د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میدان وردګ د ولایتي شورا نوو غړو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې

خبري څانګه 14.01.2010 08:48

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا نوې غړې ددې ولایت اړنده ادارو مسولینو ته ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي لخوا وپیژندل شول او هم د دوۍ ترمنځ خپل منځي ټاکنې د ځارونکو د نظر لاندې ترسره شوې.

دمیدان وردګ ولایتي شورا چې ټول نهه (۹) تنه غړې لري، شپږ(۶ ) تنه یې نارینه او درې(۳) تنه یې ښځینه دي چې د خلکو د ازادو او مسقیمو رایو پراساس ټاکل شوې دي ، لومړۍ ددې ولایت اړنده چارو مسولینوته د ولایت والي فدایي لخوا وپیژندل شول، ، وروسته دولایتي شورا غړو د ولایت مقام سره په چارو کې دهر ډول مرستو ژمنه وکړه.

همدارنګه وروسته د ولایتي شورا دغړو ترمنځ دریو پوستونو هریو دریاست،مرستیالۍ او منشیتوب په موخه ټاکنې وشوې چې دغړو دغوڅ اکثریت د پریکړې سره وروسته رفیع الله طاهري د ریس په توګه، رمضان علی رسولې د مرستیال په توګه او حلیمه عسکري د منشۍ په توګه وټاکل شول.

دیادونې وړ ده چې د ولایتي شورا پخواني ریس محمد حضرت جانان اوس هم د ولایتي شورا د غړي په توګه دنده ترسره کوي خو ریاست لپاره یې ځان ونه نومولو نو رفیع ا لله طاهري پرته دکوم سیال څخه دریس په توګه وټاکل شوو.