د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلال شينوارى

07.08.2011 10:33    |   بلال شينوارى له غوث الدين فروتن سره خواخوږي

په خواشينى سره مو خپر تر لاسه کړ چي دليکوال او ژزرناليست غوث الدين فروتن ورور د ورپيښى ناروغى له امله له دى فاني نړى وکوچيد انالله وانا الله راجعون مونږ په داسي حال کي چي ځانونه له شاغلي فروتن سره به دى ستر وير کي شريک پولو متوفا ته دفردوس جنت او پاتي کسانو ته يي دجميل صپر غوښتنه کوو دختيزي سيمي ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکى ټولني مشرتابه

07.02.2011 11:54    |   بلال شينوارى مومند خپرندويه ټولنې چاپ کړي کتابونه

په جلال اباد کې مومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې لاندې کتابونه چاپ او خپاره کړيدي. ١- انټرنيټ څنګه وکاروو:دځوان ليکوال صيام الدين پسرلي له لورې ليکل شوې کتاب دى چې دانټرنيت کارونې په اړه پکې په زړه پورې علمۍ معلومات په روانه پښتو ژبه ليکل شوي لوستنه يې دهغه چا لپاره چې انټرنيټ ته لاسرسى لري او په دې لاره کې له ستونزو سره مخ وي بې ګټې نده. ٢- ماته هنداره:ددپښتو دخوږژبې سندرغاړې ښاپيرۍ نغمې شعري ټولګه ده چې دهغې دغوښتنې سره سم په دريم وار چاپ شوې په دې ټولګه کې دښاپيرۍ نغمې دزړه اواز لوستونکو ته وړاندې شويدى. ٣- په اوښکو کې رازونه:دځوان شاعر عمران خزان دويمه شعري ټولګه ده چې په سلو مخونو کې چاپ شوې په دې شعري ټولګه کې دښاغلي خزان تازه غزلې.او نظمونه چاپ شوي چې دشعر مينه والو ته يې لوستل بې ګټې ندي. ٤- دبخت پتاسه:دمحمداصف عمر ليکل شوې ناول دى چې منځپانګه يې پر کورني مسايلو راڅرخي لوستل يې بې ګټې ندي. ٥- دحسين(رض) ژوند: دعبدالحميد جوده السحار ليکل شوې اثر دى چې ليکوال يې له نامه نه عرب ښکاري خوږژبې ليکوال او شاعر شرر ساپي پښتو کړى په کتاب کې داسلام دستر پيغمبر حضرت حسين دژوندپه اړه په زړه پورې معلومات وړاندې شويدي. ٦- خونکار:دلنډو کيسو دښـه ليکوال نصير احمد احمدي ناول دى دناول مينه والو ته يې لوسته بې ګټې ندي. ٧- دوينې څکه :انګليسي ناول دى چې امريکايي ليکوال (ميکي اسپيلين) ليکلې او نجيب الله نايل پښتو کړى دکتاب منځپانګه پوليسي داستان دى چې نويو ځوانانو او پوليسو ته پکې لارښوونې شوي او لوستل يې دپوليسي ناولونو مينه والو ته ګټور دي. ٨- دنثر ليکلو هنر دپښتو ژبې دوتلي ليکوال او کره کتوونکي استاد اسدالله غضنفر ليکل شوى اثر دى چې په نيدرليند کې ميشتو افغانانو دفرهنګي ټولنې په مالي مټ دمومند خپرندويه ټولنې په تخنيکي ملګرتيا چاپ شويدى په کتاب کې دنثر ليکونکو ته په زړه پورې سلا مشورې او لارښوونې شوي چې هر ليکوال ته يې لوستنه ګټوره ده ٩- داصحابو ژوند: داسلامي نړۍ دستر مبلغ ډاکتر ذاکر نايک له لورې ليکل شوى اثر دى چې شاهد عمران پښتو ته اړولى دى په دې کتاب کې داسلام سرلارو اصحابو دژوند په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې شويدي. ١٠- قران پوهنه : دخوست پوهنتون ددشرعياتو دپوهنځي داستاد ډاکتر حفيظ الله ښاد جبارخيل ليکل شوې اثر دى چې په دريم وار چاپ شوى په کتاب کې دمسلمانانو دسپيڅلي کتاب قران پاک په اړه ګټور معلومات وړاندې شويدي. ١١- دګلو کيډۍ: دمولوي حفيظ الحق قاري زاده شعري ټولګه ده چې په دويم وار چاپ شوې په ټولګه راغونډ شوي شعرونه له يوې مخۍ نعتيه بڼه لري. ١٢- دلرغونو ژبو سره دپښتو ژبې اړيکې: دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دغړي وجيه الله شپون له لورې ليکل شوى اثر دى چې دپه زړه پورې معلوماتو په لرلو سره يې لوستل بې ګټې ندي. ١٣- عمومي کيميا: دننګرهار پوهنتون دانجنيرۍ پوهنځې درسي کتاب دى چې دهمدي پوهنځي دمشر پوهاند ديپلوم انجنير عارف الله مندوزي له لورې په ٢١٦ مخونو کې ليکل شوى لوستل به يې دانجنيرۍ پوهنځي دمحصلينولپاره اړين وي. ١٤- دنرسينګ اساسات: دډاکتر حنيف الله نورزي په هڅو او زيا رچمتو شوى کتاپ دى چې ١٦٠ مخونه لري او په مسلکي بڼه پکې ګڼ رنګه انځورونه هم ځاې کړل شويدي دنرسانو او روغتيا پالو لپاره يې لوستل بې ګټې ندي. ١٥- قراني کيسې: دابن خاطر له لورې ليکل شوي اثار دي چې دسيد ال هلواني له لورې انګريزۍ ته ژباړل شوي او په درې ټوکو کې چاپ شويدي.

