د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيويارک ټايمز: پاکستانيانو ملا برادر ځکه نيولی چې غواړي له طالبانو سره خبرې د پاکستان له لارې وشي

خبري څانګه 17.02.2010 15:31

د امريکا څخه خپرېدونکی اخبار نيويارک ټايمز نن ليکلي دي چې پاکستانيانو ملا برادر ځکه نيولی چې غواړي له طالبانو سره خبرې د پاکستان له لارې وشي. مخکې داسې انګېرل کېدل چې ملا برادر په خپله په نېغه توګه له امريکايانو سره د خبرو لاره پرانيسته وه. خو پاکستان او پوځ ته یې دې کار خوند نه ورکاوه نو ځکه یې ملا برادر له صحنې لرې کړ او ویې نيوه.

نيويارک ټايمز ليکي چې درې اونۍ مخکې ورته د پاکستان د استخباراتو یو مامور ويلي و چې ((موږ ملا برادر پسې یو. موږ باور لرو چې امريکايان د [ملا برادر] او ياد نوموړي د نږدې کسان سره اړيکي لري.))

ټايمز ليکي چې د امريکاد استخباراتو یو کس ورسره منلې ده چې د ملا برادر سره خبرې روانې وې او دوی د نوموړي شاوخوا ملګرو سره ليکي پرانيستې وې. د استخباراتو دا چارواکی وايي چې (( اوس به طالبان موږ سره مذاکرات ونه کړي او موږ چې څه وايو په هغې به باور ونه کړي.)) نوموړی وايي چې په کار نه وه چې ملا برادر نيول شوی وای ځکه چې د امريکايانو سره یې خبرې روانې کړې وې.

پاکستاني مامور نيويارک ټايمز ته ويلي و چې که امريکايان د پاکستان له لارې طالبانو سره خبرې ونه کړي نو کارونه نور هم سختوي. پاکستان بار بار په دې نيوکه کړې وه چې امريکايان او ناټو غواړي نېغ په نېغه د طالبانو سره خبرې وکړي.

ټول افغان ته یو داسې کس چې د طالبانو سره نږدې اړيکي لري وويل چې طالبان د پاکستان له اجازې پرته هيڅ هم نه شي کولای او که چېرته په خپله اقدام وکړي بيا لکه د ملا داد الله او دهغه ورور د برخليک سره مخامخ کېږي. دې کس ټول افغان ته د مولوي اختر عثماني يادونه هم وکړه چې ځکه ووژل شو چې د پاکستان له اجازې پرته یې اقدام کاوه.

 پاکستان تل غواړي چې هر څوک د طالبانو سره هر څه کوي بايد د پاکستان له لارې یې وکړي. پاکستان په دې ډېر ټينګار کوي چې بايد نېغ په نېغه د ملا عمر سره خبرې وشي. د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI پخواني مامور کولونيل امام څو اونې مخکې ويلي و چې که د ملا عمر سره خبرې ونه شي نو د طالبانو سره د خبرو کولو هڅې به ناکامې شي. کولونيل امام ويلي و چې د ملاعمر مذاکراتو ته زړه کېږي او دی په دې اړه مرسته کولای شي خو ويلی و چې په امریکایانو باور نه شي کولای.

 د نيويارک ټايمز په وينا افغان چارواکي هم دا مني چې ملا برادر سولې ته زړه ښه کوي او ملا عمر پرې باور کوي. په کندهار کې د سولې د بهير د یو پخواني چارواکي حاجي آغا لالي له خولې ټايمز ليکي چې ملا برادر یواځينی طالب چارواکی و چې غوښتل یې مذاکرات وکړي.

ټايمز د طالبانو د پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعيف د رد عمل په اړه ليکلي دي چې د پاکستان له خوا د ملا برادر په نيولو یې بريد کړی او ويلي یې دي چې پاکستان په دې کار د سولې په بهير کې د د طالبانو د نورو مشرانو د شاملېدو ټول چانسونه له منځه یوړل.

ضعيف ويلي دي چې د پاکستان له خوا د ملا برادر نيول به هغه لږ باور چې د دواړو خواوو (افغان دولت او طالبانو) تر منځ راپيدا شوی دی له منځه یوسي او دا کار د سولې په بهير کې مرسته نه کوي.

د بي بي سي اردو څانګې لا دې ته هم اشاره کړې ده چې یو شمېر کړۍ په دې باور دي چې ملا برادر په چل ول نيول شوی دی. د مذاکراتو په بهانه بلنه ورکړل شوې وه خو کله چې حاضر شو ونيول شو.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه د طالبانو بېلابېلو سرچينو ټول افغان ته په مرکو کې د ملا برادر نيول رد کړي دي خو نن د پاکستان د پوځ سرچينو د نوموړي نيول تاييد کړي دي. طالبانو ډېری وخت یو شمېر رپوټونه رد کړي چې بيا وروسته سم ثابت شوي دي.