د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مارشال محمد قسيم فهيم په فرانسه کې مړ شوی دی

خبري څانګه 06.09.2010 01:21

ټول افغان ته سرچينو ويلي دي چې د ولسمشر لومړی مرستيال محمد قسيم فهيم په جرمني کې نه بلکه په فرانسه کې مړ شوی دی. نوموړی د روژې په لومړۍ ورځ جرمني ته درملنې لپاره وړل شوی و خو وروسته یې چې ناروغي سخته شوه نو فرانسې ته يوړل شو چې هلته یې ساه ورکړه.

مخکې دا خبر دولتي سرچينو نه و تاييد کړی خو ليکوال او ژورناليست عبدالهادي حيران په ټويټر ليکلي دي چې رسمي سرچينو د مارشال فهيم د مړينې پخلی کړی دی.

حيران نه دي ليکلي چې دا رسمي سرچينې کومې دي.

مخکينی رپوټ:

ټول افغان ته داسې سرچينو چې وايي باوري دی ويلي دي چې د ولسمشر لومړی مرستيا قسيم فهيم په جرمني کې مړ شوی دی. خو يوې بلې سرچينې بيا وويلې چې مارشال په دوبۍ کې دی او سبا هېواد ته ستنېږي.

ټول افغان ته په کابل کې د شورای نظار سره نږدې سرچينو د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې ((ډېر بد خبر لرو او هغه دا چې مارشال صيب په حق ورسېد)).

مارشال قسيم فهيم کابو مياشت کېده چې سخت ناروغ او په جرمني کې له درملنې لاندې و. نوموړی جرمني ته د روژې په لومړۍ نېټه وړل شوی و. نوموړی د شکر ناروغ و چې يوه پښه یې ورته پيښې خرابه کړې وه او ډاکترانو ورته ویلې چې د رغېدو هيله یې نشته.

د افغان دولت لوړ پوړي چارواکي په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي. خو د ولسمشر حامد کرزي په دفتر کې ځينې کسان له خبرو داسې ښکاري چې باوري نه دي او امکان لري چې د نوموړي د مرګ خبر پټوي.

په دې اړه موږ نورې هڅې هم کوو چې د خبر د پخلي يا نه پخلي په اړه معلومات لاس ته راوړو.

مارشال فهيم په ۱۹۵۷ ز کال کې په پنجشېر کې زېږېدلی او د دې ولسوالۍ د عبدالمتين زوی و چې تر دې مهاله یې عمر ۵۳ کاله و. نوموړی د بون د قراداد له مخې د موقت حکومت د دفاع وزير وټاکل شو چې بيا په ۲۰۰۲ کې تر ۲۰۰۴ پورې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستيال و. نوموړی د جهاد په مرحله کې او بيا وروسته د کورنۍ جګړې په مهال د شورای نظار قوماندان و چې په کورنۍ جګړه کې د رول له امله په جنګي جنايتونو هم تورن و.

مارشال قسيم فهيم د طالبانو خلاف د احمدشاه مسعود سره اوږه په اوږه جګړه وکړه او په افغانستان د امريکا د بريد په مهال د امريکايانو سره ملګری شو چې په موقت حکومت کې د دفاع وزير وټاکل شو. قسيم فهيم د ولسمشر کرزي په لومړۍ دوره کې په اپوزيسيون خو په دويمه دوره کې بيا لومړی مرستيال شو چې د مرګ تر لحظې په همدې دننه بوخت و.

نوموړي او کورنۍ یې د امريکايانو له بري وروسته اقتصادي امپراتورۍ جوړولو ته مخه کړه. د طالبانو خلاف له امريکا څخه په لسګونه مليونه ډالر یې او نورې مجهول المصدر پيسې یې په کار واچولې، او په حيرانونکي توګه دی او ملګري يې د سلګونو مليونونو ډالرو څښتنان شول.

د نوموړي ورور قسيم فهيم په دې تورن دی چې په کابل بانک کې شريک دی او له خپل بانک څخه د یې عوامو سل مليونه ډالر قرض اخيستي دي چې له قوانينو سرغړونه او څرګند فساد دی.

د مارشال فهيم مرګ به د شورای نظار لپاره بد او د امريکايانو لپاره يو ښه خبر وي. امريکايانو له کرزي ډېره ګيله کوله چې په جنګي جنايتونو تورن کس یې خپل لومړی مرستيال ټاکلی دی.

لا معلومه نه ده چې د قسيم فهيم د مرګ په صورت کې به د نوموړي جنازه چېرته او کله ترسره کېږي.

که فهيم مړ وي نو بيا ولسمشر حامد کرزی بايد د اساسي قانون له مخې بل مرستيال وټاکي. خو پوښتنه دا ده چې دا بل مرستيال به یې څوک وي. ويل کېږي چې علي احمد جلالي په پوهنتون کې له خپلې دندې لا دمخه شپږ مياشتې رخصت اخيستی دی.