25.12.2010 08:50    |   بلال شينوارى ننګرهار:دچپليار ولسوال له مرګوني بريده روغ ووت!

دننګرهار ولاپت دچپليار ولسوال معلم معشوق نن دشنبې په ورځ له يو مرګوني بريده روغ ووت نوموړې چې نن له کوره خپلې دندې ته روان و دچپليار ولسوالۍ ددولت زيو په سيمه کې يې پر رنجر موټر دناڅرګندو وسله والو له لورېغې دټوپکو ډزې وشوې چې له امله يې ولسوال بچ شو خو يو ساتونکى يې ټپي او موټر يې هم زيانمن شو تر اوسه ددولت کومې مخالفې وسله والې ډلې ددې پيښې پړه پر غاړه ند ه اخيستې څه موده وړاندې ددغه ولايت د دوربابا ولسوال خورشيد دسرک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوى و

23.12.2010 10:45    |   بلال شينوارى لغمان:پنځه تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاې شول!

دلغمان دوالي وياند کوچي ناصري دتليفون له لارې ټول افغان ته وويل نن پنجښنه پنځه تنه وسله وال مخالفين چې دملا حضرت تر مشرۍ لاندې يې دلغمان په ولايت کې ددولت پرخلاف فعاليت کاوه ددغه ولايت دملي امنيت ادارې په هلو ځلو له مخالفت نه لاس واخيست او له خپلو وسلو سره له دړولت سره يو ځاې شول ناصري وويل له دولت سره ددوې په يو ځاې کيدو سره به په سيمه کې امنيت نور هم خوندي شي دا وسله وال کسان داسې مهال له دولت سره يو ځاې کيږي چې تيره ورځ دافغانستان دسولې دعالي شورا مشر پروفيسور رباني جلال اباد ته دخپل سفر پرمهال پر مخالفينو غم وکړ چې له مخالفت نه لاس واخلي اودسولې له پروسې سره يو ځاې شي

23.12.2010 10:40    |   بلال شينوارى جلال اباد :چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله!

شيبه وړاندې دجلال اباد ښار يوې زورورې چاودنې ولړازه دننګرهار دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي ټول افغان ته وويل چاودنه دښار په ديوه ناحيه داومې ويالې دموټرو په تم ځاې کې ديو کباړي په دوکان کې چې زړې اوسپنې يې پلورلې ديوې ناچاودې سرګلولې دچاودنې له امله ېرامنځته شوه ده وويل په چاودنه کې يو تن وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان شويدي چې دده په وينا درې واړه ملکي وګړي دي دوالي وياند وويل دپيښې په اړه يې پلټنې پيل کړيدي بلخوا ويل کيږي چۍې جاودنه په يو موټر سايکل کې دايښودل شوېو چاودويدونکو توکيو دچاودنې له امله رامنځته شوه دچاودنې ځاې ته څيرمه دملې امنيت رياست ودانۍ ده تر دې وړاندې هم په جلال باد کې دزړو اوسپنو په دوکانونو کې چاودنې شوې چې له امله يې ګنو ملکې وګړيو ته مرګ ژوبله وراوختې ده ددولت مخالفو وسله ولو ډلو تر اوسه څه ندي ويلي

21.12.2010 06:17    |   بلال شينوارى دسولې دعالي شورا مشران نن جلال اباد ته راځي!

ټاکل شوې چې دبرهان الدين رباني په مشرۍ دسولې دعالي شورا يو شمير مشران نن ختيز ښار جلال اباد ته راشي دوې به په شاهي ماڼۍ کې دختيزو څلوروولايتونو له واليانو او نورو چارواکو سربيره له يو شمير قومي مشرانو او ديني عالمانو سره په ګډه غونده کې برخه واخلي دوې به دغه راز له غونډې وروسته په يو خبري کنفرانس کې هم رسنيو ته دغونډې په اړه معلومات ورکړي په جلال اباد ښار کې ددې غونډې په موخه سخت امنيتي ندابير نيول شوي دشاهي ماڼۍ خواوشاه پوليس او نور امنيتي ځواکونه ګومارل شوې دغه راز ډيرى هټې،هوټلونه او سرايونه تړل شوې او دماڼۍ خواوشاه لارې هم دملکي موټرو دتګ راتګ لپاره بندې دې چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي رپاني تر دې وړاندې کندهار ته سفر کړى و يو شمير کتونکي ددا ډول غوندو جوړول تر ډيره نمايشي بولي

24.11.2010 11:25    |   بلال شينوارى دختيزي سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه!

