د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کعبې شريفې ته غسل ورکول کېږي

خبري څانګه 13.07.2010 14:06

د سعودي اميران د کعبې شريفې څخه د راوتلو په حال کې.

سبا سه شنبه په مکه مکرمه کې کعبې شريفې ته غسل ورکول کېږي. غسل به د مکې مکرمې امير او د اسلامۍ نړۍ یو شمېر ديپلوماتانو په شتون کې کعبې شريفې ته ورکول کېږي. په کال کې دوه ځل کعبه شريفه مينځل کېږي چې یو ځل د شعبان او دويم ځل د محرم په مياشت کې مينځل کېږي.

سبا به د مکې معظمې امير خالد الفيصل د زمزم او ګلابو په اوبو په لمده ټوټه کعبه شريف مينځي. په دې مناسبت به یو شمېر علما، د سعودي عربستان وزيران، د کعبې شريفې خدمتګاران، په سعودي عربستان کې د اسلامي هيوادونو استازي، او په حرم شريف کې عمره کونکي شتون ولري.

يو افغان هلال مومند چې څو کاله وړاندې یې د کعبې شريفې مينځل له نږدې کتلي وايي چې د کعبې شريفې مينځل یوه روحاني صحنه ده. یو شمېر کسان کوښښ کوي چې له مسولينو اجازه واخلي او د کعبې شريفې داخل ته ننوځي خو مسولين یواځې ديپلوماتانو او معتبرو خلکو ته چې په دې مناسبت وربلل شوي وي کعبې شريفې ته د ننوتلو اجازه ورکوي. مومند زياتوي چې د کعبې شريفې د سرو زرو دروازه پرانيستي وي او د مکې مکرمې امير یې په پوړيو ناست وي او خلک کولای شي چې له ورايه د کعبې شريفې منځ او په کې ولاړې ستنې وګوري.

مومند وايي چې د کعبې شريفې دروازه له مځکې څو متره لوړه ده او د دې لپاره د حرم شريف په یو کونج کې تل یوه پوړۍ ساتل شوي وي چې د کعبې شريفې دروازې ته پرې مسولين ورخېژي.

هلال مومند وايي چې په دې مناسبت په حرم شريف کې طواف او نور عبادتونه روان وي خو حجر اسود ته نږدې څوک نه پرېږښودل کېږي ځکه چې د جنت دا مبارکه تېږه د کعبې شريفې د مبارکې دروازې سره نږدې ايښودل شوې ده او دا سيمه په حرم شريف کې ساتونکو بنده کړي وي تر څو چې د کعبې شريفې د مينځلو مراسم ترسره شي.