افغان او ايتلافي ګډو ځواکونو د ماين جوړولو يوه فابريکه کشف او له منځه يووړه
09.10.2010 02:08
افغان او ايتلافي ګډو ځواکونو د کندهار په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د همکارۍ تر تدابيري پلان لاندي د تر سره شوو پلټوونکو عملياتو په ترڅ کي د قوي استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تيره ورځ د دولت ضد شپږو وسوالو مخالفينو د وژلو تر څنګ د هغوى د بمونو جوړولو يو کارځاى کشف او له منځه وړى دى.
دا ځاى د خپل ډول دريم هغه دى چي د رواني يوې اوونى په اوږدو کي د افغان او يتلافي ځواکونو له خوا د کندهار ښار ا وولسواليو د امنيت په موخه په ګډو پلټوونکو عملياتو کي له منځه وړل کيږي.
د کندهار ولايت مطبوعاتي څانګه وايي چې همداراز تېره ورځ په کندهار ولايت کي د افغان او يتلافي ځواکونو ګډي ګزمې له يوه شکمن موټر څخه ٧٦٠ کيلو ګرامه هيروئېن، ٢٥٠ کيلو ګرامه چرس، ١٠٠ کيلو ګرامه لانده ترياک، ٢٠ عدده له لېري کنټرليدونکي او ٥ پرسونل ضد ماينونه تر لاسه کړل.
دولت تور لګوي دعوه کوي چې کندهار د افغانستان د هغو ولايتونو په کتار کي راځي چي پکښي د نشه يې توکو کرکيله او کاروبار د پخوا په پرتله تر ډېره حده کم شوى خو زياتوي چې بيا هم ددولت ضد وسلوال مخالفين د يادو توکو له کرکيلي او کاروبار څخه خپلي مالي اړتياوي پوره کوي.