په دې وروستيو کې له رسنيو نه داسې خبرونه خپاره شو چې دافغانستان دالمپيک ملي کميټې په چين کې د اسياسي لوبو دپرانستې پرمهال دافغانستان دملي سرود پرځاې کومه بله سندره دلوبو تنظيموونکو ته دافغانستان دملي سرود پر ځاې دغږولو لپاره ورکړې ده.دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال کې چې دالمپيک دملي کميټې دچارواکو دا عمل په ګلکه غندي او خپل غبرګون په لاندې ټکو کې څرګندوي. ١- ملي سرود زموږ دهيواد ملي هويت او دملي وحدت ښکارندوې دى او هر څوک چې دملي وحدت او ملي هويت دې سمبول ته په سپک نظر ګوري دقانون په رڼاکې مجرم دى او بايد ديو مجرم په توګه ورسره چلند وشي. ٢- دالمپيک دملي کميټې مسرتابه او په چين کې دافغانستان سفير دى په بيړه کابل ته راوغوښتل شي او په ټينګه دې ورڅخه ددې سپکوونکي عمل پوښتنه وشي. ٣- که يادو چارواکو ددې نه بخښوونکې تيروتنې پر وړاندې قانع کوونکي دلايل نه درلودل نو سمدلاسه دې له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته وروپيژندل شي. ٤- دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت دې په هر دا دول مراسموکې چې له هيواده بهر تر سره کيږي دداسې تيروتنو نه تکرار يقيني کړي . دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه

22.11.2010 10:35    |   بلال شينوارى ننګرهار:چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله!

نن له غرمې مخکې دجلال اباد تورخم پر لويه لار د٢٥ويالې په سيمه کې يوه چاودنه رامنځته شوه دغني خيلو ولسوال حاجي زلمي دتليفون له لارې ټول افغان ته وويل په يو زرنج موټر سايکل کې ايښودل شوي چاوديدونکي توکي هغه مهال وچاودل چې زرنج پر همدې لويه لار روان و ده وويل دزرنج چلوونکي موخه ښايي په کومه سيمه کې ځانمرګې بريد تر سره کول خو دده په وينا چې له ټاکل شوې سيمې دمخه په زرنج کې چاودنه وشوه حاجي زلمې وويل په چاودنه کې دزرنج چلوونکې ټوټې ټوټې شوې چې يوازې سر يې دپوليسو لاسته ورغلې او دتورخم نه راتلونکې په يوه کرولا موټرکې سپاره دوه تنه مسافر ټپيان شو ولسوال وويل دوژل شوي تن پيژندنه نده شوې ددولت مخالفو ډلو هم تر اوسه ددې پېښې په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي تيره اونۍ دجلال اباد پر هوايي ډګر دبريد پرمهال اته تنه ځان وژونګې ول شوي و

20.11.2010 08:37    |   بلال شينوارى لغمان:دوه چاودنو لسګونو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واړوله!

شيبه وړاندې دلغمان مرکز دمهترلام ښار دوه پرله پسې چاودنو ولړزاوه لوړۍ چاودنه ددغه ولايت دمرکزې روغتون ودانۍ ته څيرمه په يو موټر سايکل کې دايښودل شويو چاوديدونکو توکيو له امله رامنځته شوه دلغمان سرپرست والي مرتضى هدايت قلندرزي ټول افغان ته وويل په چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي چې يوه ميرمن يو ماشوم او يو سپين ږيرې دي وژل شوي او دښځو او ماشومانو په ګدون ٢٥تنه ملکي وګړي ټپيان شويدي ده وويل هغه ټپيان چې روغتيايي حالت يې دانديښنې وړ ودجلال اباد مرکزي روغتون ته ليږدول شويدي که څه هم چې دلغمان سرپرست والي امنيتي ځواکونو ته دسرزيان په اړه څه ونه ويل خو ويل کيږي چې په دې چاودنه کې دوه تنه پوليس هم ټپيان شويدي تر اوسه ددې چاودنې پړه ددولت کومي مخالفې ډلې پرغاړه نده اخيستې دهمدې رپوټ دليکلو پر مهال دچاودنې سيمې ته څيرمه ديوې بلې چاودنې خبر هم تر لاسه شو په سيمه کې يو عيني شاهد ټول افغان ته وويل چې ددې چاودنې له امله يې درې تنه ټپيان روغتون ته وړيدي ويل کيږي چې دوروستۍ چاودنې موخه دملي امنيت هغه موټر و چې له سيمې نه دتيريدو په حال کې و

03.11.2010 10:26    |   بلال شينوارى مومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې خپاره کړي کتابونه!

