د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ولسي جرګه کې د حامد کرزي پلويان د نوې کابينې په جوړښت خوښ نه دي

خبري څانګه 23.12.2009 10:42

د ولسي جرګې یو شمېر غړو چې په ټاکنو کې ولسمشر حامد کرزي ته کمپاين کاوه له نوموړي خفه دي او د هغه د کابينې په جوړښت نيوکې کوي.

د ولسي جرګې غړي ګل پاچا مجيدي چې بېګا د شمشاد تلويزيون د ((تاوده بحثونه)) په پروګرام کې خبرې کولې وویل چې په کابينه کې ولسي جرګې ته داسې کسان ورپېژندل شوي دي چې هېواد او ولسمشر ته دومره وفادار نه دي لکه څومره چې خپل ګوند، مذهب، ژبې او توکم ته وفادار دي.

نوموړي کرزی تورن کړ چې پخپله هم ورياد نه دي چې کوم کس یې کوم وزارت ته کانديد کړی دی. نوموړي وويل چې ولسمشر کرزی د کابينې د غړو سره نه پېژني او دوی له ډلو ټپلو او اغېزمنو کسانو له خو معرفي شوي دي.

ګل پاچا مجيدي د حامد کرزي یواځينی کمپاينر نه دی چې له نومړي خفه او نيوکه پرې کوي. د نوموړي نور ډېر کمپاينران هم ترې خفه دي او لکه د پخوا ترې په رسنيو کې ملاتړ نه کوي. په دې کسانو کې د ولسي جرګې د غړو ملالۍ شينواري، معين مرستيال او د اسماعيل یون، زبير شفيقي، ضيا بوميا او یو شمېر نورو ليکوالانو او ژورناليستانو نومونه اخيستل کېږي.

له خفه شوو کسانو څخه یو شمېر په ولسي جرګه او رسنيو کې هڅول کوي چې ولسې جرګې ته د وړاندې شوې کابينې یو شمېر غړو ته د باور رایې ورنکړل شي.

له بله پلوه د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وايي چې په کار خو دا وه چې په وړانديز شوې کابينه کې د ملت استازي د داسې کسان پسې ګرځېدلای چې د باور رایې وړ نه وي ((موږ اوس د داسې کسانو پسې ګرځو چې د باور د رایې وړ وي!)). نوموړی وايي چې ((موږ ډېر محتاط یو چې چا ته د باور رایه ورکړو او چاته یې ورنکړو. موږ تحصيلي اسناد او کاري تجربې ته ډېر اهميت ورکوو.)) پښتون وايي چې ولس ته ډاډ ورکوي چې هغه وزيران چې د باور وړ نه دي د باور رایه به وانخلي.

د شمشاد په بېګانۍ ناسته کې ګل پاچا مجيدي دنوماندانو د تحصيلي اسنادو اړه وويل چې ډېری یې اسناد نه لري. نوموړي د عدليې وزارت نوماند سرور دانش ته اشاره وکړه او ویې ويل چې نوموړي لوړې زده کړې نه دي کړي. درې ورځې وړاند مجيدي په ولسي جرګه کې ويلي و چې سرور دانش د ايران په قم کې یو کال زده کړه کړې ده او اوس دعوه لري چې هلته یې لوړې زده کړې کړي دي.

دا هم د يادونې ده چې په کابل کې په مجلسونو کې د کرزي له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوه کابينه د ((فشاري کابينه)) په نامه يادېږي.