د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرون شپه ....................

محمد نعمان دوست 07.03.2012 13:44

شوقي خود کشي

تېره شپه مې له يوې ټلويزيوني شبکې څخه د استاد عبدالعلي مزاري پخوانۍ څرګندونې واورېدې، ډېر ښه غږېده، په ملي وحدت يې ټينګار کاوه،د خلکو رايو او افکارو ته يې درناوى درلود.
پخوا مې هم د ځينو وژل شويو او ژونديو تنظيمي مشرانو دغه شان ټلويزيوني کليپونه ليدلي او ويناوې مې ورته اورېدلي دي.
له ډېر فکر وروسته اوس دې پايلې ته ورسېدم چې : تنظيمي مشران ډېره ښه خلک وو، کېداى شي د دوى د واکمنۍ په مهال (٧١-١٣٧٥) کابل ښار کې شاخوا ٦٠٠٠٠ ماشومانو، ځوانانو، بوډاګانو او ميرمنو، په خپله خوښه او شوقي خود کشۍ کړې وي او کېداى شي کابل ښاريانو خپل کورونه په خپل زړه نړولي وي!!!!!!!
محمد نعمان دوست
د کب،١٧مه ، کابل