د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په برخليک ژړا

محمد نعمان دوست 01.04.2012 13:45

د کابل- جلال آباد پر لويه لاره سيند د دوه غرونو منځ کې روان دى، دا ځاى تنګى بولي، سيند خپه دى، ځګونه يې له خولې بادېږي، له ډبرو سره ځان وهي، هغه پوهېږي چې سرچينه له کوم ځايه اخلي خو ګټه ترې څوک پورته کوي؟ خو څه وکړي....
دلته د سړک په غاړه د ملي اردو دوه خړ زغروال موټر ولاړ دي، پاس د غره ډډه کې د يوې لويې ډبرې شاته يو ځوان ګوته په ماشه ناست دى او لږ لاندې ترې يو بل سرتېرى لوى خداى ج ته په لمانځه ولاړ دى.
مم
حيران شوم، نږدې و لکه سيند زه هم خپل سر په ډبره ووهم، د خپل وطن او ولس په برخليک مې ژړا راغله: د مسلمانانو وطن دى، د اسلام په نوم هره ورځ لسګونه خلک سرونه ورکوي، هره لويشت په وينو رنګ ده، خو په دغه شان وطن کې هم خلک د لوى خداى ج عبادت له خپلو مسلمانانو څخه په دومره ويره کوي چې بل يې پيره کوي !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

جلال اباد، د وري ١١مه،١٣٩٠