د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد نعمان دوست

16.06.2013 09:10    |   محمد نعمان دوست د یوه ځوانیمرګ خبره

د سرو یرغلګرو پر وړاندې جګړه روانه وه. دې جګړې هره ورځ په لسګونو سرونه خوړل. خو د سرونو هم څه کمی نه و. هره ورځ نوي نوي ټوکیدل او بیرته د جګړې په لور ریبل کیدل.

11.06.2013 06:56    |   محمد نعمان دوست د میرمنې مشوره

دا زما لپاره دویمه ویرونکې واقعه وه. لومړی ځل کله چې د نعمان ابن ثابت د مدرسې د شپږم ټولګي زدکونکی وم؛ یوه ویرونکې پېښه مې ولیده.

05.06.2013 09:44    |   محمد نعمان دوست د یوسف خریداران

نکل دی چې کله حضرت یوسف ع د وروڼو په لاس کوهي ته وغورځول شو او بیا بیرته راوویستل شو، نو چا نه پیژانده چې دی د خلکو د ستر لارښود حضرت یعقوب ع زوی دی. خلک له دې ښکلي ماشوم ځنې نه و خبر چې دا به یو وخت د خلکو مشر، د خالق تعلی پیغمبر، یو مدبر انسان او د مصر واکمن وي.

23.05.2013 08:37    |   محمد نعمان دوست له ارواحو بخښنه

نه پوهیږم له کوم ځایه یې پیل کړم؟ نور خپل وجدان نشم قانع کولی. نور زغم نلرم. نور له ملامتۍ د خلاصون لپاره کوم دلیل او برهان نه وینم او نور...

09.05.2013 19:10    |   محمد نعمان دوست نوي لومړيتوبونه دې وټاکل شي

د يو ښه مديريت لپاره د اولويتونو ټاکنه اړينه ده. هغه ادارې بريالۍ وي چې خپل لومړيتوبونه په دقت وټاکي او له هر څه مخکې د هماغو په فکر کې شي.

15.08.2012 18:36    |   محمد نعمان دوست اختر وځنډوئ!

درنو مفتیانو! تاسو خو د کوچیني نیکمرغه اختر لپاره وړاندوینه وکړه. ډېر خلک مو خوشحاله کړل. خو دې خلکو کې موږ نه یوو شامل، که کوم جواز لرئ، موږ ته بله فتوا صادره کړئ. موږ اختر نشو کولی. زموږ نیمروز په وینو ولمبید، زموږ کندز کې وینې روانې دي، زموږ پر کونړ مرګوني ګوزارونه دي. محترمو مفتیانواختر وځنډوئ!

05.04.2012 14:35    |   محمد نعمان دوست سوا بېرې

نن بيا سهار وختي زموږ د کورونو شاته کوڅه کې نارې شوې. دلته هره ورځ په لاسي کراچيو بې روزګاره خلک ګڼ څيزونه پلوري. ډېرى پلورونکي تنکي زلميان دي

01.04.2012 10:45    |   محمد نعمان دوست په برخليک ژړا

د کابل- جلال آباد پر لويه لاره سيند د دوه غرونو منځ کې روان دى، دا ځاى تنګى بولي، سيند خپه دى، ځګونه يې له خولې بادېږي، له ډبرو سره ځان وهي، هغه پوهېږي چې سرچينه له کوم ځايه اخلي خو ګټه ترې څوک پورته کوي؟ خو څه وکړي....

07.03.2012 11:44    |   محمد نعمان دوست پرون شپه ....................

ززززززززززززززززززززززز

29.01.2011 10:42    |   محمد نعمان دوست مونږ لکه سمندري حيوانات

د سمندر په غاړه په زرګونو حيوانات پنډ وو ، دوى داسې مخلوق وو چې پښې او لاسونه يې نه لرل ، په سينه څښېدل . خپل کوچني بچې هم ورسره وو.

20.01.2011 16:46    |   محمد نعمان دوست تصويري رسنۍ کورونو کې سانسور کړئ !

دا مهال بيلابيل ټلويزوني چاينلونه هندي سريالونه ، نشروي چې پر ماشومانو ناوړه اغيز کوي .

13.01.2011 19:02    |   محمد نعمان دوست د اساسي قانون په رڼا کې زموږ د نظام مشروعيت

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موجوده نظام ، تر ټولو ډېر په اساسي قانون ټينګار کوي . دوى دغه قانون دومره ټينګ نيولى چې حتى نه غواړي د نقض په بدل کې يې ملک ته دايمي سوله راشي . دوى چې همېشه وسلوالو مخالفانو ته د خبرو اترو بلنه ورکوي نو لومړى شرط يې داوي چې اساسي قانون به مني . دا چې وسلوال مخالفان اساسي قانون نه مني نو همدا علت دى چې ملي ځواکونو او د ٤٨ هېوادونو په عصري وسلو سمبال پوځ ورسره جنګېږي او په ټس کې يې هره ورځ لس ګونه افغانان خاورو ته ځي .

