د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګې کريم خليلي ورغوښتی دی

خبري څانګه 20.05.2010 14:34

ولسي جرګې د ولمسشر له دويم مرستيال کريم خليلي څخه چې له پېښو سره د مبارزې د ملي کميټې مشر دی غوښتي دي چې ولسې جرګې ته دې پېښو سره د مبارزې رپوټ ورکړي.

 ولسي جرګه وايي که کريم خليلي ورنشي نو د غبرګولي د مياشتې تر لو مړۍ نيټې پورې دې د دې کميټې له مشرۍ استعفى وکړي .

ولسي جرګې مخکې هم له کريم خليلي څخه غوښتي وو چې ولسي جرګې ته دې حاضر شي خو نوموړی حاضر شوی نه دی. ولسي جرګه د نوموړي دا کار د ولسي جرګې سپکاوی بولي.

معلومه نه ده چې کريم خليلي به ولسي جرګې ته ورشي او که نه خو ويرېږي که حاضر شي د ولسي جرګې غړي به ترې د نوموړي د متعصبو څرګندونو او د یو قوم پلوۍ او دريځونو په اړه هم پوښتنې کوي.

کريم خليلي سره د دې چې په یوه ملي دنده کار کوي او په کار ده چې د ټول افغانستان د بچو غم ورسره وي یواځې د خپل هزاره توکم ډنډورې غږوي او روا ناروا یې دفاع کوي.

د ميدان وردګو د دايدميرداد په ولسوالۍ کې د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په مځکه شخړه کې کريم خليلي د یو متعصب شخص موقف غوره کړی دی او کوچيان پړ بولي. خو سره د دې هم افغان ولسمشر حامد کرزي نوموړی د یو کميسيون په سر کې د شخړې سيمه ته لېږلی چې رپوټ ورکړي.

ولسمشر کرزي رسنيو ته په یو کنفرانس کې ويلي و چې کوچيان حق لري خپلو څړځايونو ته ولاړ شي په داسې حال کې چې مرستيال یې ورسره دا نه مني.

شنونکي په دې باور دي چې د کريم خليلي رپوټ مخکې له دې چې سيمې ته ولاړ شي معلوم دی. نوموړی کوچيان پړ او د سيمي هزاره ګان سپينې کوترې بولي.

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت دنړۍ یواځېنی حکومت دی چې دعوه ګير ته د قاضي واک ورکوي او پرېکړې پرې کوي چې د هر ډول نړيوالو معيارونو ، د بشر د حقوقو، او د طبيعي عدالت د اصولو څخه سرغړونه ده.

له بله پلوه په افغانستان کې د بشر د حقوقو په نامه متعصب ارګانونه چې یو شمېر متعصب کسانو پرې منګولې لګولي دي له پخوا څخه د خپل هزاره توکم په ګټه درواغجن رپوټونه خپروي او د دوی زيانونه زيات ښيي په داسې حال کې چې د کوچيانو زيانونه پټوي.