د افغانستان د اتصالات پیرودونکي له ۴ میلیونو څخه واوښتل
06.09.2010 00:48
په افغانستان کې د متحده عربی اماراتو د اتصالات د مخابراتي شرکت د پیرودونکو شمېره د ۴ میلیونو څخه واوښته. دا خبره د اتصالاتو شرکت په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.
په کابل کې د دې شرکت مشر وايي چې د اتصالاتو له ټولو کارکوونکو څخه مننه کوي چې هر یو یې په خپل ځای د کمپنۍ په وده کې مرسته کړې او د خپلو غوره او ارزښتمندو وړاندیزونو په وړاندې کولو سره یې خپلو پیرودونکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي.
اتصالات وايي چې د ۲۰۰۷ کال د اګست په میاشت کې چې کله مونږ په افغانستان کې خپل کار پیل کړ، نو کمپنۍ په دریو کلونو کې د ۳۰۰ سوه میلیونو ډالرو څخه ډېره پانګونه وکړه.
اتصالات وايي چې وياړي چې زمونږ د ګډونکوونکو ډله د ۴ میلیونو څخه اوړي او ګټه یی هم دوه برابره شوېده او په ۲۹ ولایتونو کې د ۳۰۰۰ خرڅلاو څانګو په درلودلو سره خدمتونو وړاندې کوو، او که خدای کول د ۲۰۱۰ کال په پای ته رسیدو سره به په ۳۴ ولایتونو کې خپل غوره خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړو.
د اتصالات شرکت وايي چې په دوبۍ کې یې د سپیڅلی قرآن نړیواله جایزې سیالي په بریالۍ توګه په لاره واچوله، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت څخه ګډونکوونکي قاري ولی الله په کې د جایزې وړونکی اعلان شو.
اتصالات وايي هڅه کوي، چې کرکټ او لوبو ته په افغانستان کې له ډیرې ټیټې کچې څخه وده ورکړي.