د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یوه ځوانیمرګ خبره

محمد نعمان دوست 16.06.2013 12:10

د سرو یرغلګرو پر وړاندې جګړه روانه وه. دې جګړې هره ورځ په لسګونو سرونه خوړل. خو د سرونو هم څه کمی نه و. هره ورځ نوي نوي ټوکیدل او بیرته د جګړې په لور ریبل کیدل.
دا جګړه یې جهاد بلله. جهاد سپیڅلې کلمه ده. خو د دې کلمې تر سیوري لاندې چې زموږ په سیمه کې څه روان و، غوره ده چې د جګړې په نوم یې یاد کړم. ځکه د یرغلګرو پر وړاندې جنګیدونکې ډلې یوازې همدوی سره مبارزه نه کوله. خپلو کې یې هم رقابتونه لرل. د حزب، جمعیت او حرکت تنظیمونو ترمنځ چې زموږ په ولایت کې یې نفوذ درلود، هم درنې نښتې کیدې او ګڼ شمیر سرونه یې خوړل. د دې هر تنظیم له نوم نه وروسته د (اسلامي) کلمه سریخ وه، خو بیا هم یو بل یې خپل دښمن او واجب القتل ګڼه او دغه قتال ته یې هم د جهاد او قتلونکیو ته یې د مجاهد نوم ورکاوه.
په کلیو بانډو کې به ګروپ ګروپ مجاهدین ګرځیدل، ډوډۍ یې په خلکو حواله وه، د ډوډۍ په نوم پیسې د قوماندانانو جیبونو ته تلې او یا هیڅ له سرحدونو دیخوا نه راتلې، هملته هضمیدلې.
په کلیو کې هغه خلک پاتې وو چې اقتصاد یې کمزوری و، نورو ځایونو ته یې د تللو وس نه و. کله به داسې هم وشول چې بیوزله کلیوال به د مجاهدینو د ذایقې وړ طعام برابرولو کې پاتې راغلل، نو بیا به یې لوښي مات شول او د کلاشینکوفونو کنداغونو به یې هډونه پاسته کړل.

دا وخت کلي ډير خطرناک و. کله به د سره پوځ الوتکو پرې سینې سړې کړې، کله ټانکونو او کله به د خپل منځي جګړو لوبغاړو پرې ګولې اورولې.
د مجاهدینو په ډلو کې به ډیری همدغه دغریبو زامن وو، د لویو قوماندانانو کورونه ارامه پاکستان کې پراته وو او اولادونه به یې په تعلیم بوخت وو. پلار به د قوماندانۍ په برکت ګټله او اولادونو به(پبلک سکولونو) کې زدکړې کولې.

په هغه ورځ له پاکستانه کوم تنظیمي پلاوی راغلی و. د دې پلاوي یو غړی د سړک په غاړه ولاړ و، تخرګ کې یې د تمانچې توربخونه سره چرمۍ پټۍ ښکاریدله. یو ځوان راغی. د ځوان سینې پورې شنه چانټه ټینګه نښتې وه. د شاژورونو سرونه ترې را وتلي وو او هم یې د چانټې په بغل کې لکه د جلغوزي غونډاري لاسي بمونه ښکاریدل. ځوان کلاشنکوف پر اوږه ایښی و او په بیړه را خوشې و. د هیئت غړی یې کلیوال و. چې کله ځوان را ورسرید، له پاکستانه راغلي سړي ورسره ښه ټینګه ستړي مشي وکړه او بیا یې ورته پراوږه څو ځلې ټپونه ورکړل: نام خدا، ډېر زړور یې!
یو ځل بیا یې لکه خریدار له سره تر پښو له نظره تیر کړ او بیا یې وویل: دا کلاشنکوف او دا چانټه ډېره درسره ښه ښکاري.
ځوان ستړی و، دمه یې واخیسته ، کلاشنکوف یې مخې ته ودراوه د کلاشنکوف په میل یې لاسونه کیښودل او د لاسونو لپاسه یې یوه شیبه سر کیښود او بیا یې ورو سر را پورته کړ: امر صاحب! یوازې زه زړور نه یم، یوازې زه تکړه ځوان نه یم، یوازې ما سره کلاشنکوف ښه نه ښکاري.
هغه همداسې مسلسل لګیا و، امر صاحب دواړه سترګې په ځوان نښتې وې او له خولې یې اخ نه ویست.

ځوان دمه واخیسته او بیا یې شروع وکړه: امر صاحب! ستا زامن هم زړور دي، هغوی سره هم ماشیندارې ښې ښکاري،په هغوی هم جهاد فرض دی، خو ته ورباندې پاکستان کې تعلیمونه کوې، جهاد مو یوازې موږ ته پرې ایښی. زه به هم سر وخورم، نور به راشي، د هغوی به هم سرونه خاورې شي، خو ستاسې زامن به تعلیم وکړي، ځانونه به ورسوي او یو وخت به غټې وظیفې لري، خو که ژوندي پاتې شوو نو موږ او که سرونه مو وخوړل نو اولادونه او کورنۍ به مو در په دره ګرځي، د چا چا دروازې به د سوال لپاره ټکوي؟
امر صیب ته لکه چې دې واقعیت خوند ور نه کړ، خبره یې بدله کړه او روان شو.
د هغه زلمي پیشبیني رښتیا شوه، ډېر ژر یې سر وخوړه او له نورو سر خوړلو سره یوځای شو.خو کیسه روانه وه، د سرونو ژرنده نه دریده، د هغې پلونه همداسې سرخیدل او سرونه یې دل کول.
زموږ له عمر سره سم جګړه روانه ده. په دې درې نیمو لسیزو کې په میلیونونو کسانو سرونه وخوړل. د جګړې خوراک د غریبو او بیوزلو خلکو زامن دي. ژرنده د همدوی په سرونو ګرځي خو مزد یې نور څوک اخلي. په دې مزد هغوی خپل اولادونه روزي، بهرنیو ملکونو کې پرې لوړې زدکړې کوي. په خپلو اولادونو یې علم فرض کړی او د ولس په اولادونو یوازې جهاد.
وګورئ! د رهبرانو د زامنو سرونه تر اوسه سلامت دي. فقط د یوه موقت رهبر زوی تصادفي پيښور کې په یوه چاودنه کې ووژل شو او د بل رهبر نما زوی په هرات کې د خپل منځي شخړې قرباني شو. د دوی زامن نه د شورویانو په ګولیو ولګیدل او نه د داخلیانو. چا عربستان کې لوړې زدکړې وکړې، چا نورو ملکونو کې. د چا اولادونه سفیران شول، د چا رییسان شول او د چا په نورو مزو کې ډوب دي.
خو ولس در په دره شو، د هغوی (زړور) بچیان خاورې شول او لا خاورې کیږي.

هغه یو چا رښتیا ویلي: که چیره په جګړه کې د رهبرانو زامن مړه کیدای، نو ډیر ژر به ختمه شوې وه.


د غبرګولي ۲۶، ۱۹۲
(ګرداب ورځپاڼه)