په جلال اباد کې دمومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې دغه کتابونه چاپ او دکتاب مينه والو ته وړاندې کړيدي. ١- دمينې خبرې:په اردو ژبه اکبرعلي خان ليکلې او شاهد عمران پښتو ژبې ته رااړولى دى کتاب ټول (١٣٥) مخونه لري چې پکې دمينې او محبت په اړه په زړه پورې خبرې شته لوستنه يې ځوان کول ته بې اغيزې نه ده. ٢- دمرکې ډولونه:دکابل پوهنتون دژورناليزم پوهنځي دپخواني استاد ارواښاد پوهاند محمد کاظم اهنګ ليکلې اثر دى چې ارشاد رغاند پښتو کړى په کتاب کې دمرکې په اړه په زړه پورې مالومات خوندي شوي چې لوستنه يې دځوانو ژورنالستانو لپاره بې ګټې نده. ٣- دښځې ويښتان:داحمد يارخان ليکلى اثر دى چې خواريکښ ژباړن هجرت الله اختيار په يو سلو ديرشو مخونو کې پښتو کړيدى په کتاب کې دوه په زړه پورې پوليسي ناولونه ځاې شوي چې لوستل يې دپوليسي ناولونو مينه والو ته په زړه پورې دي. ٤- دنړئ ښارونه:دبيلابيلو اثارو څخه راټوله شوې دغه ټولګه دواحد الله مزل په هڅه او هاند په اته نوي مخونو کې چمتو شوې چې دنړئ دبيلابيلو ښارونو په اړه پکې تاريخي او جغرافيوي مالومات شته لوستل يې ددې برخې مينه والو ته ضروري دي. ٥- پيغله سوالګره:دځوان ليکوال او ژباړن هجرت الله اختيار له لورې ليکل شوي لنډې کيسې دي چې په شپږنوي مخونو کې چاپ شوې په دې کتاب کې خورا په زړه پورې لنډې کيسې شته چې له پيغام او تلوسې سره ملې دي لوستل به يې دلنډو کيسو مينه والو ته بې ګټې نه وي. ٦- بوډا او دليوانو پلونه:دا دځوان ليکوال نصيراحمد احمدي ناول دى چې دمينه والو دغوښتنې له مخې په دريم وار چاپ شوى دى کتاب ټول ټال ١٥٥ مخونه لري . ٧- کله چې توره څادري سوزيده: دا داحمديار خان ليکل شوى اثر دى چې هجرت الله اختيار ژباړلى او دکتاب دپه زړه پورې والي له امله په دويم وار چاپ شو. ٨- دښه فکر ګټورې پايلې:ډاکتر نارمن ونسټ پيلي ليکلې اثر دى چې عطا الله حيران پښتو ته راژباړلى او په ١٣٦ مخونو کې چاپ شويدى په کتاب کې دفکر کولو په اړه په زړه پورې لارښوونې شته چې دهغه چا لپاره چې دچارو دسمون په اړه فکر کوي لوستل بې ګټې نه دي. ٩- فکري تکنالوژي:دا دډاکتر علي رضا ازمنديان چې له نامه يې ښکاري ايراني ليکوال به وي ليکل شوى اثر دى چې څيړنيارې عاقلې سادات پښتو کړى او په ٣٥ مخونو کې چاپ شوى په دې کتابګوټي کې لومړى خپل ځان او بيا نورو ته دپام کولو په اړه ګټورې مشورې او لارښونې شته چې لوستل يې بې ګټې نه دي. ١٠-اوس دې هم هره شپه په خوب کې وينم:دا دځوان شاعر جلال امرخيل شعري ټولګه ده چې په دويم وار چاپ شوې کتاب ټول ټال ١٣٨ مخونه لري چې دښاغلي امرحيل په زړه پورې غزلې،نظمونه او څولريزې پکې راټولې شوي دي. ١١- مرګ دانسانيت په درشل کې:داسلامي نړۍ دستر عالم ابو کلام ازاد ليکل شوى اثر دى چې فريد احمد هلال پښتو کړى او په ١٠١ مخونو کې چاپ شويدى په کتاب کې داسلام دمقدس دين په اړه په زړه پورې او اړين مالوت راټول شويدي، محمداصف شينوارى

22.10.2010 08:08    |   بلال شينوارى ننګرهار:ولسوال په چاودنه کې ووژل شو!

دننګرهار ولايت د دوربابا ولسوالۍ ولسوال خورشيد نن سهار په اتو بجو دماين دچاودنې له امله ووژل شو دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور ټول افغان ته وويل په چاودنه کې خورشيد ولسوال وژل شوى خو دنورو جزياتو په اړه مالومات نه لري خو يوې بلې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ټول افغان ته وويل چې په چاودنه کې خورشيد ولسوال او دهغه يو ساتونکې ووژل شو او دوه پوليس او يو دکرولاموټر چلوونکې چې ولسوال پکې ولسوالۍ ته سفر کاوه ټپيان شو تر اوسه چا ددې پېښې پړه پرغاړه نده اخيستې تيره مياشت هم دلالپورې ولسوال سيد محمد پهلوان دهغه په موټر کې دايـښودل شوي ماين دچاودنې له امله وژل شوى و

09.10.2010 13:20    |   بلال شينوارى په کونړ کې تښتول شوى برتانوۍ ميرمن ووژل شوه!