01.12.2010 16:12    |   محمد نعمان دوست د نوښار ملنګ

د تصوف درسي ساعت و، د دې مضمون استاد ستر عالم مرحوم سيد تقويم الحق کاکاخېل و. صنف ته راننوت، خو مخکې له دې چې ليکچر پيل کړي، خبره په زيارتونو او ملنګانو شروع شوه.

21.11.2010 18:46    |   محمد نعمان دوست اختريزې ډالۍ

پرون مهترلام د ملکي وګړو ، ماشومانو او ميرمنو په وينو ولمبيد . دغه ښار کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې ، څلور تنه يې ووژل او ٣٦ نور يې ټپيان کړل.

09.11.2010 19:12    |   محمد نعمان دوست زما د بې سرپوښه هېواد، بېوسه مساپرو!

زما د بې سرپوښه هېواد، بېوسه مساپرو! زه خبرېږم، چې هره ورځ اخوندان په ډاډه زړه ستاسو غاړو کې د دار پړي اچوي او ستاسو له وچو رګونو وروستۍ وينه زبېښي.

02.11.2010 19:50    |   محمد نعمان دوست چرګان

چاړه په لاس ځوان، چې کالي يې په وينو ککړ و او ځاى- ځاى پرې سپينې بڼکې نښتې وې، قفس ته لاس ونيو او بيا يې وويل: کوم يو دې په کار دى؟

11.10.2010 10:35    |   محمد نعمان دوست دولت سوله نه غواړي

د خپل يوه سياسي کارپوه پروسږنه خبره مې نن بيا په ذهن را واوښته ، دغه کارپوه د ولسمشر حامد کرزى د دوهمې دورې د مرستيالانو د ټاکلو په اړه ويلي و چې ، دا کار له مخالفانو سره د جګړې د دوام په مانا دى .

09.09.2010 12:14    |   محمد نعمان دوست تېر اخترونه

هرېپور کمپ کې اوسېدو. تازه مې بايسکل زده کړى و . زموږ د کور او بازار ترمنځ ايله ٧ دقيقې لاره وه . خو د اختر د کاليو ګنډلو لپاره ، يو بل ځاى ته تلم . دا ځاى ته يې نوى کمپ وايه ، تازه ورته ډکې – ډکې لارې کډې راتلې . کمپ د غره بيخ کې و او زموږ له کوره ورته نږدې يو ساعت د بايسکل لاره وه . دا لاره د وچو خوړونو او پيچومو څخه تېرېده .

03.08.2010 12:25    |   محمد نعمان دوست د عمر اوسط

هلته د هيڅ شهيد عمر له ٣٠ لوړ نه دى . هلته ليکل شوي : شهيد ... چې د ١٨ کلنۍ په عمر په يوه چاودنه کې ووژل شو . شهيد ... چې د ١٢ کلنۍ په عمر په هوايي بريد کې ووژل شو .

28.07.2010 06:53    |   محمد نعمان دوست د آبادۍ وېره

تېره پنجشنبه جلريز ولسوالۍ کې يوه واده ته بلل شوى وم ، جلريز د ميدان وردګو له ډېرو شنو او ښکلو ولسواليو څخه ده . پخوا به د سړک دواړو غاړو باغونه سپېره وو ، خو اوس تک شنه ښکاري او په شنو پاڼو کې ژيړو زردلو او سرو مڼو د باغونو ښکلا لا پسې زياته کړې ده .

14.07.2010 06:57    |   محمد نعمان دوست سپۍ

لکۍ يې د دواړو پښو منځ کې نيولې وه ، چنګه ملا کې يې له لرې پښتۍ شمارل کېدې . د ديګيو خواته راغله په شاتنيو پښو کېناسته ، اخوا د يخوا يې کتلې .

24.05.2010 13:15    |   محمد نعمان دوست د ولسي جرګې بېخونده تال

د ولسي جرګې غړي له دوه ورځو راهيسې د جرګې په تالار کې ناست وي او شيبه په شيبه ميزونه ډبوي .

13.05.2010 10:37    |   محمد نعمان دوست د سلاکار مشوره

په هره اداره کې د مشاورينو په اړه اورو چې ترټولو لوړ معاشونه اخلي ، خو د کار درک يې نه وي معلوم ، زه دا خبره له ضده نه کوم .

10.05.2010 08:34    |   محمد نعمان دوست د لوحو اپډيت

زه د باغ بالا پر سړک ، خپل کورته ځم راځم . پردې لاره د سولې د ملي مشورتي جرګې درې سترې لوحې لګېدلې دي . په يوه لوحه کې د جوړېدو وخت يواځې ثور ليکل شوى و او په بله کې له دې هم دقيق ( ثور ١٢مه ) .

21.04.2010 22:31    |   محمد نعمان دوست د سولې ملي مشورتي جرګه ، يو بېځايه لګښت

افغانستان په تېرو شاوخوا ۸ كلونو كې درې جرګې تر شا پرېښودې او يوه بله ورته په لاره كې ده . له دغو جرګو څخه دوو يې نتيجه وركړه ، خو درېيمه يې ناكامه وه او څلورمه هم ، همداسې درواخله .