د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار:چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله!

بلال شينوارى 22.11.2010 11:35

نن له غرمې مخکې دجلال اباد تورخم پر لويه لار د٢٥ويالې په سيمه کې يوه چاودنه رامنځته شوه دغني خيلو ولسوال حاجي زلمي دتليفون له لارې ټول افغان ته وويل په يو زرنج موټر سايکل کې ايښودل شوي چاوديدونکي توکي هغه مهال وچاودل چې زرنج پر همدې لويه لار روان و ده وويل دزرنج چلوونکي موخه ښايي په کومه سيمه کې ځانمرګې بريد تر سره کول خو دده په وينا چې له ټاکل شوې سيمې دمخه په زرنج کې چاودنه وشوه حاجي زلمې وويل په چاودنه کې دزرنج چلوونکې ټوټې ټوټې شوې چې يوازې سر يې دپوليسو لاسته ورغلې او دتورخم  نه راتلونکې په يوه کرولا موټرکې سپاره دوه تنه مسافر ټپيان شو ولسوال وويل دوژل شوي تن پيژندنه نده شوې ددولت مخالفو ډلو هم تر اوسه ددې پېښې په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي تيره اونۍ دجلال اباد پر هوايي ډګر دبريد پرمهال اته تنه ځان وژونګې ول شوي و