په کونړ کې تښتول شوى برتانوۍ ميرمن ووژل شوه! ميرمن لينډا چې دسپتمبر دمياشتې په ٢٦ دکونړ جلال اباد پر لويه لار دڅوکۍ دسپين جومات په سيمه کې دناڅرګندو وسله والو له لورې له خپلو درې تنو افغان ملګرو سره يو ځاې تښتول شوې وه او درې وروسته يې افغان همکاران بيرته راخوشې شول تيره شپه په هغه هوايي عملياتو کې ووژل شوه چې دده دخلاصون لپاره پيل شوي و دبريتانيا دبهرنيو چارو وزارت څو شيبې وړاندې ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دميرمن لينډا وژل کيدل تايد کړل

17.09.2010 13:18    |   بلال شينوارى لغمان:وسله والو دولسي جرګې کانديد وتښتاوه

نن سهار نا څرګندو وسله والو دلغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ استوګن او له دغه ولايت نه دولسي جرګې لپاره نوماند مولوي حيات الله فرقاني وتښتاوه،دلغمان امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې خو په لغمان کې دتاکنو دسيمه ييز دفتر مشر ډاکتر عبدالرحمن محبت ټول افغان ته وويل دغه کانديد دخپل استوګنځي نه نن سهار پر اوه بجو ناڅرګند لوري ته تښتول شويدى ده وويل دټاکنيزو مندو ترړو مهلت پاې ته رسيدلې او تر ټاکنو دوه ورځې دکانديدانو لپاره د دمې ورځې دي بلخوا وسله والو طالبانو دتښتول شوي کانديد دتښتولو پړه پرغاړه اخيستې طالب وياند ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته ويلي چې تښتول شوې کانديد دا مهال ددوې په ولکه کې دى طالبانو له وړاندې نه دولسي جرګې دټاکنو دناکامولو خبر دارى ورکړى دى دولسي جرګې ټاکنې سبا شنبه دوږي دمياشتې پر اوه ويشتمه په ټول هيواد کې تر سره کيږي خو اتکل کيږي چې دناسم امنيتي وضيعت له امله به ډيرى خلک په دې ټاکنو کې برخه وانخلي.

04.09.2010 09:28    |   بلال شينوارى دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې او دکابل پوهنتون استاد الحاج پوهنمل لال باچا ازمون پلار په حق رسيدلى انا لله وانا اليه راجعون دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې مشرتابه ځان له ښاغلي ازمون سره په دې ستر درد او خفګان کې شريک بولي او دلوې خداې له دربار نه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کورنۍ ته دجميل صبر غوښتنه کوي دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې مشرتابه

04.09.2010 09:02    |   بلال شينوارى دفاتحې اعلان!

حاجي منګل،الحاج ډاکټر مندوخيل،دملي بس پخوانى مامور خان باچا،ګلدار او ستورى ګل ورونه، ذاکر،بزرګ،رحم الدين،اجمل،ايمل او جمال ناصر وريرونه، دپوليسو داکاډمۍ استاد سمونوال نورالله او دننګرهار دبريښنا رياست خزانه دار سيداجان باجه ګان، دافغانستان دسترې محکمې دتفتيش غړى قاضي سيد محمد شينوارى،ارواښاد باطن شاه ،ولايت شاه اومغدودشاه اوښي، صابر شاه،حاجي بريالى او زمرى داوښي زامن، ډاکټر فرهاد شينوارى زوم. معلم اختر ګل شينوارى دترور زوى او دننګرهار فرهنګيان او قلموال دختيرې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې مشر اودکابل پوهنتون استاد الحاج پوهنمل لال باچا ازمون دپلار دننګرهار دګمرک دپخواني ريس الحاج وطن خيل دمړينې له کبله چې جنازه يې پخوا په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې ،خپلوانو او دوستانو ته خبر ورکوي چې دارواښاد فاتحه ديکشنبې په ورځ دسنبلې دمياشتې په څوارلسمه دسهار له اتو څخه دغرمې تر دولسو بجو پورې دجلال اباد ښار په سپين جومات کې اخيستل کيږي ،خپلوان او دوستان دې خبر وي. انا لله وانا اليه راجعون

02.09.2010 11:23    |   بلال شينوارى په جلال اباد کې دمومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې دغه کتابونه خپاره کړيدي!

