په کونړ کې تښتول شوى برتانوۍ ميرمن ووژل شوه!
09.10.2010 13:20ميرمن لينډا چې دسپتمبر دمياشتې په ٢٦ دکونړ جلال اباد پر لويه لار دڅوکۍ دسپين جومات په سيمه کې دناڅرګندو وسله والو له لورې له خپلو درې تنو افغان ملګرو سره يو ځاې تښتول شوې وه او درې وروسته يې افغان همکاران بيرته راخوشې شول تيره شپه په هغه هوايي عملياتو کې ووژل شوه چې دده دخلاصون لپاره پيل شوي و دبريتانيا دبهرنيو چارو وزارت څو شيبې وړاندې ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دميرمن لينډا وژل کيدل تايد کړل که څه هم چې دخبر پاڼې دوينا له مخې دغه برتانوۍ ميرمن دايتلافي ځواکونو دهوايي عملياتو پرمهال وژل شوې خو خبرپاڼې دهغه دوژل کيدو پړه دهغه پر تښتوونکو ور اچولې ده بل پلوه په کونړ کې يو استخباراتي چارواکي چې دنوم او غږ له خپريدو يې ډډه کړې خبري رسنيو ته ويلي چې دغه برتانوۍ ميرمن وروسته له هغې ووژل شوه چې طالبان دايتلافي ځواکونو تر کلابندۍ لاندې و او چې کله پوه شو چې دغه ميرمن ترې روغه رمټه خلاصيږي نو دلاسي بم په وراچولو يې هغه ووژله خو دا هغه ادعا ده چې وسله والو طالبانو يې په اړه څه نه دي ويلي ديادونې وړ ده چې ددغه ميرمنې دتښتولو له ورځې راهيسې ددولت يوې مخالفې ډلې هم دهغه دتښتولو پړه پر غاړخ نه وه اخيستې تير کال دافغانستان په شمالي ولايت کندوز کې يو برتانوې خبريال له خپل افغان ملګري سلطان منادي سره وتښتول شول چې دخلاصون پرمهال برتانوى خوشې او منادي په دغو عملياتو کې ووژل شو خو له برتانوۍ ميرمنې لينډا سره يې بخت ياري ونکړه او دکور پر ځاې ګور ته ستنه شوه