د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کولونيل امام: د ملا عمر به خبرو ته زړه کېږي او زه مرسته کولای شم

خبري څانګه 26.01.2010 12:23

کولونيل امام چې په افغانستان کې په کرنېل امام مشهور دی د مجاهدينو له وخته د افغان وسلوالو په روزلو کې استاذ پاتې شوی دی.

د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI پخواني مامور کولونيل امام چې وايي طالبان یې روزلي دي ويلي دي چې که د ملا عمر سره خبرې ونه شي نو د طالبانو سره د خبرو کولو هڅې به ناکامې شي.

دا خبره یې ګلوبل او ميل ورځپاڼې ته کړې ده.

کولونيل امام چې خپل نوم یې بريګيډير سلطان امير ترار دی وايي چې د ملا عمر به خبرو ته زړه کېږي. خو وايي چې د طالبانو د تقسيمولو کوښښ بايد ونه شي او هر څوک چې ملا عمر پرېږدي نو بيا په طالبانو کې نه شمېرل کېږي.

کولونيل امام چې ملا عمر یې په ۱۹۸۵ کال کې روزلی او له ۱۹۹۴ کال راهيسي یې ورسره له نږدې کار کړی دی وايي چې د لندن په کنفرانس کې د پيسو ورکولو له لارې د طالبانو تقسيمول سم پلان نه دی.

کولونيل امام په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په هرات کې د دې هېواد کونسل او په افغانستان کې د تبليغي جماعت مشر و. نوموړی او نصيرالله بابر د طالبانو د غورځنګ پلرونه بلل کېږي.

کولونيل امام چې د امريکا CIA د شمالي کارولاينا ايالت په Fort Bragg کې روزل شوی دی وايي چې ((ملا عمر ډېر قدرمند او خپل هېواد ته مخلص دی. ملا عمر [د مشکل] یواځينی ځواب دی او په خبره پوه سړی دی.)) کولونيل امام وايي چې د ملاعمر به دې ته زړه کېږي چې د امريکايانو سره یوې موافقې ته ورسېږي چې له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او پيسې هم ورکړي چې هېواد پرې ودان کړي. کولونيل امام وايي چې په دې اړه مرسته کولای شي خو وايي ((ايا په امريکايانو باور کولای شم؟))

کولونيل امام وايي چې ملاعمر جګړه نه غواړي او سوله غواړي. ((هغه خپل هېواد ته سوله غواړي، خپل هېواد بربادول نه غواړي)).

د ګلوبل او میل ورځپاڼه چې د کولونيل امام سره یې مرکه کړې ده وايي چې ځيني کسان وايي چې کرنيل امام اوس هم د طالبانو سره اړيکي لري او په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې ليدل شوی دی چې طالبانو ته لارښوونې کوي.

د يادونې ده چې د پاکستان استخبارات (ISI) په افغانستان کې پراخ لاس لري. نه يواځې د طالبانو د روزلو او په دوی د اغېز او کنترول تور پرې پورې دی بلکه ويل کېږي چې په افغانستان کې ۱۴ زره کسانو ته اوس هم تنخوا ورکوي چې د افغانستان په ډېر دولتي ادارو کې چارواکي، د ملي شورا غړي او لوړپوړي سياستمداران هم په کې شامل دي.

پاکستان تېره اونۍ ومنله چې د طالبانو د ټولو پوړو چارواکو سره خبرې کوي ا واړيکي ورسره لري.

داسې ښکاري چې پاکستان هڅه کوي چې طالبان یو موټی وساتي او نړيوال قانع کړي چې طالبان تقسيم نه کړي او یواځې د ملاعمر سره خبرې وکړي.