١- بازارموندنه:دننګرهارپوهنتون داقتصاد پوهنځي داستاد او دولايت داقتصادي چارو ريس سيد قياس سيدي ليکل شوى اثر دى چې دماليې وزير ډاکټر عمر زاخيلوال سربيره پرې ځينو نورواقتصاد پوهانو هم سريزې ليکلي دي ددې کتاب لوستنه دپوهنتونونو داقتصاد پوهنځيو محصلينو ته له ګټې خالي نه ده.کتاب په دوه زره ټوکو کې چاپ شوې دى. ٢- دافغانستان يونليک: دعلامه سيد سليمان ندوي له لورې په اردو ژبه ليکل شوى چې محمد عارف حقپرست روانې پښتنو ته اړولې دى چې دکتاب مينه والو ته يې لوستل بې ګټې نه دي دا کتاب په زرو ټوکوکې چاپ او خپور شويدى. ٣- اغيزناکه شخصيت جوړونه:دمحمدبشير جمعه اثر دى چې فريد احمد هلال پښتو ته اړولې دى په دې اثر کې چې دژباړن له لورې دهيواد وتلي ليکوال او نقاد محمداصف صميم ته ډالۍ شوى دانسان دشخصيت دپيزندنې او جوړونې په اړه ګتورې لارښوونې شته چې دادارو کارکوونکوته يې لوستل ډير اړين دي. ٤- دحقوقو بنسټونه:دکابل پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو دپوهنځي استاد نصرالله ستانکزي ليکل شوى اثر دى چې پکې دحقوقو دپوهې څانګې،دسرچينو له پلوه دحقوقو ويش،دحقوقو سرچينې ، دحقوقو طرفيت او قواعد او داسې نور په زړه پورې موضوع ګانو په اړه علمې بحث شوې چې دسياستوالو او په ځانګړې توګه دحقوقو پوهنځي محصلينو ته يې لوستل په زړه پورې دي. ٥- ددوستۍ لار:دډيل کارنګي اثر دى چې ځوان او دښه استعداد لروونکي ژباړن ډاکتر محمدابراهيم له لورې په روانه او ساده پښتو ژباړل شويدى دا کتاب د په زړه پورې والي له امله په دويم وار په دوه زره ټوکه کې چاپ او خپور شويدى ددې کتاب منځپانکه تر ډيره پر انساني اړيکو راڅرخي. ٦- سقراط فلسفي او دناپوهۍ قرباني: شاهدمختار په اردو ژپه ليکلې او محمدعارف حقپرست پښتو ته اړولې دى په دې کتاب ديونان دفلسفي عالم سقراط دژوند او اند په اړه په زړه پورې مالومات وړاندې شوي چې لوستل يې بې ګټې نه دي. ٧- لنډې کيسې :دسردارمحمد ساروان له لورې په انګريزۍ کې ليکل شوي لنډې کيسې دي چې دانګليسي ژبې مينه او زده کوونکو ته يې لوستل له ګټې خالي نه دي. ٨- لږه کينه روغه سينه: دابو عمر عبدالروف افغان ليکل شوى اثر دى چې تر ډيره پکې پر اسلامي پوهنه سربيره دکينې زيانونه تشريح شويدي هغه څوک چې له کينې کرکه لري دا کتاب دې خامخا ولولي. ٩- دسپتمبر يوولسمه او پرافغانستان يې اغيزې: دعبدالصمد باهر ستانکزي ليکل شوى اثر دى چې تر ډيره پکې دسپتمبر ديولسمې پيښې او پر افغانستان يې اغيز په اړه په زړه پورې مالومات راټول شويدي. ١٠-اصحاب کهف: دابوالکلام ازاد ليکل شوى اثر دى چې دا هم فريد احمد هلال پښتو ته اړولى دى په دې کتاب کې داصحاب کهف او ياجوج ماجوج په اړه په زړه پورې مالومات شته چې لوستل به يې ستاسو دپوهې دزياتوالي لامل شي. ١١- په څه وژاړم په څه راشي خندا: دخوست دشاعر خيزې سيمې دځوان شاعر احمدجاويد منګل پنځمه شعري ټولګه ده چې په زړه پورې شعرونه پکې راټول شوي راټول شويدي دا ټولګه په زرو ټوکو کې چاپ شوې چې دشعر مينه والو ته يې لوستل بې ګټې نه دي. ١٢- دمور او پلار حقونه: داردو ژبې دليکوال راجا رشيد محمود اثر دى چې ځوان ژباړن فريد احمد هلال پښتو ته اړولى دى په دې کتاب کې داحاديثثو په رڼا او دپوهانو په ويناو کې دمور او پلار دحقونو په اړه معلومات خپاره شويدي دمور او پلار دحقونو دلاښه پيژندنې لپاره يې لوستل بې ګټې نه دي. ١٣- ليونۍ مينه: دعطاالله حيران ليکل شوى پوليسي ناول دى چې پر دې کتاب دليکل شوې سريزې دليکوال قاضي سيد اختيار سباوون په وينا دحيران ددې کتاب سکالو په درې پړاوونو ويشل شوې چې په يوه مخه يې څوک نه شي لوستلاې او هر پړاو يې زړه راښکونکي شيبې لري لوستل يې پرتاسو. ١٤- اسلام او رسنۍ:دګاونډي هيواد پاکستان دليکوال ډاکتر محمدوسيم اکرم شيخ له لورې ليکل شوى اثر دى چې فريد احمد هلال پښتو ته اړولى په کتاب درسنيو دمثبتو او منفي اړخونو په اړه په زړه پورې مالومات خپاره شويدي. ١٥- اسلام اوعيسويت کې ورته والې:داسلامي نړۍ دستر مبلغ ډاکتر ذاکر نايک ليکل شوى اثر دى پښتو ته شفيع الله تاند رااړولى دى پښتو ژبې ته دنايک دکتابونو دراژباړلو په سلسله کې دا دتاند لسمه هڅه ده که ژوند يې و نورې هڅې به هم وکړي دکتاب لوستل بې ګټې نه دي. ١٦- دحق چيغه: داردو ژبې دوتلي ليکوال ابوالکلام ازاد ليکل شوى اثر دى چې پښتو ته يې درااړولو چارې فريد احمد هلال تر سره کړي ،که ويې لولۍ نو ډير نوي څه په پکې ومومۍ. ١٧- بدمعاشه امريکا:دويليم بيلم اثر دى پښتو ته فريد احمد هلال اړولى په کتاپ کې دنورو هيوادونو په اړه دامريکا دناسمو هيلو په اړه په زړه پورې معلومات خپاره شويدي. ١٨- داوسپنيزو سيمټي کانکريټوډيزاين: دهندي ليکوال سوشل کومار اثر دى چې انجنيز محمدفريد عاطف پښتو ته رااړولى دى دا دکتاب دچاپ دويم وار دى چې په (٥٨٠) مخونو کې چاپ او خپور شوې کتاپ تر ډيره په مسلکي بڼه ليکل شوى چې دانجينرۍ دپوهنځي محصلينو او هغه کسان چې په ودانيزو شرکتونو کې کار کوي لپاره يې لوستل بې ګټې نه دي. محمداصف شينوارى

