د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مومند خپرندويه ټولنې چاپ کړي کتابونه

بلال شينوارى 07.02.2011 12:54

په جلال اباد کې مومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې لاندې کتابونه چاپ او خپاره کړيدي.
١- انټرنيټ څنګه وکاروو:دځوان ليکوال صيام الدين پسرلي له لورې ليکل شوې کتاب دى چې دانټرنيت کارونې په اړه پکې په زړه پورې علمۍ معلومات په روانه پښتو ژبه ليکل شوي لوستنه يې دهغه چا لپاره چې انټرنيټ ته لاسرسى لري او په دې لاره کې له ستونزو سره مخ وي بې ګټې نده.
٢- ماته هنداره:ددپښتو دخوږژبې سندرغاړې ښاپيرۍ نغمې شعري ټولګه ده چې دهغې دغوښتنې سره سم په دريم وار چاپ شوې په دې ټولګه کې دښاپيرۍ نغمې دزړه اواز لوستونکو ته وړاندې شويدى.
٣- په اوښکو کې رازونه:دځوان شاعر عمران خزان دويمه شعري ټولګه ده چې په سلو مخونو کې چاپ شوې په دې شعري ټولګه کې دښاغلي خزان تازه غزلې.او نظمونه چاپ شوي چې دشعر مينه والو ته يې لوستل بې ګټې ندي.
٤- دبخت پتاسه:دمحمداصف عمر ليکل شوې ناول دى چې منځپانګه يې پر کورني مسايلو راڅرخي لوستل يې بې ګټې ندي.
٥- دحسين(رض) ژوند: دعبدالحميد جوده السحار ليکل شوې اثر دى چې ليکوال يې له نامه نه عرب ښکاري خوږژبې ليکوال او شاعر شرر ساپي پښتو کړى په کتاب کې داسلام دستر پيغمبر حضرت حسين دژوندپه اړه په زړه پورې معلومات وړاندې شويدي.
٦- خونکار:دلنډو کيسو دښـه ليکوال نصير احمد احمدي ناول دى دناول مينه والو ته يې لوسته بې ګټې ندي.
٧- دوينې څکه :انګليسي ناول دى چې امريکايي ليکوال (ميکي اسپيلين) ليکلې او نجيب الله نايل پښتو کړى دکتاب منځپانګه پوليسي داستان دى چې نويو ځوانانو او پوليسو ته پکې لارښوونې شوي او لوستل يې دپوليسي ناولونو مينه والو ته ګټور دي.
٨- دنثر ليکلو هنر دپښتو ژبې دوتلي ليکوال او کره کتوونکي استاد اسدالله غضنفر ليکل شوى اثر دى چې په نيدرليند کې ميشتو افغانانو  دفرهنګي ټولنې په مالي مټ دمومند خپرندويه ټولنې په تخنيکي ملګرتيا چاپ شويدى په کتاب کې دنثر ليکونکو ته په زړه پورې سلا مشورې او لارښوونې شوي چې هر ليکوال ته يې لوستنه ګټوره ده
٩- داصحابو ژوند: داسلامي نړۍ دستر مبلغ ډاکتر ذاکر نايک له لورې ليکل شوى اثر دى چې شاهد عمران پښتو ته اړولى دى په دې کتاب کې  داسلام سرلارو اصحابو دژوند په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې شويدي.
١٠- قران پوهنه : دخوست پوهنتون ددشرعياتو دپوهنځي داستاد ډاکتر حفيظ الله ښاد جبارخيل ليکل شوې اثر دى چې په دريم وار چاپ شوى په کتاب کې دمسلمانانو دسپيڅلي کتاب قران پاک په اړه ګټور معلومات وړاندې شويدي.
١١- دګلو کيډۍ: دمولوي حفيظ الحق قاري زاده شعري ټولګه ده چې په دويم وار چاپ شوې په ټولګه راغونډ شوي شعرونه له يوې مخۍ نعتيه بڼه لري.
١٢- دلرغونو ژبو سره دپښتو ژبې اړيکې: دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دغړي وجيه الله شپون له لورې ليکل شوى اثر دى چې دپه زړه پورې معلوماتو په لرلو سره يې لوستل بې ګټې ندي.
١٣- عمومي کيميا: دننګرهار پوهنتون دانجنيرۍ پوهنځې درسي کتاب دى چې دهمدي پوهنځي دمشر پوهاند ديپلوم انجنير عارف الله مندوزي له لورې په ٢١٦ مخونو کې ليکل شوى لوستل به يې دانجنيرۍ پوهنځي دمحصلينولپاره اړين وي.
١٤- دنرسينګ اساسات: دډاکتر حنيف الله نورزي په هڅو او زيا رچمتو شوى کتاپ دى چې ١٦٠ مخونه لري او په مسلکي بڼه پکې ګڼ رنګه انځورونه هم ځاې کړل شويدي دنرسانو او روغتيا پالو لپاره يې لوستل بې ګټې ندي.
١٥- قراني کيسې: دابن خاطر له لورې ليکل شوي اثار دي چې دسيد ال هلواني له لورې انګريزۍ ته ژباړل شوي او په درې ټوکو کې چاپ شويدي.