د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار:ولسوال په چاودنه کې ووژل شو!

بلال شينوارى 22.10.2010 10:08

دننګرهار ولايت د دوربابا ولسوالۍ ولسوال خورشيد نن سهار په اتو بجو دماين دچاودنې له امله ووژل شو دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور ټول افغان ته وويل په چاودنه کې خورشيد ولسوال وژل شوى خو دنورو جزياتو په اړه مالومات نه لري خو يوې بلې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ټول افغان ته وويل چې په چاودنه کې خورشيد ولسوال او دهغه يو ساتونکې ووژل شو او دوه پوليس او يو دکرولاموټر چلوونکې چې ولسوال پکې ولسوالۍ ته سفر کاوه ټپيان شو تر اوسه چا ددې پېښې پړه پرغاړه نده اخيستې تيره مياشت هم دلالپورې ولسوال سيد محمد پهلوان دهغه په موټر کې دايـښودل شوي ماين دچاودنې له امله وژل شوى و