د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر محمد عالم يوسفزي ته نوې دنده ور وسپارل شوه

خبري څانګه 23.11.2010 12:44

د کوزې پښتونخوا سیاسي او ادبي شخصیت ډاکتر محمد عالم يوسفزی د پاکستان دخلکو ګوند -شېرپاو ډلې- (پاکستان پيپلز پارټي شېرپاو ګروپ) د کلتوري څانګې د مشر په توګه وټاکل شو.

نوموړي چې له وړوکوالي یې په سیاسي فعالیتونو کې فعاله ونډه لرله خو تر دې مهاله یې د کوم سیاسي ګوند غړيتوب نه درلود او يواځې د يوه فعال ملتپال سیاستوال په توګه یې د پښتنو خدمت کړی په لومړي ځل په یوه سیاسي ګوند کې شامل شو.

د شېرپاو په مشرۍ د خلکو ګوند په دې اړه يو خبري کنفرانس راغوښتی و چې د پاکستان په مرکزي اسامبله او د پښتونخوا په ایالتي اسامبله کې کې ددغه ګوند يوشمېر غړيو،مرکزي او ایالتي ګوندي مشرانو او په لسګونو خبريالانو پکې ګډون درلود.

دغې خبري غونډې په خپلو خبرو کې ډاکتر عالم يوسفزي وويل چې دیاد ګوند په ځانګړي ډول ددغه ګوند د مشر آفتاب احمد خان شېرپاو (د پښتونخوا پخواني وزير اعلی او دمشر په حکومت کې ددغه هیواد د کورنیو چارو وزير) هغه دريځ چې په روانو حالاتو کې یې د پښتنو پر وړاندې لري دی دې ته اړ کړ چې په دغه ګوند کې شامل شي.

نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل :

( له تېرو څو کلونو راهیسې په ډیر مهارت سره د پښتنو پرضد سترې لوبې او دسیسې روانې دي، له کابله تر کراچۍ په ټوله سیمه کې د پښتنو وینې بهېږي،هر لور ته چاودنې،ځانمرګي بریدونه،تپل شوې جګړې او نورې ډېرې کیسې پيل شوي چې له بده مرغه هره ورځ پکې ګڼ شمېر پښتانه وژل کېږي.

په دغو حساسو شېبو کې د ټولو پښتنو سترګې د هغو سياسي څېرو او ډلو لورته اوړي چې له څو لسیزو راهیسې یې د هغوی په نامه نارې پورته کړي،دهغوی په رایو تر پارلمان،وزارتونو او حکومت پورې رسول شوي خو له بده مرغه نن ورځ دغو خلکو خپل ولس ته داسې شا کړې چې نه ويل یې تر ویلو ښه دی.)

تر نوموړي وروسته د خلکو ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاو وینا وکړه او په دغه ګوند کې د ډاکتر عالم يوسفزي په شموليت یې ډيره خوښي ښکاره کړه.

نوموړي سمدستي ډاکتر عالم يوسفزی ددغه ګوند د کلتوري څانګې دمشر په توګه و ټاکه .

ډاکتر عالم په دې اړه وويل چې دی به هڅه وکړي چې د لر او برو پښتنو ترمنځ ادبي،کلتوري اونورې ناستې جوړې کړي دی وايي چې ډير زربه په پېښور کې په دې اړه یوه غونډه جوړه او د برې پښتونخوا ګڼ شمېر قلموال به ورته راوبولي

نوموړي د لر او برو پښتنو ترمنځ په دغه ډول غونډو ټینګار وکړ او ویې ویل چې له دغې لارې به پښتنو ته ورپېښې ستونزې کمې شي.

آفتاب شېرپاو هم د پښتني سیمې په روانه وضعه وینا وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دی او ګوند به یې به دې اړه لار کې تر هغو مبارزه کوي چې دغه ستونزې یې نه وي هوارې کړې.

هغه پر پښتنو غږ وکړ چې نور دې له جنګ جګړو لاس واخلي او د ټوپک پرځای دې قلم راپورته اودخپل ولس راتلونکې دې سمې خواته بوځي.

د يادونې وړ ده چې د آفتاب احمد خان په مشرۍ د  خلکو ګوند دا مهال په پښتونخوا کې تر ټولو فعال سیاسي ګوند بلل کېږي،چې د سیاسي چارو د څارونکو په باور ښايي په راتلونکیو ټولټاکنو کې په دغه ایالت کې تر ټولو ډېرې څوکۍ لاسته راوړي.

... ډاکتر عالم يوسفزی،آفتاب احمد خان شېرپاو....

د پاکستان په مرکزي پارلمان کې ددغه ګوند وکيل... ډاکتر عالم يوسفزی،آفتاب احمد خان شېرپاو او...