30.08.2010 09:42    |   بلال شينوارى دلالپورې ولسوال پهلوان سيد محمد ووژل شو

په هغه چاودنه کې چې نن له غرمې مخکې پر نهو بجو دننګرهار دولايت مقام مخې ته رامنځته شوه دلالپورې ولسوال پهلوان سيد محمد ووژل شو او دهغه څلور تنه ساتوونکي ټپيان شول.

10.08.2010 15:32    |   بلال شينوارى دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!

په ډيره خواشينې سره مو خبر واخيست چې دځوان ژورناليست ،ليکوال او دننګرهار دعالي دارلمعلمين داستاد ضيا الرحمن (حسرت) مور بي بي په حق رسيدلې. (انا لله وانا اله راجعون) دختيزې سيمې دليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه او غړي دښاغلي حسرت غم اودرد خپل بولي او دلوې څښتن په دربار کې ارواښادې ته دجنت فردوس او پاتې کورنۍ ته يې دزړه صبر غوښتنه کوي دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه

02.08.2010 11:36    |   بلال شينوارى وحيدالله سباوون په بمي بريد کې ټپي شوی دی

په قومي چارو کې دافغانستان دولسمشر سلاکار وزير وحيدالله سباوون شيبه وړاندې دجلال اباد په ښار کې په يوه بمي چاودنه کې ټپي شو.

18.07.2010 14:07    |   بلال شينوارى انځورصيب ته مبارکي!

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه او غړي دافغانستان دملي راډيو تلويزيون دمشر په توګه ستاسو دټاکل کيدو له امله مبارکي وايي او پر دغه منصب ستاسو ټاکنه اهل ته دکار دسپارلو دشعار پيلامه بولي .موږ په دې هيله يو چې ستاسو تر مشرتاپه لاندې به دهيواد ملي راډيو تلويزيون له ټولو هغو نيوکو چې دقومي او ژبني توپير پالنې له امله پرې لګيدلي راووځي .يو ځل بيا تاسو ته دنوې دندې له امله دمبارکۍ تر څنګ دهر ډول مرستې او ملګرتيا ډاډ هم درکوو. دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه.

11.07.2010 12:58    |   بلال شينوارى جلال اباد:دبهسودوپل دنړيدو په حال کې دى!

دجلال ابادښار شمالي څنډې ته دبهسودو پل چې خواوشاه پنځوس کاله وړاندې د درې سوه شپيته مترو په اوږدوالي جوړ شوى په تيرو دوه اونيو کې پر دې پر تيريدونکو امريکايي ځواکونو د دوه ځانمرګو بريدونو شاهد و چې دانساني زيان سربيره پله ته هم درانه زيانونه ورواوختل

08.07.2010 11:53    |   بلال شينوارى کونړ.يو امريکايي مړ دوه ژوبل!

نن له غرمې مخکې دکونړ ولايت په ولسوالۍ کې دافغان او امريکايي ځواکونو پر ګډ پوځي مرکز دتوغنديو ګوزارونه شويدي دجلال اباد په هوايي ډګر کې دامريکا په مشرۍ دبهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دغه توغندوي بريد کې يو بهرنې سرتيرې وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان شويدي ياد شوي مطپوعاتي دفتر دوژل شوي او ټپي شويو سرتيرو هويت ندې په ډاګه کړې خو په کونړ کې ميشت ټول سرتيري دامريکا په هيواد پورې اړه لري دحکمتيار په مشرۍ داسلامي ګوند يوه وياند ددې پېښې پړه پرغاړه اخيستې او دعوه يې کړې چې په دې بريد کې يې ګڼ امريکايي سرتيري وژلې دي تيره ورځ هم پر دغه ګډ پوځي مرکز دتوغنيدو دلګيدو له امله دملي اردو اته تنه سرتيري ټپيان شوي و دروان زيږديزکال له پيل نه تر اويه پورې خواوشاه درې سوه اتيا تنه بهرني سرتيري وژل شويدي

30.06.2010 09:36    |   بلال شينوارى دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې دخواشينۍ پيغام!

