په کابل کې ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي دي
18.01.2010 09:01په کابل کې ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې بريدونه دوی کړي دي او یو ځانمرګی ارګ ته نږدې شوی دی.
بريدونه د پښتونستان په واټ کې شوي دي.
تر اوسه د مخابراتو په وزارت، د افغانستان په بانک (مرکزي بانک)، او عدليې وزارت د بريدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د ټول افغان همکار له کابله وايي چې په کابل کې د شلو ځانمرګو د ننوتو اوازه ده. خو تر اوسه دا خبره چا تاييد کړې نه ده.
د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات نشته خو ډزې روانې دي.
د الجزيرې تلويزيون وايي چې په بریدونو کې یو افغان چارواکی او پنځه پوليس وژل شوي دي.
که تاسو د سترګو ليدلی حال لرﺉ لاندې یې ويلای شﺉ.