دختيزي سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه!
24.11.2010 12:25په دې وروستيو کې له رسنيو نه داسې خبرونه خپاره شو چې دافغانستان دالمپيک ملي کميټې په چين کې د اسياسي لوبو دپرانستې پرمهال دافغانستان دملي سرود پرځاې کومه بله سندره دلوبو تنظيموونکو ته دافغانستان دملي سرود پر ځاې دغږولو لپاره ورکړې ده.دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال کې چې دالمپيک دملي کميټې دچارواکو دا عمل په ګلکه غندي او خپل غبرګون په لاندې ټکو کې څرګندوي.
١- ملي سرود زموږ دهيواد ملي هويت او دملي وحدت ښکارندوې دى او هر څوک چې دملي وحدت او ملي هويت دې سمبول ته په سپک نظر ګوري دقانون په رڼاکې مجرم دى او بايد ديو مجرم په توګه ورسره چلند وشي.
٢- دالمپيک دملي کميټې مسرتابه او په چين کې دافغانستان سفير دى په بيړه کابل ته راوغوښتل شي او په ټينګه دې ورڅخه ددې سپکوونکي عمل پوښتنه وشي.
٣- که يادو چارواکو ددې نه بخښوونکې تيروتنې پر وړاندې قانع کوونکي دلايل نه درلودل نو سمدلاسه دې له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته وروپيژندل شي.
٤- دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت دې په هر دا دول مراسموکې چې له هيواده بهر تر سره کيږي دداسې تيروتنو نه تکرار يقيني کړي .
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه