د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د کاروان انستيتیوت په پوهنتون واوښت

خبري څانګه 17.01.2010 15:33

انځور د باز له بلوګ څخه.

  په کابل کې د کاروان شخصي انستيتيوت ته  د مرغومې په ۲۴ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون امتياز ورکړ. د لوړو زده کړو وزارت د کاروان پوهنتون تر څنګ دوه نورو پوهنتونونو ته هم جوازونه ورکړي دي.

کاروان پوهنتون مخکې دمؤسسې، لنډ مهاله انستیتوت او ښوونځي په بڼه په کابل کې فعالیت درلو. له دې وروسته به د کاروان پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او کمپیوټر ساینس په پوهنځيو کې د ليسانس تر دورې زده کونکي روزلی شي.

د کاروان پوهنتون هوډ لري چې په پښتو ژبه زده کونکو ته زده کړه ورکړي.