د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې خپاره کړي کتابونه!

بلال شينوارى 03.11.2010 11:26

په جلال اباد کې دمومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې دغه کتابونه چاپ او دکتاب مينه والو ته وړاندې کړيدي.
١- دمينې خبرې:په اردو ژبه اکبرعلي خان ليکلې او شاهد عمران پښتو ژبې ته رااړولى دى کتاب ټول (١٣٥) مخونه لري چې پکې دمينې او محبت په اړه په زړه پورې خبرې شته لوستنه يې ځوان کول ته بې اغيزې نه ده.
٢- دمرکې ډولونه:دکابل پوهنتون دژورناليزم پوهنځي دپخواني استاد ارواښاد پوهاند محمد کاظم اهنګ ليکلې اثر دى چې ارشاد رغاند پښتو کړى په کتاب کې دمرکې په اړه په زړه پورې مالومات خوندي شوي چې لوستنه يې دځوانو ژورنالستانو لپاره بې ګټې نده.
٣- دښځې ويښتان:داحمد يارخان ليکلى اثر دى چې خواريکښ ژباړن هجرت الله اختيار په يو سلو ديرشو مخونو کې پښتو کړيدى په کتاب کې دوه په زړه پورې پوليسي ناولونه ځاې شوي چې لوستل يې دپوليسي ناولونو مينه والو ته په زړه پورې دي.
٤- دنړئ ښارونه:دبيلابيلو اثارو څخه راټوله شوې دغه ټولګه دواحد الله مزل په هڅه او هاند په اته نوي مخونو کې چمتو شوې چې دنړئ دبيلابيلو ښارونو په اړه پکې تاريخي او جغرافيوي مالومات شته لوستل يې ددې برخې مينه والو ته ضروري دي.
٥- پيغله سوالګره:دځوان ليکوال او ژباړن هجرت الله اختيار له لورې ليکل شوي لنډې کيسې دي چې په شپږنوي مخونو کې چاپ شوې  په دې کتاب کې خورا په زړه پورې لنډې کيسې شته چې له پيغام او تلوسې سره ملې دي لوستل به يې دلنډو کيسو مينه والو ته بې ګټې نه وي.
٦- بوډا او دليوانو پلونه:دا دځوان ليکوال نصيراحمد احمدي ناول دى چې دمينه والو دغوښتنې له مخې په دريم وار چاپ شوى دى کتاب ټول ټال ١٥٥ مخونه لري .
٧- کله چې توره څادري سوزيده: دا داحمديار خان ليکل شوى اثر دى چې هجرت الله اختيار ژباړلى او دکتاب دپه زړه پورې والي له امله په دويم وار چاپ شو.
٨- دښه فکر ګټورې پايلې:ډاکتر نارمن ونسټ پيلي ليکلې اثر دى چې عطا الله حيران پښتو ته راژباړلى او په ١٣٦ مخونو کې چاپ شويدى په کتاب کې دفکر کولو په اړه په زړه پورې لارښوونې شته چې دهغه چا لپاره چې دچارو دسمون په اړه فکر کوي لوستل بې ګټې نه دي.
٩- فکري تکنالوژي:دا دډاکتر علي رضا ازمنديان چې له نامه يې ښکاري ايراني ليکوال به وي ليکل شوى اثر دى چې څيړنيارې عاقلې سادات پښتو کړى او په ٣٥ مخونو کې چاپ شوى په دې کتابګوټي کې لومړى خپل ځان او بيا نورو ته دپام کولو په اړه ګټورې مشورې او لارښونې شته چې لوستل يې بې ګټې نه دي.
١٠-اوس دې هم هره شپه په خوب کې وينم:دا دځوان شاعر جلال امرخيل شعري ټولګه ده چې په دويم وار چاپ شوې کتاب ټول ټال ١٣٨ مخونه لري چې دښاغلي امرحيل په زړه پورې غزلې،نظمونه او څولريزې پکې راټولې شوي دي.
١١- مرګ دانسانيت په درشل کې:داسلامي نړۍ دستر عالم ابو کلام ازاد ليکل شوى اثر دى چې فريد احمد هلال پښتو کړى او په ١٠١ مخونو کې چاپ شويدى په کتاب کې داسلام دمقدس دين په اړه په زړه پورې او اړين مالوت راټول شويدي،
محمداصف شينوارى