د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مصر د اخوان المسلمین د واک په درشل کې

نجم شینواری 27.05.2012 11:48

په مصر کی د ولسمشرۍ د ټاکنولومړنۍ پایلی ښی چی د اخوان المسلمین د سیاسی ګوند (عدالت او ازادی ) مشر او د دغی ډلی نوماند ډاکټر محمد مرسی ترټولو ډیری رایی خپلی کړی ، داخون المسلمین د سیاسی ګوند عدالت او ازادی دخبری څانګی څخه په خپاره شوی یوی خبرپاڼه کی ویل شوی چی د درایو په سلکو کی ۹۰ شمارل شوی چی مرسی په سلو ۲۵٪ رایی اخیستی او په لومړی نمبر راغلی ، ورپسی سترجنرال احمد شفیق دی چی هغه د اچول شو رایو څه په سلو کی ۲۳٪ اخیستی او دوهم نمبر راغلی ،په دریم نمبر حمدین صباحی او په څلورم نمبر عبدالمنعم ابوالفتوح راغلی ، د دغولومړنیوپالیو څخه دا چوتیږی چی دولسمشرۍ د ټاکنو دوهم پړاو به د اخوان المسلمین او د پخوانی ریژیم د پاتی شونی ستر جنرال احمد شفیق ترمنځ وی ، دمصر د ولسمشرۍ ټاکنی تیره چهارشنبه او پنجشنبه تر سره شوی چی پکی مصریانو د لومړی ځل لپاره په داسی پراخه کچه ګډون وکړ ، ډیرۍ مصریانو ویل چی دوی د لومړی ځل لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کی ګډون کوی ځکه چی پخوا د دوی په وینا ټاکني نه وی بلکی ټاکنیزه ډرامه وه ، که یو خوا د ولسمشرۍ په ټاکنو کی په لوړه کچه د ولس ګډون سیاستوالو ته د خوښي خبر وو . نو بله خوا د زاړه ریژیم استازی سترجنرال احمد شفیق ته په دومره پراخه کچه رایواو دهغه دوهم پړاو ته په وتلو، نه یواځی دزاړه ریژیم ضد سیاستوال بلکی د ۲۵ د جنوری د پاڅون ځوانان هم د خیجالت سره مخ کړی ، په دوهم پړاو کی ازاد خیاله ګوندونه او پلویان یی د ستری ننګونی سره مخ شوی ، ځکه راتلونکی پړاو به د اخوان المسلمین دنوماند محمد مرسی او د زاړه ریژیم د استازی احمد شفیق ترمنځ د راتلونکی میاشتی په ۱۷ او ۱۸ تاریخ باندی ترسره شی ، د غه ډلی ټپلی ډار لری چی ګواکی اخوان المسلمین د مصر په دولتی ټولو لوړو دندو خیټه اچوی ، وار دمخه د ولسی جرګی او د مشرانو جرګی مشری د اخوان المسلمین سره ده او په دواړو جرګو کی اکثریت لری ، او د ولسمشری د ټاکنو روسته د نوی کابینی مشری هم د هغو په برخه ده ، که ولسمشر هم اخوانی شی نو د مصر بشپړ واک به د اخوان په لاس شی ، چی داکار د یوګامزن دیموکرات هیواد لپاره په اوسنیو شرایطو کی پراخه او هر اړخیزه ستونزی راولاړه ولی شی ، دغو ډلو ټپلو د یو لړ حکومتی او خپلواکه رسنیو په مټ د محمد مرسی يه ضد پراخه کمپاینونه هم کړي ول، دوی هیله درلوده چی حمدین صباحی یا ابوالفتوح دغه ټاکنی وګټی ، خو خبره بله وختله ، اوس که شفیق ته رایه اچوی نو دا مانا لری چی زوړ ریژیم بیا په خپو ودروی ، او د تیرکال ولسی پاڅون او قربانیانی په اوبو لاهو کوی ، خو د ټاکنو د لومړیو پایلو څخه روسته د دغو ډلو ټپلو یو غټه برخه سیاستوال او شنونکی چی د مرسی په ضد هم وو، اوس وایی چی پکارده ټولی ملی ډلی ټپلی د زاړه ریژیم د نوماند په ضد شی ، دوی وایی چی اوس اخوان المسلمین ته پکار ده چی ددغو ډلو ټپلو سره خبری وکړی او د هغو ډآر ته ځواب ووایی ، او د مرسی په مشری د ولسمشری یو ټیم یا ډله غوره کړی ، او حمدین صباحی او ابو الفتوح له ځان سره کړی ترڅو د شفیق مخه ډب کړل شی ، دا په داسی حال کی چی د اخوان المسلمن د ډلی ویاند عصام عریان په خبری ناسته کی دجمعی په ماښام وویل د دوی لاسونه ټولو ته اوږده دی ، او ډیر زر به د ټولو ملی ډلو ټپلو سره خبری اتری وکړی ، په قاهره کی اکثره سیاسی شنونکی د لومړیو پایلو روسته په دی اند شوی چی راتلونکی ولسمشر اخونی دی.