د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یوسف خریداران

محمد نعمان دوست 05.06.2013 12:44

نکل دی چې کله حضرت یوسف ع د وروڼو په لاس کوهي ته وغورځول شو او بیا بیرته راوویستل شو، نو چا نه پیژانده چې دی د خلکو د ستر لارښود حضرت یعقوب ع زوی دی. خلک له دې ښکلي ماشوم ځنې نه و خبر چې دا به یو وخت د خلکو مشر، د خالق تعلی پیغمبر، یو مدبر انسان او د مصر واکمن وي.

وایي چې دغه ښکلی ماشوم د هغه وخت دعربو له دود سره سم لیلام ته وړاندې شو، هر چا کوښښ کاوه چې وه یې پیري. بېشماره سوداګر او پانګوال راغلل. په دې ډله کې یوه زړه میرمن هم وه. د هغې پر سر شکور و او په شکور کې څه وړۍ وې. خلکو ترې وپوښتل، څه کوې؟ هغې ځواب ورکړ: د یوسف اخیستلو ته راغلې یم. خلک حیران شول او ورته ویل یې: په دې وړیو یې اخلې؟

میرمنې ځواب ورکړ: پوهیږم چې بییه یې نشم پوره کولای، خو دا هم افتخار دی چې د یوسف په خریدارانو کې وشمارل شم.

پرون،همدغه شان د وطن خریداران راټول شوي وو، دوی د شاوخوا لسو ولایتونو وګړي وو او په یوه خوله یې یوه ستره غوښتنه وکړه، داسې غوښتنه چې که پوره شي هیواد تر یوه حده له درویزۍ ژغورلی شي، تر یوه حده خلک په ګیډه مړولی شي او د هیواد صنعت ته وده ورکولای شي.

دا د کونړ پر مست سیند د بند جوړولو غوښتنه وه. د وطن پرونیو خریدارانو په پوره اخلاص دې کار ته را ودانګل، هغوی له دولته نا هیلي شوي وو.هغوی پوهیدل چې د جنراتورونو شوقي وزیر د بندونو په جوړولو کې پاتې راغلی. هغوی پدې پوهېدل چې دعام المنفعه پروژو په جوړولو کې هم مصلحتونه دي. هلته هم فرمایشونه دي او چیرته چې دغه شیان وي، هلته د لویو ابادیو تصور هم پوچ دی.

کونړ سیند په هیواد کې د بریښنا له سترو سرچینو څخه دی، خو د نادرست مدیریت او کمزوري حکومت له شامته یې اوبه په سلګونو کیلومتره لاره وهي، ستړې ستومانه له اباسیند سره یوځای کیږي او د نورو خلکو فابریکې پرې چالانیږي، د نورو خلکو قصرونه پرې رڼا دي او د نورو خلکو باغونه او زمکې پرې ښیرازه دي.
د دوشنبې په ورځ د وطن دغو میینانو د دې سترې پروژې لپاره بسپنه وکړه،پیسې یې راټولې کړې.که څه هم دا پیسې د یادې پروژې په مقابل کې ډېرې لږې وې، خو لږ تر لږه دغه کسان د دې (یوسف) وطن په خریدارانو کې حساب شول.هغوی دولت وننګاوه، هغه شتمن یې وننګول چې همدا وطن زبیښي، په نورو ملکونو کې پانګونې کوي، په ډېر افتخار دې بیوزله اودر په دره ولس ته د خپلو میلیونونو ډالري پانګو اندازه ښيي. خو د ټولګټو پروژو لپاره یې له همیانۍ یوه سیکه هم نه راوځي.

که څه هم دغه خوځښت سمبولیک دی خو ډېر ښه زيری راکوي. دا حرکت ښیي چې له ترور، وژنو، خیانتونو، په زوره مهاجرتونو ته اړویستلو او... سره سره، بیا هم داسې څوک لرو چې د وطن له ابادۍ سره د زړه له تله مینه لري او خپل وس دغه ابادۍ کې ځان شریکول غواړي.

د کونړ پر سیند د بند جوړولو غږ که له کونړه پورته شوو خو یوازې په کونړ کې بند پاتې نشو بلکې په ننګرهار، لغمان کې هم ورسره په سلګونو غږونه یوځای شول او دومره زور یې پیدا کړ چې په کندهار، هلمند، هرات، بلخ، خوست کې یې هم انګازې وکړې.

دې کار دا وښودله چې د څو کسانو په تصور کې د تقسیم کېدونکي افغانستان د خلکو پیوندونه دومره کلک او ټینګ دي چې هیڅ طاقت یې د جلا کولو توان نه لري.

اوس ولس کې د بیدارۍ او حُب وطن حس چې د څو ساحرانو په منترونو ویده شوی و، را ویښ شوی دی. د شمال، سهیل او لویدیځ خلک که د مشرقي قاسم خان خپل اتل ګڼي، نو د خپل هېواد د هر ګوټ ټولګټې پروژې هم خپلې ګڼي.

کله چې د وطن د ابادۍ لپاره احساسات سره ګډ شي او د وطن هره لویشت خاوره خپل کور وګڼل شي، نو د وطن دښمنان هم شریک دښمن ګڼل کیدای شي او کله چې دغه حس پیاوړی شي بیا به هیڅ تور لاس د دې جرئت پیدا نکړي چې د وطن ورانولو لپاره پورته شي.

ځکه د دوی په مقابل کې به یو ګډ ولس ولاړ وي او بیا د ولس زور دومره ډېر دی چې څو کسان یې مقابله نشي کولای.

په خواشینۍ چې موږ په اوس وخت کې داسې ګوندونه نه لرو چې حکومت د وطن د مفاداتو لپاره تر فشار لاندې راولي او نه داسې پارلمان لرو چې ورته هیله ترې وشي، همدا علت دې چې د دې کنډر هیواد وزارتونه هر کال د انکشافي بودجې نیمه برخه هم نشي لګولی او یا نه غواړي چې وه یې لګوي، خو بیا هم نرغوندې وزارتونه کوي. که دوی تر فشار او هغه هم دغه شان مدني فشارونو لاندې ونه نیول شي، نو ډرامه به همداسې روانه وي. فرعي کرکټرونه به ستونزې ګالي، مري به خو مرکزي کرکټرونه به خوندونه اخلي.

د یونان د یوه فلسفي دغه وینا چې ( حکومت لکه چاغ او تمبل غويي غوندې دی، چې ونه سیخل شي حرکت نه کوي.) د کاڼي کرښه ده.

دغه شان حرکتونه او سیخل که پراخ شي، وغوړيږي نو ډېر تمبل (غویان) به په حرکت راولي. دوی به د واک د بقا او د ځان له ویرې هم کارونه وکړي او د وطن د ابادولو هیلې به راوټوکیږي.

جلال اباد،د غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۲








.