د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هیواد مشر غواړې چې د سویلي افریقا سره د افغانانو لوبه وګوري

الهام یاسیني 02.05.2010 20:00

(د هیواد مشر انځور د زیمبایو د ویب پاڼې څخه)

نن د ننګرهار ملي تلویزیون سره د هیواد مشر حامد کرزي د دفتر مسؤلینو اړیکه نیولې چې د افغانستان  دویمه سیالي په نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې کله ده چې هیوادمشر په څپله ماڼۍ کې د کتلو اراده لري.

د می په پنځمه نېټه افغانستان د سویلي افریقا سره دویمه سیالي لري چې د افغانستان په وخت د شپې ۱۰ بجې پېل کیږي.

افغانستان په نړیوال شل اوریزو اتلولیو کې لومړۍ لوبه د هندوستان سره وکړه چې د کرکټ د شنونکو به وینا د ستایلو وړ و، شنونکي وایې چې په دې وخت کې بایلل څه پروا نه کوي  ځکه چې افغان لوبډله لا کافي وخت لري.

شنونکې په دې باور دي چې  افغانا لوبډله په کرکټ کې ښه استعداد لري ، کچېرته د لومړۍ کچو لوبډلو سره لوبه وکړي نو تجربه به یې ډېره شي او په لږ وخت کې  به د نړۍ لویو لوبډلو ته ماتې ورکړي.