دسولې دعالي شورا مشران نن جلال اباد ته راځي!
21.12.2010 06:17ټاکل شوې چې دبرهان الدين رباني په مشرۍ دسولې دعالي شورا يو شمير مشران نن ختيز ښار جلال اباد ته راشي دوې به په شاهي ماڼۍ کې دختيزو څلوروولايتونو له واليانو او نورو چارواکو سربيره له يو شمير قومي مشرانو او ديني عالمانو سره په ګډه غونده کې برخه واخلي دوې به دغه راز له غونډې وروسته په يو خبري کنفرانس کې هم رسنيو ته دغونډې په اړه معلومات ورکړي په جلال اباد ښار کې ددې غونډې په موخه سخت امنيتي ندابير نيول شوي دشاهي ماڼۍ خواوشاه پوليس او نور امنيتي ځواکونه ګومارل شوې دغه راز ډيرى هټې،هوټلونه او سرايونه تړل شوې او دماڼۍ خواوشاه لارې هم دملکي موټرو دتګ راتګ لپاره بندې دې چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي رپاني تر دې وړاندې کندهار ته سفر کړى و يو شمير کتونکي ددا ډول غوندو جوړول تر ډيره نمايشي بولي