د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي اردو يو افسر ملي دفاع وزارت په بې عدالتۍ تورن کړ

خبري څانګه 05.09.2010 16:34

د ملي اردو يو افسر محمد افضل پشه يي ټول افغان ته ويلي دي چې په ملي دفاع وزارت کې سخته بې عدالتي کېږي. نوموړي دا خبره ټول افغان ته له ګيلو په يو ډک ليک کې کړې ده.

محمد افضل وايي چې ((زه ځانته حیران یم چې هوښار یم که لیونی)) ځکه چې په ۱۳۸۸ کالد کب په ۲۷مه یې د ملي پوځي اکاډمۍ د کمپیوتر ساینس له دیپارتمنت څخه د ليسانس په درجه ديپلوم واخيست خو اوس په داسې يو ځای کې دنده اجرا کوي چې په وينا یې له مرګ څخه يو ګام مخکې دی.

نوموړی وايي چې ((خدای دې د پیژندوال وزارت دفاع کور وران کړي چې موږ تعلیم یافته افسران یې په داسې ځایونو کې تعيین کړي یو او د دولت په مهم پوستونو کې يې بی سوادان ټاکلي دي.))

محمد افضل دا مهال په هرات کې په ظفر ۲۰۷ قول اردو کې د دویم کنډک د دریم محاربوي ټولي مرستيال دی.

افضل د ملي دفاع وزارت د بې انصافۍ په اړه وايي چې هغه کسان چې ۶ میا شتې یې د OCS کورس ویلی وي په وزارت کې ګماري او د ليسانس د زده کړو افسران اطرافو ته لېږي.

په ملي دفاع وزارت کې د محمد افضل پشه يي قضيه لومړۍ او يواځينۍ نه ده. د ملي دفاع وزارت او ملي اردو د نژاد پرستۍ پر اساس جوړه شوې او دا مهال یې له ۷۰٪ ډېر پوستونه د شورای نظار او پاتې ډېر یې د حزب وحدت او جنبش د متعصبو او ټوپکسالارو ډلګيو په منځ کې ويشل شوي دي.

پاتې نور د ملت مخلص بچي د دې وزارت په چوکاټ کې ټکول کېږي او له تعصبه ډک چلند ورسره کېږي چې د افضل پشه يي قضيه یې يوه ښکاره بېلګه ده.

موده مخکې په افغانستان کې د امريکا د ځواکونو پخواني مشر مکرسټال ويلي و چې په ملي اردو کې يواځې ۳٪ افسران پښتانه دي.