د عبدالسلام ضعيف کتاب ((د طالبانو سره زما ژوند)) په انګليسي چاپ شو
25.01.2010 13:21په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال افغان سفير عبدالسلام ضعيف کتاب چې ((د طالبانو سره زما ژوند)) نومېږي انګليسي ته وژباړل او چاپ شو.
دا کتاب چې په پښتو کې عبدالسلام ضعیف ليکلی دی، ژباړه یې کولومبيا یونيورسټي پرس چاپ کړې ده. کتاب ۳۳۱ مخه لري او د طالبانو په رژيم کې د عبدالسلام ضعيف او نورو مشرانو په ژوند او اند رڼا اچوي.
په کتاب کې د طالبانو د حکومتدارۍ او کورني جګړو په اړه په زړه پورې معلومات نغښتي دي.

