د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی او ملګري یې پر بهرنيانو باور نه لري

خبري څانګه 04.04.2010 11:14

کابل:

ټول افغان ته باوري سرچينې چې ولسمشر حامد کرزي ته نږدې ده ويلي دي چې ولسمشر کرزی او کاري ډله يې پر بهرنيانو او د بهرنيانو پر موخو باور نه لري.

سرچينه وايي همدا وجه ده چې ولسمشر تېره اونۍ دوه ځلې په بهرنيو هېوادونو نيوکې وکړې او په تېرو ټاکنو کې یې په لاسوهنه تورن کړل.

ټول افغان ته سرچينې ويلي دي چې ډېر وخت وشو چې دوی په دې نه پوهېږي چې بهرنيان د افغانانو د ساتلو او امنيت راوستلو لپاره سيمې ته راغلي دي او که نورې موخې لري.

کرزي تېره اونۍ ويلي و چې د افغانستان په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې وه خو ويې ويل چې دا درغلي بهرنيانو کړې وه. کرزي دا هم ويلي و چې که بهرنيانو د نوموړي په کارونو کې مداخلو ته دوام ورکړي نو خلک به طالبانو ته د یو ملي مقاومت په نظر وګوري.

کرزي ويلي و چې بهرنيان په نوموړي فشارونه راوړي او په پارلمان کې یې د خپلو انډیوالانو له لارې د نوموړي هغه انتخاباتي فرمان هم رد کړ.

د ولسمشر کرزي څرګندونو غربي هېوادونو ته یو لړ تشويشونه پيدا کړل، سمدستي ورسره د امريکا سفير ايکن بيري وليدل او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ورسره ۲۵ دقيقې تيلي فوني خبرې وکړې چې په کې دواړو خواو په مشارکت ټينګار وکړ.

ولسمشر کرزي له دې کتنو او ټيلي فوني خبرو وروسته پرون د خالي په ورځ د ملي شورا د ۷۰ غړو سره په کتنه کې بيا بهرنيان تورن کړل چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله کوي او په پايله کې به یې طالبان د یو قانوني مقاومت بڼه غوره کړي. کرزي دا هم ويلي دي چې که ولسي جرګه د کرزي ټاکنيز فرمان چې د بهرنيان پرځای افغانانو ته واک ورکوي ونه مني نو دی به هم مجبور وي چې طالبانو سره یو ځای شي.

د ځينو شنونکو په باور ولسمشر کرزي ته د امريکا ولسمشر تېره اونۍ ګوتڅنډنه کړې ده او ترې غوښتي يې دي چې اداري فساد بايد ورک، فعال حکومت بايد جوړ، او په کندهار کې د ورور احمد ولي کرزي واک ته د پای ټکی کېږدي. خو کرزی د دې پر ځای چې په دې اړه ټوکلي ګامونه پورته کړي کوښښ کوي په پورتنيو څرګندونو د امريکا د فشار مخه ډب کړي او ورسره چنه ووهي.

ځينې نور بيا په دې اند دي چې ولسمشر کوښښ کوي ځال خپلواک وښايي او له بهرنيانو واټن ونيسي چې په افغانانو کې محبوبيت پيدا کړي.

خو دا باوري ده چې بهرنيان او ورسره په افغانستان کې حاکم رژیم د فساد په له منځه وړلو، ښه حکومت رامنځته کولو، او د افغانانو د زړونو په ګټلو کې پاتې راغلي دي.