د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو نه لاس پاک جوړ دی !

نجم شینواری 17.12.2012 22:01

په افغانستان کی د راون ناورین ټوله پړه پر طالبانو اچول کیږی او هر تشپاڼی خپل لاسونه پر طالبانو پاکول غواړی ، حال دا چی د دغه دیرشکلن ناورین اصلی مسؤلین زاړه ټوپکماران دی ، په افغانستان کی بده ورځ هلته پیل شوه چی کله سردارداوود واک د کودتا په شکل تر لاس کړ ، دا سمه ده چی داوود یو ملی او وطن پرست انسان وو، لکه څنګه چی د ملت بابا ظاهرشا په خپله اخیری مرکه کی ویلی وو، بابا وای چی داوود خاین نه وو، د هیواد خدمت ته ریښتینی وو . خو بدبختانه د مشرتابه وړ نه وو ،ځکه سردار داود یو جذباتی احساستی شخص وو ، او هغه هم د افغانستان په شان د دولت چی په ډیر حساس ځای کی پروت دی ، او په ځانګړی توګه دهغه واک ته رسیدل په داسی حالاتو کی چی د امریکا او روس تر منځ سوړ جنګ پیل شوی وو ، او دواړو ته یو بی طرفه میدان پکار وو چی سره ښکر په ښکر شی ، او دغه میدان د سردار داوود واک ته په رسیدو ورته په لاس ورغی ، سردار داود په سر کی د علماو په واړندی د سخت دریځی څخه کار واخیست او ډیریی بندیان او شهیدان هم کړه ، همدا وه چی لاره د پاکستان څارګرو ادارو ته پرانستل شوه ، او دغو څارګرو ادارو خپل کار پیل کړ ، او ځینی هغو بدو څیرو سره یی اړیکی ټینګی کړی چی خپلو شومو موخو ته د رسیدو په اړه وار دمخه ددولت په ضد خوځیدل ،، لکه برهان الدین ، سیاف ، حکمت یار ، مسعود ، محمد نبی ، مجددی ، او نور .. دوی پاکستان ته راغله اود (isi ) تر څارنی لاندی یی عسکری او سیاسی روزنیز کیمپونه پرانستل ، او په افغانستان کی یی تخریب او ورانۍ ته لاس واچاوو ، هلته په افغانستان کی د روسانو په لاس یوپه بل پسی کودتاګانی کیدلی او دولت ورځ تربله کمزوری کیده ، دلته په پاکستان کی دغه ډلی ورځ تربله پیاوړی کیدلی ، او پاکستان د امریکا په مشری دغو ډلو ته د مالی او وسلودمرستو لاری چاری لټولی ، داسی وخت راغی چی شوروی اتحاد خپله تاریخی غلطی وکړه او افغانستان ته یی خپل ځواکونه راوستل ، چی دی کار پاکستان ته یو زرین چانس په لاس ورکړ ، دغو ډلوټپلو د جهاد اعلان وکړو ، او پاکستان د امرکا په ملاتړ د اسلامی دولتونو ولسونه او دولتونه د افغان جهاد د ملاتړ لپاره را وبلل ، همدا وه چی دغو اسلامی دولتونو او ولسونو پوره په اخلاص هرډول ملاتړ وکړ ، خو د پردی ترشا چی څه روان وو هغه نه افغان ولس لیدل او نه اسلامی ملتونو ، د عربی دولتونو نه عربان افغان جهاد ته راتلل په دغو عربانو کی ډیر هغه کسان وو چی په خپلو هیوادونو کی د ترهګری په تورونو بندیان وو ، لکه ایمن الظواهری ، زرقاوی او نور لسګونه سلګونه تنه .. پوښتنه دا ده چی دا ډول خلګ څنګه د زندان نه افغانستان ته ورسیدل ؟ همداراز وسلی راتللی ، نغدی پیسی راتللی ،او په افغانستان کی جهاد ورځ تربله زوراخیست ټول افغان ولس د کمونیستی ریژیم په ضد ودرید ، ولس هره قربانی ورکوله ، دغو ډلو په افغانستان کی مکتبونه سوزول ..پلونه یی ړنګول ، لاری سړکونه یی ورانول ، د برق ډاګی یی غورځولی ،دولتی ودانۍ یی ورانوالی ، او استاذان او دولتی مامورین یی د خلکی او کمونیست به نامه وژل ، د ږیری او بی ږیری په سر خلګ وهل کیدل موسقی غږول ساز سرود حرام وو ، په ډیرو سیمو کی دغو مجاهیدنو د خلکو نه به زور خپل لګشت اخیست ، له شپنو به یی پسونه د جهاد په نامه اخیستل اوبیا به یی غوښی خوړی ...