د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نور به دمیدان وردګ د لوې لارې څخه خصوصي امنیتي کمپنۍ اکمالاتي قطارونه نه ساتي

خبري څانګه 11.05.2010 11:39

له دې وروسته به دمیدان وردګ ولایت دلوې لارې نه خصوصي امنیتي کمپنۍ اکمالاتي قطارونه نه ساتي.

د میدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې والي دا پرېکړه هغه مهال په امنیتي غونډه کې وکړه چې پرون د کمپاس خصوصي کمپنۍ دسیداباد ولسوالۍ د حسن خیلو دقریې یوتن ملکي وګړې همایون نامې په ډ‌زو وویشت او په شهادت یې ورسولو.

همدارنګه لس ورځې وړاندې هم وطن رسک منجمنټ خصوصي امنیتي کمپنۍ لخوا په همدغه لوې لارې یوتن ملکي وګړې په شهادت رسیدلې وو. همدارنګه دنوموړو کمپنیونا سمو رقابتونو له امله وخت ناوخت دکابل کندهار په لویه لاره امنیتي پيښې رامنځته کېدې چې له امله به یې عامو وګړوته تاوان رسیده. له همدې امله دمیدان وردګ ولایت مقام او امنیتي مقامونو دکورنیو چارو وزارت سره په تفاهم پریکړه وګړه چې سرله نن څخه نوموړي دوه ( کمپاس او وطن رسک منجمنټ) خصوصي کمپنۍ دکابل کندهار په لویه لاره مالونه نشې اکمالولې.

نورې امنیتي کمپنۍ هم دشته ستونزو لپاره دحل لارې دپیداکولو، دقیق امنیتي پلان تر جوړولو او د امنیي قوماندانۍ سره دتفاهم وخت پورې خپل اکمالاتي قطارونه د نوموړې لوې لاره څخه نشي تیرولای.

همدارنګه دمیشتو ولسونو او هټېوالو دشکایتونو پراساس چې وخت ناوخت دنوموړو خصوصي کمپنیوو کسان دوۍ ته ستونزې راولاړوي دولایت والي محمدحلیم فدایي،د امنیي قوماندان حق نواز حقیار د نورو امنیتي ارګانو سره په ګډه په میدانښآر کې دمیشتو کمپنیوو مرکزونو څخه له نژدې لیدنه وکړه او پریکړه یې وکړه چې دنوموړو کمپنیوو ناقانونه وسلې،بې اسنادو موټرونه،د کورنیو چارو وزارت دطرزالعمل خلاف ثقیله اسلحې او په دې لیکوکې د معتاتو کسانو نیول او په اړه یې قانوني عاجل اجرات کول.

ټولې خصوصي کمپنۍ باید په دریو ورځو کې دمیدانښار دساحې بیرون دخپلو قانوني فعالیتونو په موخه ووځي ترڅو دښار اوسیدونکي په ارامه فضاء کې خپلې چارې پرمخ بوزي له دې وروسته نوموړي کمپنۍ نشې کولې دخپلو اسلحو سره په بازار کې تګ راتګ وکړي.