د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان:پنځه تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاې شول!

بلال شينوارى 23.12.2010 11:45

دلغمان دوالي وياند کوچي ناصري دتليفون له لارې ټول افغان ته وويل  نن پنجښنه پنځه تنه وسله وال مخالفين چې دملا حضرت تر مشرۍ لاندې يې دلغمان په ولايت کې ددولت پرخلاف فعاليت کاوه ددغه ولايت دملي امنيت ادارې په هلو ځلو له مخالفت نه لاس واخيست او له خپلو وسلو سره له دړولت سره يو ځاې شول ناصري وويل له دولت سره ددوې په يو ځاې کيدو سره به په سيمه کې امنيت نور هم خوندي شي دا وسله وال کسان داسې مهال له دولت سره يو ځاې کيږي چې تيره ورځ دافغانستان دسولې دعالي شورا مشر پروفيسور رباني جلال اباد ته دخپل سفر پرمهال پر مخالفينو غم وکړ چې له مخالفت نه لاس واخلي اودسولې له پروسې سره يو ځاې شي