د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيويارک پوسټ د افغان مشرتابه سپکاوي ته خوله واچوله

خبري څانګه 06.04.2010 11:15

د امريکا له نيويارک څخه خپرېدونکي نيويارک پوسټ ورځپاڼې د نن ورځې په ګڼه کې د افغان ولسمشر سپکاوی کړی دی او په ډېره بې ادبۍ یې په سرمقاله کې ليکلي دي چې ((حامده، ورځه).

د نيويورک پوسټ دا بې ادبه څرګندونه د ولسمشر کرزي او د ملي شورا د شاوخوا شپيتو غړو تر منځ په یوه ناسته کې د ولسمشر کرزي هغه څرګندونو په اړه ده چې ويل کېږي ولسمشر کرزي په کې ويلي و که بهرنيان خپلو مداخلو ته دوام ورکړي نو دی به هم مجبوره شي چې طالبانو سره یو ځای شي.

داسې ښکاري چې ولسمشر حامد کرزی غواړي د بهرني اغېز څخه ځان وباسي او د خپلواک افغاني سياست بنسټ کېږدي چې په کې د دولت مخالفين هم په راتلونکي کې برخه واخلي خو بهرنيان او په ځانګړې ډول امريکا د دې کار مخالفه ده.

څو ورځې وړاندې ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي و چې د ولسمشر کرزي او کار ډلې یې په بهرنيانو باور پای ته رسېدلی او د دوی په موخو باوري نه دي.

بهرنيو رسنيو ته یو شمېر هغو کسانو چې د ولسمشر کرزي سره په غونډه کې برخوال و د دې غونډې جزيات ويلي دي. داسې ويل شوي دي چې ولسمشر کرزي په دې غونډه کې ويلي دي چې په هېواد کې بهرنی شتون د طالبانو مقاومت لا پياوړی کوي. د ځانګړو او د پټو دروازو ترشا د خبرو د ښکاره کېدو دا مانا ده چې ولسمشر کرزی رښتيا وايي او په ملي شورا کې بهرنيان ډېر جاسوسان لري.

نيويارک پوسټ په خپله بې ادبه ليکنه کې کټ مټ د ښکېلګرو لهجه کارولې ده. د ادب له چوکاټه وتلې ده او ليکلي یې دي چې ((یو لک بهرني پوځيان دا دنده ترسره کوي چې نه پرېږدي طالبان کرزی دېوال ته مخ ودروي او نامنونکي ماغزه یې روباسي.))

د دې ورځپاڼې څرګندونې د ښکېلګرو سلوک ته ورته دي داسې چې نه غواړي افغانستان خپلواک واوسي او ترې څرګندېږي چې امريکايان او ملګري یې په افغانستان کې نورې موخې لري او د افغانستان خپلواکي او ارامي یې موخه نه ده.

نيويارک پوسټ په ولسمشر کرزي احسان کوي چې د طالبانو او القاعدې له منځه وړلو لپاره یې ۱۰۱۷ پوځيان په افغانستان کې مړه شوي دي. خو دا يې نه دي ويلي چې بهرنيو ځواکونو څومره بې ګناه افغانان په بريدونو کې شهيدان کړي دي او په لسو کالو کې یې نه طالبان له منځه یووړل او نه یې هم القاعده، او نه یې دا ثابته کړه چې دوی رښتيا هم په افغانستان او سيمه کې د تروريزم له منځه وړلو لپاره مېشت دي.

 نيويارک پوسټ ليکلي دي چې که ((د امريکا ولس په دې پوه شي چې حامد کرزی د طالبانو سره دی نو سفر ته به یې د پای ټکی کېښودل شي، نه دا چې ګنې څوک به ورپسې خفه شي.))

خو نيويارک پوسټ نه دي ليکلي چې کله هم د افغانستان په تاريخ کې افغانان د ښکېلګرو ضد یو موټی شوي دي نو په خاوره کې یې بهرنيانو نه يواځې ارمانونه ګور ته وړي دي بلکه ولسونو یې پرې پېړۍ پېړۍ وير کړی دی او د کونډو او بورو ميندو ژړاګانو یې خپل سياستوال بې خوبه کړي دي.

د يادونې ده چې افغان دولت په دې اخرو کې د دولت مخالفينو سره خبرې پيل کړي دي. د سولې او جوړ جاړي لپاره یې د حزب اسلامي سره خبرې بريالۍ بلل شوي. امريکايانو د دې خبرو ګرم هرکلی نه و کړی بلکه داسې ښکارېدل چې ورسره مخالف دي.

تېره مياشت د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک د هارورډ پوهنتون په یو کنفرانس کې ويلي و چې امريکا د افغان حکومت سره موافقه نه ده چې طالبانو سره خبرې وکړي او تور یې لګولی و چې طالبان د ډيورنډ دواړو خواوو ته په پښتني ټولنه کې اوبدل شوي او په هره پښتني کورنۍ کې یو کس د طالبانو ملاتړ کوي.

ولسمشر کرزي تېره ورځ په طالبانو غړ کړی و چې لکه د ده په شان دې ځانونه د بهرنيانو له ولکې وباسي.