د تورې بوړې محاذ د ۱۴ کورني اوبهرنيو پوځيانو د وژلو دعوه کوي
26.01.2010 09:28د دو لت یوه وسلواله ډله چې د ځان ته د تورې بوړې محاذ وايي او د افغانستان په ختيځ کې فعاليت کوي وايي چې د دوشنبې په ورځ ماښام یې د کونړولايت دنواباد پل ته څېرمه پرهغودووپوستوچي کورني او بهرني پوځيان په کې مېشت دي بريدپيل کړی او مرګ ژوبله یې وراړولې ده.
په یوه خبرپاڼه کې چې د دې وسلوالې ډلې وياند قاري سجاد ټول افغان ته استولې راغلي چې بريد یو نيم ساعت دوام کړی او مخامخ جګړه شوې ده.
وسلوالو د اته بهرنيانو او شپږ د ملي اردو سرتېرو د وژلو دعوه کړې ده او وايي چې په بريد کې یې درې وسلوال هم وژل شوي دي.
د تورې بوړې محاذ د پوستو ودانيو ته د زيان اړولو هم ويلي دي.
افغان حکومت او ناپييلو سرچينو تر اوسه د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي.