د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوا بېرې

محمد نعمان دوست 05.04.2012 14:35

نن بيا سهار وختي زموږ د کورونو شاته کوڅه کې نارې شوې. دلته هره ورځ په لاسي کراچيو بې روزګاره خلک ګڼ څيزونه پلوري. ډېرى پلورونکي تنکي زلميان دي، د ستيج د جادوګرانو او سياسينو په اصطلاح د وطن اينده نسل دى، خو د دوى حال دومره خراب دى،چې له اينده مايوسه دي.
پلورونکي چغې وهلې: سوابېرې واخلۍ ، تازه سوابېرې، خوږې سوابېرې، په وچه ډوډۍ، په زړو ټيمانو....!
له خپل واړه زوى سره ور ووتم، په يو ټايره لاسي کراچۍ يې د لرګي پلنه تخته ايښې وه او بيا لپاسه پرې ګرد- ګرد شيان پراته وو.
دا ميوې ته ورته شى سوابېرې بولي، خو مړاوې وې، ځينې چنجيو خوړلې وې، زلمي له پلاستيکي بوتله پرې اوبه وپاشلې.
پوښتنه مې وکړه: ما ويل ځوانه دا له کومه راځي؟
هغه وويل: وروره له پنجابه راځي.
خبره يې پسې وغځوله: دوى ( پاکستان) دغه شان بېخونده او ګنده شيان هم موږ ته رالېږي او را باندې پلوري يې.
هغه وخت خو په دې خبرې پسې ونه ګرځېدم، خو وروسته – وروسته يې لکه زهر اثر پيل شو.
په خپلو حکومتونو او نظامونو مې لعنت ووايه، د نفرت لمبه مې زړه کې بله شوه.
کله مې ذهن ته په کراچۍ پرتې چنجنې سوابېرې راتلې او کله د خپلو مستو سيندونو خوږې اوبه چې د بې کفايته حکومتونو له لاسه څنګه وړيا پرديو ملکونو ته روانې دي!!!!!!!!!!!!!!!