د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مونږ لکه سمندري حيوانات

محمد نعمان دوست 29.01.2011 12:42

د سمندر په غاړه په زرګونو حيوانات پنډ وو ، دوى داسې مخلوق وو چې پښې او لاسونه يې نه لرل ، په سينه څښېدل . خپل کوچني بچې هم ورسره وو.

حيواناتو په ډېرې خوارۍ يو خوا بل خوا حرکت کوو. يو دم به سمندر ته وښويدل ، د اوبو په څپو کې به ورک شول ، بچيانو به يې له وچې ورکتلې او له خوښۍ به يې سرونه خوځول .
يو نا څاپه له اوبو را وتل پيل شول ، په څه خوارۍ وچې ته را پورته شول ، هر يو د خپل بچي څنګ ته ودرېد او کوښښ يې کاوه چې پټ يې کړي .
حيران وم ، ما ويل ولې د دوى د خوشحالۍ پر دنيا داسې ژر د ويرې وريځه خپره شوه ؟ ولې ميندۍ خپلو بچيانو ته پرېشانه دي ؟ او ...
ګورم چې له لرې د کفتار ( ښکاري ژوي ) يوه ډله د دوى خوا ته را روانه وه . د هغوى په هرګام نږدې کېدو ، د بحري مخلوق اندېښنه زياتېدله ، نا قراره وو اخوا دېخوا يې مړې – مړې ، غاړې اړولې را اړولې .
ښکاريان را ورسېدل ، ژبې را ويستلې وې له بحري حيواناتو ګرد را تاويدل .
يو دم يوه ټوپ کړ ، يو تنکى بچى يې له څټه ونيو ، د مور له خوا يې را کش کړ ، نورو کفتارانو هم ورته بريدونه پيل کړل .
خو سمندري ژوي هماغه شان ځاى په ځاى ولاړ وو، سرونه يې خوځول او د ښکاريانو په پنجو کې يې د خپلو تنکيو بچيو وروستيو سلګيو ته کتلې .
شيبه وروسته د ډېرو ميندو غېږې خالې شوې او ورو- ورو بېرته سمندر ته تشې غېږې ښکته شول.

دا د نشنل جيوګرافيک يوه په زړه پورې ټلويزيوني پروګرام و ، شايد د ياد پروګرام چلوونکيو په ډېر زحمت چمتو کړى و.
شايد هغوى د سمندر په غاړه ډېر انتظار کړي وي ، ترڅو داسې صحنۍ فلمبرداري کړي .

خو که دوى زموږ کلي ته راشي په يو ساعت کې دغه شان پروګرام جوړولې شي ، دلته هم هره شيبه د ميندو له غېږو بچيان جلا کېږي ، دلته هم ميندې د خپلو اولادونو د وروستيو سلګيو تماشا کوي.

دلته هم ډله_ ډله ښکاريان ګرځي ، يو ناڅاپه راټوپ کړي د ميندو له غېږې د هغوى د زړونو قطرې جلا کړي او په دار يې وځړوې ، کله د ټوپک ميله راټيټه کړي د يوځوان سينه غلبيل کړي او د مور مخ د خپل بچي په وينو ولړي .
کله له هوا نه يو کور په نښه شي په لمبو کې ورک شي او بيا ميندې په پلو کې د خپلو اولادونو هډونه راټولوي .
او کله ....
زموږ ميندۍ لاسونه او پښې لري ، خو لکه بحري ژوي ځاى پرځاى ناستي وي ، حرکت نه کوي. يواځې رډې ، رډې ګوري .
دوى د جګړې بلا دومره ويرولي چې په ژوندون يې دم ختلى دى. هره ورځ يې غېږې له اولادونو خالي کېږي.
ميندۍ ، د تور ديو د غاښونو خرپا اوري چې د دوى د بچيانو په هډونو شخوند وهي ، دا نندارې له کلونو راهيسې روانې دي او لا يې هم د ختمېدو هيله نشته .

د سلواغې ، ٥مه ، ٨٩