د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمنې مشوره

محمد نعمان دوست 11.06.2013 08:56

دا زما لپاره دویمه ویرونکې واقعه وه. لومړی ځل کله چې د نعمان ابن ثابت د مدرسې د شپږم ټولګي زدکونکی وم؛ یوه ویرونکې پېښه مې ولیده.
زموږ مدرسه په پېښور کې، نوې اډې نه لږ وړاندې له نار(نهر) پورې غاړه وه.په دې نار کې به خړې اوبه روانې وې، د ګرمۍ په موسم کې به له خلکو ډک و، یوازې ککرې به ښکاریدې او نور به اوبو کې ډوب وو او داسې به معلومیده لکه سیلاب چې د هندواڼو په پالیز را برابر شوی وي.
مدرسې ته مخامخ هغه لویه لاره تیرېدله چې پېښور یې له پنډۍ،لاهور، اسلام اباد، هریپور او... نورو ښارونو سره نښلوه. زه په لیلیه کې اوسېدم او چې کله به مې د هریپور بس په سړک ولیده، سورلۍ به یې راته بختوره ښکاریده، ما ویل کله به میاشت پوره شي چې زه هم هریپور کیمپ کې خپل کور ته لاړ شم.
له سړک پورې غاړه یو شین چمن و او څنګ ته یې د خرما لوړه ونه ولاړه وه. کله نا کله به همدې چمن کې ناست وم او کتاب به مې مخې ته نیولی و. هغه مازیګر همدې چمن کې ګرځیدم. له ما نه لس متره لرې سپینو جامو والا سړی د سړک پر غاړه روان و. یو موټر سایکل یې څنګ ته ودرېد او بیا ډزې شوې، له ډزو سره سړی مخکې او شاته شو او بیا په سړک نسکور شو. خلکو رامنډې کړې، خو څوک نه ورنږدې کېدل. هغه څو شیبې پښې او لاسونه وخوځول او نور له حرکته ولوید.
دې قتل ډېر ویرولی وم، چې کله به موټر سایکل هسې هم د چا خواته ورو شو، نو ورخطا به شوم او سترګې به مې پټې کړې، ما ویل بیا به ډزې شي او بیا به یو څوک په سړک را ولویږي.
دویم ځل په هریپور کیمپ کې وم، زموږ خټین جومات سړک نه لاندې د یوې کوڅې په غاړه و. د مازیګر جمع خلاصه شوه، ملاصاحب محراب کې مخ راواړو. هغه دعاګانې کولې او موږ پرې امین وایه. همدې بهیر کې یو څوک جومات ته را ننوت. د هغه پلاستیکي څپلۍ پښو وې. ګریوان یې خلاص و. زړه مې و، ورته ووایم: جومات ته څپلیو سره مه راځه! خو بیرته غلی شوم. سړی زما خواته کښېناست. ما هم دعاوو ته لپې پورته نیولې وې او هم مې د سترګو کونج کې دا سړی څاره. هغه به کله سر ځوړند کړ، د خپلې سینې په ویښتانو به یې لاس واهه. کله به لږ جګ شو او بیرون کوڅې ته به یې وکتل او کله به یې د څپلیو بندونه ښه راټینګ کړل. ملا صاحب چې کله وویل: خدایه کله چې موږ له دې دنیا روانیږو نو په ژبه مو دا کلمه جاري کړه چې اشهد ان لااله الله و... موږ تر څو دا مبارکه کلمه بدرګه کوله، چې سړی پورته شو او سمدلاسه یې تومانچه راوویسته. غږ یې کړ: ودریږه، خبیثه!
په کوڅه کې یو غښتلی سړی ودرېد. ور سره روان ملګري ترې لرې شول او بیا له تومانچې وتونکي مرمۍ د هغه پرسینې خولې لګولې. ما ویل که ټوکې کوي. پلاستیکي تومانچه ده. ویروي یې. پنځه ډزه وشول او بیا لګیدلي سړي جومات ته، چې نیم متر خټین دیوال یې درلود، را ټوپ کړل، خو نور پکې حرکت نه و او زموږ مخې ته ولوید. قاتل منډه کړه او له دې سره موږ ټولو منډې کړې. له ما خو چپلکې هم پاتې شوې، ښپې یبلې مې منډې وهلې.
دا سړی له صوابۍ نه میلمه راغلی و. کومه زمانه کې یې د قاتل ورور وژلی و، خو بیا وروسته یې جوړه شوې وه. د قاتل او مقتول تر منځ د خپلوۍ رشته هم وه.
شیبه وروسته پولیس چې ژیړې باڼسي لکړې یې لاس کې وې او له ژیړ پتلون سره یې تور لنډي کمیسیونه په تن وو، راغلل. قاتل ګرفتار شو او بیا یې اتکړۍ په لاس را روان کړی و. قاتل سره هغه رسۍ هم وه چې د ده په وینا ورور یې پرې زیندۍ شوی و. قاتل د خلکو په وړاندې اعتراف وکړ. خو هغه خپلې میرمنې ته ډېر غوسه و او د خپلې ګرفتارۍ اصلي عامله یې هغه ګڼله.
قاتل ویل : کله چې مې دښمن له صوابۍ راغی زه ور پسې وم. خو هغه مې په خپل نیت نه و خبر کړی. پرون شپه مې میلمه کړ. ښځې ته مې ویل ډېر ښه چانس دی. همدلته به یې زیندۍ کړو او شپې تر شپې به یې مړی چیرته پټ کړو. خو دا د ظالم لور نه قانع کیده او همدا یې ویل چې د میلمه وژنه بې غیرتي ده. دووسي ده. نه په دین کې شته او نه په پښتو کې. او دا مشوره یې هم راکړه چې که ته دغه شان نا ځوانه قتل وکړې، نو اولادونه به دې هم خلک بې غیرته یادوي. یو لوی شرم به جوړ کړې.
دا ډېره پخوانۍ کیسه ده. هغه وخت به زه د ۱۳-۱۴ کلونو وم. خو نه مې هیریږي. د هغې ښځې مشوره مې هم په زړه ده. دا نکل راته هغه وخت بیا- بیا رایادیږي چې کله له ناځوانه قتلونو خبر شم.
اوس زموږ په وطن یو لوی عذاب نازل شوی دی. د ملایانوخبره د خپلو عملونو نتیجه به مو وي. ډېر نا ځوانه قتلونه روان دي. ځینې قتلونه خو دومره ناځوانه وي چې حتی اوریدل یې شرم اور وي.
حیران یم، ځان سره وایم: ښه، قاتلانو ته چې څوک مشورې ورکوي، هغوی د هغې مهاجرې میرمنې په اندازه غیرت هم نه لري؟
دوی سره دا شرم هم نه وي چې خلک به دوی او د دوی اولادونه په کومو نومونو یادوي؟
دغه بې شرمه قتلونه به ترکومې روان وي؟ کله به قاتلانو کې دا غیرت پیدا شي چې د خپلو بېګناه ماشومانو،میرمنو او نورو هیوادوالو په وژلو د شرم احساس وکړي؟
شاید دوی ته نور خلک مشورې ورکوي او یا شاید د خپلو میرمنو مشورو ته غوږ نږدي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د غبرګولي ۲۱مه، ۱۳۹۲
( گرداب ورځپاڼه)