د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمیدان وردګ دملي امنیت مسولینو چاودیدونکي مواد کشف کړل

خبري څانګه 05.01.2010 09:12

دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي مسوولین وايي چې د دې ولايت د ملي امنیت مسولینو د مرغومې په ۱۳ مه دجلریز ولسوالۍ په مربوطاتوکې یوشمېر چاودیدونکي توکیې چې د ((تخریبي اعمالو)) په موخه ځای پرځای شوې وو کشف او ددې ریاست ته یوړل شول.

دملي امنیت مسولینو په وینا دجلریز ولسوالۍ په کلي کې وسلوالو مخالفینو دایساف او ملي اردو په مرکزونو باندې دفیر کولو په موخه درې بوجۍ چاودیدونکي مواد چې ۸۰ ګیلوګرامه وزن یې درلودو په یو مخصوص ځای کې ځای پرځای کړې وو، چې له د قومي مشرانو د پرلپسې مرستو او ددې ریاست دکارکوونکو په هلوځلو کشف شول.

دیوبل خبر له مخې دملي امنيت رياست موظفينو په عملياتو کي چي دميدان وردگو په ولايت کې ترسره کړې وو درې فیره دلرې ویشتونکي توپ مرمۍ او د وسایطو ضد ماین چې ددغه ولايت د نرخ ولسوالۍ دحیات په سیمه کې ديوپله لاندي څاى پرځاى شوي وکشف اوشنډکړل. دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي مسوولین وايي چې دپيښو په اړه څوک نه دي نیول شوي.