د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوي لومړيتوبونه دې وټاکل شي

محمد نعمان دوست 09.05.2013 21:10

نوي اولويتونه دې وټاکل شي
د يو ښه مديريت لپاره د اولويتونو ټاکنه اړينه ده. هغه ادارې بريالۍ وي چې خپل لومړيتوبونه په دقت وټاکي او له هر څه مخکې د هماغو په فکر کې شي.
زموږ د حکومت يوه لويه ناکامي داده چې خپل لومړيتوبونه سم نه ټاکي. همدا لامل دى چې په تېرو لسو کلونو کې ډېر فرصتونه له لاسه ووتل او لا هم، له لاسه وځي.
افغانستان اوس له ډېرو نازکو حالاتو سره مخ دى. کور د ننه ستونزې، د ولس نا رضايتي، وسلوال مخالفتونه، اداري فساد... له يوې خوا او بيروني مداخلې او فشارونه له بلې خوا؛ دغه هېواد لا پسې ځپي.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ تازه پيښې دا هېواد له يوې بلې سر دردۍ سره مخ کړى دى. له يوې خوا منظم پوځ او اټومي طاقت لرونکى هېواد او له بلې خوا داسې پوځيان چې د وطن پالنې له روحيې او سپيڅلې جذبې پرته، په پرتليز ډول نور هيڅ نه لري.
همدا احساسات او جذبات دي چې دغه ولس يې هميشه د سترو او مطرح طاقتونو په مقابل کې تر هغې درولې چې مقابل لوري خپله ماته منلې ده.
له چنګيزيانو، مغلو، انګريزانو،صفويانو،شورويانو او دا دى له پنجابيانو سره روان مقاومت، د پورتنۍ ادعا غوره ثبوتونه دي.
دغه مقاومتونه به ترهغې دوام لري تر څو چې په ولس کې جذبه او د وطن پالنې احساسات ژوندي وي او چې هر ولس کې دغه شيان نه وي، نو غاړو کې يې د غلامۍ زنځيرونه شرنګيږي.
له اشغالګرو سره مقابله او د هغوى په مقابل کې د خپلې خاورې ساتنه يوه داسې فريضه ده چې ادا کول يې د يوې خاورې پر ټولو اوسېدونکيو يو دَين دى.
افغان پوځيانو په تېرو څو ورځو کې د ملي جذبې او وطن پالنې د احساساتو په زور، د ګوشتې په ساتنه کې دغه دين ډېر ښه ادا کړ، ښه ميړانه يې وښوده . له خپلې خاورې يې ښه په نره دفاع وکړه او داسې مقاومت يې وکړ چې مقابل لوري يې هيڅ تصور نشو کولاى او دادى اوس هم هر ډول سرښندنې ته هسکه غاړه ولاړ دي.
خو که له يوې خوا زموږ پوځ څومره چې پکار ده هومره امکانات او تجهيزات نه لري او له دې پلوه له مقابل لوري سره د پرتلنې وړ نه دى؛ نو له بلې خوا له يوه بل فشار سره هم مخ دى. دا داسې ناځوانمردانه فشار دى چې د وطن ساتونکيو په روحيه باندې د دښمنانو له ګوليو ډېر بد تاثير کولاى شي.
دا فشار د هغو پلورل شويو ډلو او په اصطلاح نمايشي کارپوهانو دى چې د رسنيو او مجلسونو له لارې خپل زهر شيندي. دوى داسې څه وايي چې د خپلو خاوره ساتونکيو پاکې جذبې وژني او کله چې خداى مکړه دغه جذبه ووژل شي، نو بيا ګوتو کې دومره زور هم نه پاتې کېږي چې ماشه کش کړي.
تېرې څو لسيزې او په ځانګړې توګه وروستۍ لسيزه د افغانانو پر اذهانو د پانګونې لپاره مناسب فرصت و، له دې فرصته پرته زموږ له حکومته، نورو ګڼو هېوادونو په خاص ډول ګاونډيو ملکونو( ايران- پاکستان) ښه ګټه پورته کړه. داسې کسان يې وروزل چې په پوره اخلاص د هغوى له منافعو ټينګه دفاع کوي او په دې لاره کې په هيڅ بې شرمۍ بندو واز نه دي.
دوى د وطن ( آب و دانه) خوري، خو د دغې آب و دانۍ په انرژۍ نورو ته کار کوي.
هغوى دومره د خپلو بادارانو لخوا تطميع شوي دي چې د ګټو لپاره يې هرې قربانې او د وطن او ولس پر سر سودا کولو ته چمتو دي.
له اشخاصو پرته ځينو رسنيو هم د بې خرته او بې بندو باره ازادۍ له شامته د نورو په خدمت کې دي او د پروګرامونو اجنډا ورته د نورو له خوا جوړيږي.
حکومت او په ځانګړې توګه واک کې شريک هغه اشخاص او عام ولس چې رښتيا هم له خپل وطن او خاورې سره مينه لري بايد د دغه شان حرام نمکو له منځه وړل او يا د هغوى پر ژبو د داسې مهرونو لګول چې د وطن او خاورې پر ضد خبره ترې را ونه وځي، خپل لومړيتوب وټاکي.
په دغه شان نازکو شرايطو کې چې يوه لحظه غفلت هم په کلونو – کلونو کې نشي جبرانېدلى، په پوره دقت د وطن ضد حرکتونو او نظرياتو ټينګه څارنه په کار ده..د دوى مقابله اسانه او اړينه ده. يوه وړه ډله حتى يو څو کسان هم کولى شي چې دغه شان پلورل شوي اشخاص له ستيژه را وغورځوي او يا هغه رسنۍ ولړزوي چې مايکونه يې د نورو په خدمت کې دي.
که داسې ونشي او په ملي جذبو او وطن پالنې روحياتو همداسې زهر شيندل ادامه ولري، نو دغه روحيات او جذبې به سړې شي او چې کله خداى مکړه داسې وشول نو بيا د دې وطن او ولس جنازه بار بو‌لئ.
(ګرداب ورځپاڼه)