دپښتنو ستر مشر خوشال بابا سلګونه کاله پخوا ويلي و چې . تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي،،، مرد هغه چې نه يې نوم نه يې نښان مري. دډيرې خواشينۍ ځاې دى چې موږ دداسې يو ځلمي دوير ټغر غوړولى چې بلا هيلې او اميدونه يې له ځان سره يو ځاې خاورو ته يووړل. احمدضمير علمدوست يادوو،هغه. يوازې دعلم دوست نه بلکې دهر چا دوست او خدمتګار و.احمد ضمير داوسنې پير په ځوان کول کې ځانګړې ځاې او مقام درلود،نه يوازې دهغه دکمپيوتر او انګريزۍ پوهې بلکې دهغې لوړو اخلاقو دخلکو په زړونو کې ځاې نيولې و.احمد ضمير په داسې حال کې چې لوړې مسلکې زده کړې يې نه د رلودې خو د خداې ورکړي پوهې او استعداد له امله يې دډيرو ليکوالو ماتې ګوډې ليکنې ورسمې کړيدي دهغه همدا پوهه او خداې ورکړې استعداد و چې دپوهنې وزارت دتعليمي نصاب په څانګه کې چې دنده تر لاسه کول پکې خورا ستونزمن دي پر دنده وګومارل شو او هلته يې هم دډيرو نوموتو ليکوالو ناسمې جملې او ليکنې ورسمې کړي دي. مبالغه به نه وي که ووايو چې له ختيزه او ان له پلازمينې کابله خپريدونکو ټولو چاپي خپرونو کمپوز او ډيزاين دده په هنرمندو ګوتو تر سره کيده. دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه دارواښاد ضمير پر ناڅاپي مړينه خواشينې او ځان په دې ژور درد او غم کې دهغه دکورنۍ له غړودوستانو او همزولو سره شريک بولي او په داسې حال کې چې دکايناتو دستر څښتن په دربار کې هغه ته دفردوس جنت دغوښتو لپاره ددوعا لاسونه لپه کوي دهغه په زړه زهير پلار او کورنۍ ته يې دزړه صبراو اوږد عمر غواړي. اروا ېې ښاده او پرګور يې نور دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه

30.06.2010 09:34    |   بلال شينوارى جلال اباد:پر هوايي ډګر بريد شپږبريد کوونکي مړه او يو امريکايي ژوبل!

نن سهار يوه ډله وسله والو چې پر سپکو او درنو وسلو سمبال و دجلال اباد دهوايي ډګر پر ختيزه دروازه بريد وکړ په هوايي ډګر کې دامريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ټول افغان ته وويل چې لومړى يوه چاودنه چې اټکل کيږي موټر بم و تر سره شوه او وروسته دسپکو او درنو وسلو ډزې پېل شوې ددغه دفتر يو افغان چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل جګړې نيم ساعت دوام وکړ چې پکې اته تنه وسله وال بريد کوونکي ووژل شو او يو تن بهرنى سرتيري ټپي شو دغه چارواکي دټپي شوي سرتيري هويت په ډاګه نکړ خو په ختيز کې ميشت ټول بهرني سرتيري دامريکا په هيواد پورې اړه لري دا په داسي حال کې ده چې وسله والو طالبانو بيا امريکايي ځواکونو ته دوراوختي ځاني زيان کچه تر هغې لوړه بللې چې هغوې يې منښته کړى ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته ويلي چې ددوې شپږو تنو پر هوايي ډګر بريد کړې او هوايي ډګر ته په ورننوتو بريالي شويدي مجاهد ويلي چې دهوايي ډګر په دننه کې په جګړه کې تر لسو زيات امريکايي سرتيري وژل شويدي تر دې وړاندې هم پر دغه پوځي هډه دوسله والو طالبانو له لورې وسله وال بريد ونه تر سره شويدي ددغسې بريدونو پرمهال رښتينې معلوماتو ته لاس رسى هم خورا ناشونى وي.بل پلو تيره شپه په جلال اباد کې ښار کې يوبل دکـسټونو پلورنځې هم په بمونو الوزول شويدى چارواکي وايي چې تر اوسه يې دچاودنې په تور څوک ندي نيول شوي دا په روانه اونۍ کې دويم دکسټونو پلورنځى دى چې په بمونو الوزول کيږي تر اوسه چا ددې پېښې پړه پرغاړه نده اخيستې

21.06.2010 11:34    |   بلال شينوارى لغمان:دسبو او ميوو دساتلو ستره سړه خونه جوړه شوه!

ددغې سترې خونې دپرانستې په مراسمو کې دلغمان دوالي محمداقبال عزيزي سربيره دافغانستان دکرنې او اوبو لګولو وزير محمداصف رحيمې او په کابل کې دامريکا دسفارت مرستيال برخه اخيستې وه ،دلغمان والي وويل پخوا به دلغمان کروندګرو دځاې دنشتوالي له امله خپل دسبو او ميوو حاصلات په ارزانه بيه پلورل خو اوس کولاې شي چې هر وخت وغواړي خپل حاصلات په ښه او وړ بيه وپلوري ،دکرنې وزير وويل دا ستره سړه خونه دګاونډيو هيوادونو ايران،پاکستان،چين او روسيې په اندولو معيارونو جوړه شويده چې دسلګونو ټنو تازه ميوو او سبو دايښودلو وړتيا لري پر دې سړې خونې چې په درې بلاکونو کې جوړه شوې دامريکا دپرمختيايي ادارې يو مليون ډالر لګول شويدي.په لغمان کې دسبو او ميوو دساتلو دا سړه خونه داسې مهال پرانستل کې چې پدغه ولايت کې دبيا رغاونې پر لسګونو نورو پروژو هم کار روان دى