جلال اباد :چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله!
23.12.2010 11:40شيبه وړاندې دجلال اباد ښار يوې زورورې چاودنې ولړازه دننګرهار دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي ټول افغان ته وويل چاودنه دښار په ديوه ناحيه داومې ويالې دموټرو په تم ځاې کې ديو کباړي په دوکان کې چې زړې اوسپنې يې پلورلې ديوې ناچاودې سرګلولې دچاودنې له امله ېرامنځته شوه ده وويل په چاودنه کې يو تن وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان شويدي چې دده په وينا درې واړه ملکي وګړي دي دوالي وياند وويل دپيښې په اړه يې پلټنې پيل کړيدي بلخوا ويل کيږي چۍې جاودنه په يو موټر سايکل کې دايښودل شوېو چاودويدونکو توکيو دچاودنې له امله رامنځته شوه دچاودنې ځاې ته څيرمه دملې امنيت رياست ودانۍ ده تر دې وړاندې هم په جلال باد کې دزړو اوسپنو په دوکانونو کې چاودنې شوې چې له امله يې ګنو ملکې وګړيو ته مرګ ژوبله وراوختې ده ددولت مخالفو وسله ولو ډلو تر اوسه څه ندي ويلي