داسی ډیر نور کارونه چی اوس د طالبانو په نامه کیږی ، دغو مجاهیدینو کول ، د روسانو سره په څورالس کاله جنګ کی افغان ولس یونیم ملیون بچی شهیدان ورکړه ، ابادی ځمکی یی شړی کړی ،کورونه شتمنۍ یی د الله او وطن په لار کی قربان کړی ، افغان ولس په پاکه او سپیڅلی عقیده تر توان هم زیاتی قربانی ورکړی ، خو خبر نه وو چی څوګ د دغه جهاد مشری کوی هغوی پردی مزدوران دی ، د جهاد او اسلام په نامه سواداګر دی ، دوی دغیرت ایمان پاکی عقیدی او ملینونونو افغانانو د قربانیو سپینسترګی سوداګر دی ،د روسانو د وتلو نه روسته ډاکټر نجیب دغو تش په نامه مشرانو ته وویل راشی روسان لاړ زه هم افغان یم او تاسی هم زه هم مسلمان یم او تاسی هم ، زه هم د وطن دساتنی دعوه کوم او تاسی هم ، نو راځی چی د کور دننه سره جوړ شو ، یو عبوری حکومت جوړ کړو اوبیا رڼي ټاکنی تر سره کړو چی ولس خپل مشر وټاکی ټول به ورته په درناوی ګورو ، راځی چی وطن بچ کړو د تورو تیارو څخه ، راځي دوطن غم وخرو، پردی لاسونه پری نږدو چی زمونږ وطن نور هم دجهنم کندی ته وروغورځوی ، ای ورونو نه باکستان نه امریکا نه عربان غواړی چی افغانستان جوړ پاتی شی ، پاکستان خو بیا دا ورځ د الله نه غواړی چی مونږ نور هم کمزوری شو ، زه ګورم چی وطن مو لوټیږی غیرت حیا پرده مو لیلامیږی ، راځی او دوطن دبربادیدو نور لامل مه کیږی بس ده همدوره ، خو دغو تش په نامه مشرانو د خپلوکرغیړنو ملګرو په سلا باندی د نحیب پر خبرو خندل او ویل یی چی مونږ به په زور کابل ته ننوځو ، ، همداسی وشوه کابل او نورو لوی وړو ښارونو ته ننوتل ، او لوټ مار شروع شو ، هیڅ یی هم پر نه ښودل ، داسی طوفان پرافغانستان راغی چی هیڅ یی نه پریښودل هرڅه ورته غنیمت وو ، لکه چی دوی دیرغلګرو کفارو په وطن ورغلی وی ، وطن ته یی اور واچاو په خپلو کی به جنګ شو او د بشریت په تاریخ کی تر ټولو لوی جرمونه دوی ترسره کړه، وطن یی وران کړ افغانان چی څه پاتی وو هغوی هم د نوو روسانو د لاسه مهاجر شو ، داسی حال رامنځ ته شو چی نه د چا مال خوندی وو نه حیا، په کابل کی دغه ټوپکیان د خلکو کورو ته ورتلل لوټ مار یی هم کاوه بی حیایی هم خلکو ته ور اړوله ، په نورو ښارونو کی هم شه حال نه وو ، د غو ټوپکیانو د خلکونه ځمکی کورونه په زور لاندی کول ، انجونی یی تختولی ، په کابل کی خو بیا توکم وژنی هم وی ، ان حال دی ته ورسید چی رقص مرده محفلون پکی هم تاوده شو ، کوڅه په کوڅه کلی په کلی پاچاهی وه، هرسرګروپ او قوماندان پاچاه هم واو قاضی هم ،شخصی زندانونه وو د زوره ورو چی څه خوښه وه هغه یی کول ، په افغان ولس هغه څه وشو چی نه روسانو کړی وو او نه به یی کوم بل کافر وکړی ، په ځای د دی چی افغانان خپلو کورو ته د مهاجرت نه راستانه شوی وای نور هم ورمهاجر شو ، او په مهاجرت کی ورباندی هغه ملنډی ووهلی شوی چی دچا خیال کی هم نه راتلی ، ځکه نه خو اوس راشن وو او نه د سعودی او امریکا مرستی چی به مهاجرو ته راتللی ، ځکه اوس نو هغو مهاجر څه کول دمهاجرو رول ختم شو ، کار خو دننه وومرستی خو باید د ټوپکیانو شوی وی چی اوس یی اصلی کار پیل کړی وو ، د دوی جهاد ختم شو ،نه پکی د کوم لیډر خپه