موسی : د تر۱۹۹۹ پوری د مبارک د بهرنیو چارو وزیر ، او بیا تر ۲۰۱۱ کال پوری د عربی ټولنی سرمونشی خپواکه نوماند. سترجنرال احمد شفیق ، د ۲۰۱۱ کال د جنوری تر ۲۸ پوری د مبارک په ریژیم کی دهوایی چلند وزیر او د مبارک اخیری لومړی وزیر چی ایله څو اوني لومړی وزیر پاتی شو ، لیبرالیان : دغه پورته نومونه د زاړه ریژیم پاتی شونی دی خو ازادخیاله دی ، حمدین صباحی خپواکه کاندید د لیبرالۍ سره سره د عربی قوم پرستی فکر لری او هم د جمال ناصر همفکره دی، مجدی احمد حسن،هشام محمد عثمان البسطویسی، او داسی نور ،، په دغو نوماندو کی مخکښ چی د ازادو سازمانونو او رسنیو په سرویګانو کی یی نومونه په سرکی راغلی ، عبد المنعم ابو الفتوح ، محمد مرسی ، حمدین صباحی ، احمد شفیق ، عمروموسی ، په مصر کی سیاسی شننونکی په دی باور دی چی مقابله د اسلامیانو او دزاړه ریژیم د پاتی شونو ده ، د نړی په ګوټ ګوټ کی مصریانو د لومړی ځل لپاره په ټاکنو کی رایه اچولی ده ، چی په اکثرو هیوادونو کی اسلامیانو ډیری رایی اخیستی ، دا مالومه ده لکه چی اکثره شنونکی باورکوی ټاکنی دوهم پړاو ته اوځی ، خو په دی کی اختلاف شته چی دوهم پړاو ته به څوګ وځی ، محمد مرسی ، او شفیق که عمرو موسی او عبد المنعم ابوالفتوح ، د مرسی ترشا اخوان المسلمین ډله ولاړه ده او لږ ډیر نور اسلامیان ، خو د ابو الفتوح تر شا ځینی اخوانیان او د مصر سلفی ډلی ټپلی او ان ځینی لبرالیان ، ابو الفتوح یواځنی کاندید دی چی د اسلامی ډلو ټپلو ترڅنګ یی ځینی نوری سیاسی کړی هم خپلی کړی دی ، د مرسی او ابوالفتوح ترمنځ هم مقابله شته ، خو بیا د عمر موسی او شفیق تر منځ هم دزاړه ریژيم پلویان ویشل کیږی ، عمرو موسی او شیفق ته به د مصر مسیحان که په غوڅ اکثریت نه وی نوپه اکثریت خو به رایه ورکوی ، اوس چی د دوی تر منځ څوګ هم دوهم پړاو ته وځی رایی زیاتیږی ، مرسی ووځی نو سلفیان به زرور هغه ته رایه ورکوی او نور اسلامیان ، همداشان ابوالفتوح ، خو شفیق او موسی بیا یواځی د زاړه ریژيم رایو ته ناست دی ، ډیری لیبرالین که څه هم چی له هغو سره همفکره دی خودا چی هغوی دزاړه ریژیم پوری تړلی دی په ټاکنو کی له هغو نه بیل دی ،او کیدیشی په کم موړ کی د هغوی په ضد رایه اسلامیانو ته ورکړل شی ، که سړی د مصر ولسی جرګی دټاکنو پایلو ته وګوری چی په سلوکی ۸۰ یی اسلامیانو په ګټه وی وی نو داسی ښکاری چی محمد مرسی یی ګټی ، خوکه د تیرو ۵ میاشتو حالاتو ته زیر شی نو داسی ښکاری چی ابوالفتوح د مصر ولسمشر دی ، ماته خو داسی ښکاری چی دوهم پړاو ته ابوالفتوح او عمرو موسی وځی ، که څه هم چی محمد مرسی د تیرو پارلمانی ټاکنو د پایلو له مخی کامیاب دی ، ځکه اخوان المسلمین د پارلمان د ۵۰۸ چوکیو څخه ۲۳۰ چوکۍ خپلی کړی ، د مصر د ولسمشرۍ ټاکني دوه ورځی دوام لری چهارشنبه او پنجشنبه ، د چهارشنبی په ورځی د سهار د ۸ بجو نه تر د ماښام د ۹ بجو پوری مصریانو رایی اچولی او لا هم کتارونه ولاړ ول چی سباله پنجشنبه به د دغه ملی جشن اخیری ورځ وی ، کیدیشی سباله دوه یا دریی ساعته ټاکنیز بهیر وغځول شی ځکه د رایو اچونکو شمیر خوره زیات دی ، دنن ورځي دحال څخه داسی ښکاریده چی په مصر کی ملی جشن دی ، ملی ورځ ده مصر بیا ځوان شو ، مصریان خپل راتلونکی ټاکی ، هر سړی هره ښځه ځوان بوډا مسکی وو ، هرچا ته ځان واکداره او خپواکه ښکاریده ، نوی فضا نوی هوا ده نوی مصر نوی مصریان وو ..