د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دميدان وردګ ولايت دعامه ساتنې پولیسو (۲۲۸)تنه پوليس په دندو وګومارل شول

خبري څانګه 17.01.2010 08:43

د میدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د دې ولايت د عامه ساتنې پنځمې دورې (۲۲۸) تنه پولیس دیوو میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او ددې ولایت په نرخ ،جلریز، میدانښار،چک،سیداباد او جغتو ولسوالیو کې په دندو وګومارل شول.


د دې ولايت والي عبدالحليم فدايي وايي چې دعامه ساتنې پولیسو لباس شین رنګ لري نو داددې مانا ورکوي چې موږ نور دوینو او تیارو رنګونو په وړاندې مبارزه پیل کړې او په خپله سیمه کې به امنیت زرغونوو.

نوموړي دعامه ساتنې پولیسو څخه و غوښتل چې له ولسونو،قومي مشرانو او علماؤ سره سلاء مشورې وکړﺉ ترڅو دخلکو زړونه لاسته رواړﺉ او میشتو ولسونو ته دهېواد جوړولوهیلې ورکړﺉ، او هم یې د وسلوالو مخالفینو څخه هیله وکړه چې دهېواد ورانۍ پرځای دعامه ساتنې لیکوسره یوځای شي او خپل هېواد جوړکړﺉ.