د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان: نړيوال بايد ((د ستونزې دحل لپاره کوټلي او رېښتوني ګامونه پورته کړي))

خبري څانګه 27.01.2010 12:52

د افغان دولت مخالفه وسله واله ډلې (طالبانو) رهبري شوری وايي چې وسلوال یې ((دپیسو لاسته راوړلو، یا واک ته دځان رسولو لپاره)) نه جنګېږي بلکه د معنوي ارزښتونو لپاره ((یې مجبورا تورې ته لاس کړی)). دا خبره د طالبانو  رهبري شوری ټول افغان ته په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې د جنوري په ۲۸مه نېټه په لندن کې د افغانستان په اړه کېدونکې کنفرانس ته ګوتڅنډنه شوې ده چې د طالبانو د صفونو د تقسيمولو کوښښ به یې بريالی نه شي.

افغان حکومت غواړي د پنجشنبې په ورځ د لندن په کنفرانس کې له تور ليست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو لرې کول وړانديز کړي او له نړيوالو وغواړي چې د یو شمېر هغه طالبانو چې د طالبانو له ليکو جدايي غوره کوي خبرې وکړي او په حکومت کې د شاملولو تر څنګ ورته امنيت برابر او پيسې ورکړي.

په خبرپاڼه کې طالبانو د ډېرو مسايلو په اړه خپل دريځ له پخوا څخه په څرګنده توګه اعلان کړی دی چې تر ډېره نرم ښکاري.

ګاونډيو او نړيوالو سره اړيکي

طالبانو ټينګار کړی دی چې د اسلامي واکمنۍ غوښتونکي دي او د ((ګاونډیو او دنړۍ نورو هېوادونو ته هم دضرر رسولو هوډ او تکل)) نه لري. له بله پلوه یې ژمنه کړې ده چې د افغانستان خاوره به (( دهېڅ کوم هېواد په تاوان ونه کارول شي)). طالبانو د نړۍ د ))ټولو هيوادونو سره ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ اوښی راتلونکی په اړه)) د ((رغنده ګامونو)) اخيستو ژمنه کړې ده.

مذاکرات

طالبانو د امريکا او ايتلافي ځواکونو له خوا په پوځي حل ټينګار غندلی دی او ويلي یې دي چې ((دافسوس ځای ... دی چې نیواکګر هېوادونه چې امریکا یې په سر کې را ځي لا تر اوسه پورې یوازې دستونزو په نظامي او فوځي حل باندې باور لري)). دا شايد د ولسمشر باراک اوباما هغه هوډ ته اشاره وي چې له مخې یې غواړي افغانستان ته ۳۰ زره نور پوځيان ولېږي. د طالبانو په دې څرګندونه کې شايد دې ته هم اشاره وي چې خبرو او مذاکراتو ته چمتو دي.

ملي وحدت

له بله پلوه په خبرپاڼه کې د افغانستان ژبني او توکميزو لږکيو ته ډاډ ورکړی شوی دی چې طالبان(( غواړی چي دټولو ژبنيو، قومي، اوسیمه ییزو توپیرونو په یوې خوا ته کولو سره داسي زمینه مساعده کړی چي ټول هیواد وال یو او بل ته دورور ولۍ او خواخوږۍ لاسونه سره ورکړي او یو موټی شي)). په خبرپاڼه کې ټولو افغانانو ته د زده کړې د فرصت د برابرولو ژمنه شوې ده.

د يادونې ده چې دا مهال په هېواد کې د طالبانو عمده مخالفين د مذهبي او توکميز لږکيو پورې اړه لري چې د قسيم فهيم په مشرۍ د نظار شورا،د برهان الدين رباني په مشرۍ جمعيت اسلامي،د کريم خليلي او محمد محقق په مشرۍ حزب وحدت او د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ جنبش یې په سر کې راځي.

ملي او تاريخي وياړونه

لومړی ځل دی چې طالبان په ښکاره ډول  د ((ملي او تاریخي ویاړونو)) د ساتنې ژمنه کوي. د طالبانو د واکمنې په مهال دې سکالو ته ځانګړې پاملرنه نه وه شوې او د باميانو د بودا نيمه پاتې جسد (چې سر یې نه لرلو) او د زرګونو کلونو زوړ ملي او تاريخي وياړ و طالبانو په بارودو والوزاوه.

تور ليست او بنديان

طالبانو همداراز د خپلو بنديانو د خوشې کېدو او له تورو ليستونو څخه د دوی د ټولو غړو د ويستلو غوښتنه کړې ده.

د بهرنيانو وتل

په خبرپاڼه کې طالبانو لکه د پخوا ټينګار کړی دی چې بهرنيان بايد له افغانستان څخه زر او په بشپړه توګه ووزي او جګړه به یې د دوی تر ويستلو دوام وکړي.

،.د طالبانو بشپړه اعلاميه دلته لوستلای شﺉ.