ګوډه شوه او نه یی کور لوټ شو ، چی د جهاد نه مخکی یی یو جریب ځمکه نه لرله اوس د زرګونو جریبوخاوند شو ، چی په کابل کی به یی شپه په سړکونو کوله اوس د ټول کابل او نورو لوی وړو ښارونو خاوندان شو ،وطن لوټ شو غیرت لوټ شو حیا ابرو لوټ شوه ، هرڅه لاړه تاریخ مو ورک شو ، په دغه وخت کی د طالبانو تحریک په کندهار کی راڅرګند شو ، او په تیزی سره د افغانستان نورو برخو ته وغځید ، په کمو سیمو کی چی د طالبانو واک وو هلته امان راغی سکون راغی ، په هرځای کی اکثره ولسونو د طالبانو راتګ ته لبیک وویلو ، خو دغو ټوپکمارانو ورسره جګړه پیل کړه ، که دوی ریښتیا مجاهدین وای نو پکار وه د طالبانو تحریک ته تسلیم شوی وای او دفتنی مخه یی نیولی وی ، او یو پیاوړی سرلوړی اسلامی دولت یی جوړ کړی وای ، چی د جهاد دقربانیو اصلی ترجمان وای ، د دردیدلی کړیدلی ولس د ټپونو دوا یی کړی وای ، د لکونو یتمانو کوڼډو رنډو غم یی سره خوړلی وای ، دتیت او پرک مهاجرو د کور ته راوستلو سودا به وایی ورسره ،د افغان پت او ستر د خوندی کیدو لپاره به یی ګامونه پورته کړی وایی ، خو نه دوی یواځی د چوکۍ او واک مجاهدین وو ، دوی ته چوکۍ تر هرڅه ګرانه وه ،دوی کرغیړنو ته شرم هم ونه درید چی د دومره فساد بربرت او جرمونو روسته هم دجهاد او مقاومت خبری کوی، پر طالبانو یی تور ولګاو چی ګواکی د پاکستان د څارګری اداری خلک دی ، له دی خبری به څوګ انکار وکړی چی طالبانو سره دپاکستان مرسته وه ، ای اس ای طابانو ته هرډول مرسته کوله ..چی په دی کی سعودی او امارت هم شامل وو ، خو طالبانو یو دریځ درلود او د خپل دریځ نه په شا نه شو که پاکستان هرڅو هڅه وکړه چی طالبان قانع کړی او د امریکا یو څه خبری ومنی ، که چرته طالبان د دغو داړه مارانو پرځای وای، او د امریکا لږی غوښتنی یی منلی وای نو اوس به هم ملا عمر په واک کی وو ، خو نه هغوی د خپل دریځ نه دفاع وکړه ..که دغه دریځ زما یا د نورو په ګومان ناسم هم وو ،خو دا خبره ثابته شوه چی طالبان د چا غلامان نه وو ، د طالبانو مرسته که پاکستان کوله ، نو بیا دوی د کم ځایه راغلی وو ؟، ای دوی لمر په ګوتو پټوی ؟ ایا دوی ته ولس دومره نا پوهه ښکاری ؟ ایادوی د خپلو بالدارنو نه اوس ځان پاکوی؟ ولی دوی د مریخ نه راکوزشوی وو ؟ دوی ته دا پیسی وسلی موټری بنګلی له اسمان نه را غورځیدلی ؟ دوی روزنیز کیمپونه په مریخ کی درلودل،دوی ته حمید ګل او ضیاوالحق پریښتی وی ، د پاکستان څارګره اداره دوی ته د اسمان نه راغلی د ملایکو ټولګی وو ، مهاجرو ته په میلیاردونو ډالر مرسته د بیت المال نه راتلله ،د امریکا هرډول مرسته دوی ته شرعی حلاله وه ، دوی به د هغه وخت دکمونیست ریژیم په دی خبرو خاندل چی دغه تش په نامه مجاهدین د پاکستان د استخبارتی اداری مزدوران دی ، دوی د ولس په سپیڅلی عقیده تجارت کوی ، خودغو تش په نامه مشرانو به ویل مونږ د روس تالی څټی ریژیم ختمول غواړو ، که پرځای د ډاکټر نجیب خبره د غلام د غلام ریژیم هم راشی دوی ورته خوشحاله دی ، د طالبانو سره یی جګړه وکړه ان دروس ایران هند او د اوروپایی اتحاد نه یی هرډول مرستی واخیستی ، مسعود د اورپایی اتحاد غونډی ته په وینا کی وویل طالبان یو اسلام پاله ډله ده چی غواړی اسلامی خلافت رامنځ ته کړی او دا تاسی ته ترمونږ ډیر ګواښ دی ، له مونږ سره مرسته وکړی چی د دوی مخه ونیسو ، ربانی روسانو ته ویل چی طالبان هڅه کوی چی له تاسی غچ واخلی ، او په نيږدی وخت کی د منځنۍ اسیا په هیوادونو برید کول غواړی ، مونږ سره مرسته وکړی مونږ ستاسی ملګری یو او تیر په هیره ، روسانو ربانی ته په لږه موده کی د یونیم ملیارد ډالرو په ارزښت وسلی او نغدی پیسی قرض ورکړی ، چی د کرزی په لومړی کال روسانو بیا د دغو پیسو غوښتنه وکړه ، طالبانو د ولس په مټ په ټول هیواد واک خپل کړ او په ډیرو لږو سیمو کی دغه اشرار پاتی وو ، د طالبانو به واکداری کی عدل انصاف وو ، امن او امان وو ، زورواکی ختمه وه ، دا سمه ده چی طالبانو ډیری تیروتنی وکړی ، ډیر سخت دریځ یی خپل کړو ، د ولس په وړاندی یی د تشدود نه کار واخیست ، د عصر د غوشتنو نه یی ځان بی خبره کړ ، او په خپل لاس یی ځان ته لانجی جوړی کړی ، داسی ګامونه یی پورته کړل چی نه یی وخت وو ، او نه دوی دومره وس درلوده ، خو دغه ټولی نیمګړتیاوی او تیروتنی داسی نه وی چی د زړو ټوپکیانو جرمونو پټ کړی ، او ټوپکسالارن داړه مارن خپل کړی جرمونه او بربریت او وحشیت پر طالبانو وتپي ، د طالبانو د واک د ختمیدو سره سم ، زاړه داړمارن ټوپکیان ، کباړیان بیرته وطن ته راستانه شو ، خو په نوی جامه کی ، د دیموکراتانو په جامه کی . اوس نو دوی د هیواد غمخوار دی ، روشن فکران دی ، مقاومتیان دی ، غواړی خپل ټول دیرشکلن تور تاریخ د طالبانو په اوږه واچوی ، وایی طالبانو هیواد لوټ کړ ، طالبانو تعلیم صفر کړ ، طالبانو ترهګر راوستل ، طالبانو قتل عام وکړ ، طالبانو توکم پرستی رامنځ ته کړه ، او طالبان یی په دیرشو کالو کی د ټولو ناخوالو مسؤلین کړه ، دومره سپینسترګی ! ! کرزی صیب هم واخت ناوخت خپله ناکامی د طالبانو پر غاړه د اچولو کوښښ کوی ، دا سمه ده د طالبانو د واک نه روسته چی کوم څه د طالبانو په نامه روان دی په هغو کی اکثره یی سوچ کفر دی ،، لکه په بازارونو کی ځانمرګی بریدونه ، په جوماتونو کی ، په جنازو کی ، په حجرو او شخصی محفلونو کی ځانمرګی بریدونه او د بی ګناه خلکو وژنه ، افغان دولتی مامورینو وژنه د افغان پولیسو یا پوځیانوپه نښه کول ، ان د خیریه یا بل کوم ملکی بهرنی سازمان د وګړو وژنه که هغه داخلی وی که خارجی ، د مکتبونو ورانول ، د پلونو ورانول ، دولتی ودانیو ته بمونه کیښودل او داسی نور کارونه ، چی دا نه جهاد دی او نه دیو مسلمان کار دی ، دا یواځی تخریب او ورانکاری ده ، زه خو باور نه کوم چی دا کار دی د دین طالبان وکړی ، په افغانستان کی ډیری لوبی روانی دی ، او چی څه کیږی د ټولو پړه پر زړو ټوپکیانوده ، ځکه د دی ټول ناورین لامل همدوی دی ، او د امریکا په غیږ کی ناست دی او د دیموکراسۍ چغی وهی ، د وطن دستۍ چغی وهی ، زما په اند افغان ولس د تاریخ تر ټولو سختو حالاتو سره مخ دی ، که یو خوا ته طالبان دی نو بلی خوا ته د کرزی د فساد مورنظام واکدار دی ، هغه خبره ده چی یو خوا ته پړانګ دی او بلی خوا ته ډانګ دی ، کاش چی طالبانو د یو داسی ایجنډا لاندی کار کولی چی په ریښتیا یی یو ریښتونی اسلامی نظام رامنځ ته کولی ، نو زه باور لرم چی اکثره افغانان به هری قربانی ته تیار وای ، خو بد بختانه هغوی د جاهلت نظام غواړی ، نه هغوی د عصر تقاضی منی ، او نه د اسلام د سپیڅلی دین اصلی روح ته غاړه ګدی ،
n