د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ارواحو بخښنه

محمد نعمان دوست 23.05.2013 11:37

نه پوهیږم له کوم ځایه یې پیل کړم؟ نور خپل وجدان نشم قانع کولی. نور زغم نلرم. نور له ملامتۍ د خلاصون لپاره کوم دلیل او برهان نه وینم او نور...
اوس په خپل ټول غرور پښه ږدم. بخښنه غواړم، خو نه پوهیږم زما بخښنه به ومنل شي؟ او زما د بخښنې غږ به تر هغوی ورسیږي؟ د هغوی هډونه خو ټول خاورې دي.
موږ واړه وو. ذهنونه مو د ارواح پوهانو په وینا سپینې تختې وې او پر دې سپینو تختو د وخت مرزایانو ډېر څه ولیکل، داسې څه یې ولیکل چې اوس یې د پاکولو چل نه راځي.
مرزایانو نا ځواني وکړه. زموږ د ذهن تختې یې له دروغو ډکې کړې. داسې دروغ چې موږ ته له رښتیا هم لوړ ښکاریدل. خو زمانې د مرزایانو لحاظ ونه کړ، اخر یې رسوا کړل.
موږ ته ویل شوي و: محمد ظاهر خاین دی. دې بې دینه په څلویښت کلنه دوره کې افغانستان ته هیڅ ونه کړل. عیاش و. فاحش و. په ټول عمر کې د حج فریضه ادا نه کړه. همدا یې د بې دینۍ ثبوت دی.
موږ ته دا هم ښودل شوي و چې د محمد ظاهر مخې ته د میز پر سر بوتلونه وو. موږ په پټو سترګو د نورو په خوله شراب وګڼل. موږ څه خبر وو؟ شراب مو نه و لیدلي. موږ له کټوري پرته نور څه نه پیژندل. په بوتلونو کې ټول بند مشروبات راته ( خمر) ښکاریدل. دې تصویرونو راته محمد ظاهر نور هم سور کاپر کړ.
موږ ته دا هم ویل شوی و چې امان الله خان غازي نه و. یو عیاش، بې دینه انسان و. د زدکړې په پلمه یې نجونې بې ستره کړې. له هغوی یې حجابونه واخیستل. خلک یې بې دینۍ ته بلل. ټول وطن کې یې فتنه خوره کړه.
موږ امان الله خان یوازې د تورو مرمرو په قبر کې بند لیدلی و. د هغه عکسونه مو لیدلي و. د هغه خریلې ږیره هم زموږ ږیرورو د کفر علامه ګڼله او زموږ باور پرې نور هم خراب شو.
موږ ته دا هم ویل شوي و چې داود خان یو ظالم شخص و. هیڅ زړه سوی یې نه درلود. د شخصي قدرت لپاره یې کودتاه وکړه. وطن ته نجات هسې یو شعار و.
موږ نه پوهیدو، څنګه به پوه شوي وو؟ زموږ په خیمو کې د تاریخ کتابونه نه وو. زموږ په درسي نصاب کې په دې ټینګار و چې دوه جمعه دوه، څلور مرمۍ کیږي. موږ ته یوازې د جهاد د سپیڅلې کلمې هغه اړخ ښودل کیده چې قتال پکې و، د جهاد اداب، د جهاد په اړه د حضرت ابوبکر صدیق رض لارښونې، زړه سوی او... چا نه بیانوه. بس جهاد همدا و چې په افغانستان کې د حکومت تر چتر لاندې خلکو وژل په کار دي. لوڅ سر ګرځیدل هم د مرګ جرم و. مکتب او دولت کې دندې هم د وژنې جواز ورکاوه. ډیرې هدیرې له معلمانو او مامورانو ډکې دي.
موږ هغه وخت د خپلو هیوادوالو په وژنه، نه خپه کېدو. د خپل هیواد د تاسیساتو په ړنګولو نه پریشانه کېدو. د حکومت تر چتر لاندې وګړي مو ټول دوزخیان بلل او چې کله به یې له مرګه خبر شوو، نو هغوی به مو د دوزخ لمبو کې لیدل.
موږ واړه وو. ډېر عمر مو په غیاب کې له پخواني شاه سره په نفرت کې تېراوه. زموږ نفرت دې حد ته رسېدلی و چې له نوم سره مو ورته حساسیت لره.
همدې ته په تمه وو چې کله به د جهاد مشران واک ته رسیږي؟ چې دا وطن ګل او ګلزار کړي.
اوف!
امان الله خانه! موږ معاف کړه، زموږ ستغې سپورې را وبخښه. موږ ستا په دوره کې اورګاډی درلود، خو اوسنی نسل یې یوازې په ټلویزیون کې لیدلی شي.
ستا په دوره کې نجونو تحصیل کاوه،هیڅ ویره ورسره نه وه. ته په همدې تکفیر شوې، خو زموږ په ارماني دوره کې یوې کابلې د خپل عزت د ساتنې په موخه د میکروریانو له لوړ بلاکه ځان وغورځوه، شهیده شوه.
موږ ولیده چې د هغوی پرمخونو تیزاب وشیندل شول، ښونځي ړنګ شول، شاګردان ووژل شول او لا دغه خونړۍ لړۍ روانه ده.
ستا دوره کې انګریز غوندې زبرځواک د افغانستان ازادۍ ته قایل شو، خو بیا هم موږ ته غازي نه ګڼلې،خو اوس زموږ ګاونډیان په رڼا ورځ د وطن په حریم تیری کوي.
محمد ظاهر خانه! ستا په دوره کې چې څه جوړ شوي وو، دا څه باندې درې لسیزې یې ستا منتقدین په ورانولو بوخت دي، خو بیاهم ټول نه دي وران شوي، خو موږ ته خاین ګڼلې او ورانونکي مو خپل مشران.
ظاهر خانه، ته په دې ملامت وې چې حج دې نه دی کړی خو دوی په دې ملامت نه دي چې په بیت الله کې سوګند وخوړ او بیا یې مات کړ.
ته یې د شرابو په بوتلونو کافر کړې، خو دوی د ټول ملت د وینو په څښلو پاک ستره دي.
سردار داود خانه! ته موږ ظالم او د قدرت وږی ګڼلې، خو موږ د قدرت وږي ولیدل. اخ! دې وږو ټول کابل د یوې څوکۍ لپاره سره لمبه کړ، هر څه یې لولپه کړل، په لسګونو زره ښاریان یې ووژل او لا دا لړۍ دوام لري.
اوف!
څه ووایم؟ نه پوهیږم. خو زه د هغو شعارونو بخښنه غواړم چې د ښونځي په دوره کې مې ستاسو پر ضد ورکړي دي. دا شعارونه زموږ د ذهن پر تخته د وخت مرزایانو لیکلي وو، موږ یوازې زمزمه کول. هیله ده ارواحې مو ارامې شي.
د غويي ۳۰مه، ۱۳۹۲ ، جلال اباد، (ګرداب ورځپاڼه)