د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسرایلو د غزی پر تراډه دهوای بریدونو لړی غځولی.

نجم شینواری 16.11.2012 13:48

د اسرایلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د فلسطین د غزی پر تراډه د هوای بریدونو د لړی دغځولو پریکړه کړی ده ، نتنیاهو د اسرایلو د دفاع وزیر یهودباراک څخه غوښتی چی ۳۰ زره احتیاطی پوځیان دی خدمت ته را وغواړی ، د الجزیری تلویزون خبریال د غزی نه وایی چی اسریلی پوځ د نتنیاهو د بریکړی سره سم پر غزی باندی تر ۲۰ زیات هوایی بریدونه وکړه ، او همداراز یی د غزی پولو ته سلګونه ټانګونه او درنی وسلی لیږدولی دی ، د خبریال په وینا کیدیشی اسرایل پر غزی باندی ځمکنی برید هم د شپی نه پیل کړی ، اسرایلو پر غزه د چهار شنبی په ورځ هوایی بریدونه پیل کړی ، په دغو بریدونو کی د حماس د اسلامی غورځنک د پوځی ځواک ستر قوماند احمد الجعبری ( ابو محمد ) دوژلو سره سره تر اوسه ۲۰ تنه وژل شوی او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوی ، اسرایل ادعا کوی چی هوایی ځواک یی توانیدلی چی د فلسطینی مقاومتی ډلو ټپلو توغندیز ځواک کلک وځپي ، او ځینی پوځی مشران یی هم له منځه یوسی ، دا په داسی حال کی چی د اسرایلو د بریدونو څخه روسته د غزی نه پر اسرایلو توغندی توغول شوی دی ، او لږ تر لږه یی دری اسرایل وژلی او ۱۰ تنه یی ژوبل کړی ، د پانجشنبی په ماذیګز له غزی نه د اسرایلو پر پلازمینه تل ابیب باندی هم یو توغندی لګیدلی دی ، چی له کبله یی په پلازمینه تل ابیب کی د کلونو روسته یوځل بیا د خطر ټالۍ غږیدلی ده ، د دی ترڅنګ د حماس د پوځي ځواک څانګی کتایب القسام ویلی چی ځواکونو یی د اسرایلو یوه جنګی الوتکه په توغندی ویشتلی ده ، بلی لوری د مصر او اسرایلو تر منځ اړیکی هم د د غو بریدونو له کبله خړ شوی ، دمصر ولسمشر ډاکټر محمد مرسی د اسرایلو د بریدونو په غبرګون کی خپل سفیر له تل ابیب څخه قاهری ته ور غوښتی ، همداراز د اسرایلو سفیر له قاهری څخه تل ابیب ته ستون شوی ، د مصر ولسمشرډاکټر مرسی د اسرایلو څخه غوښتی چی پر غزی باندی دی بریدونه سم دلاسه ودروی ، مرسی ویلی چی مصر به داسرایلو بریدونو ته لاس تړلی و نه دریږی ،