د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخدوم رهين او عبيدالله عبيد د فهيم له خوا د خپلو موخو پلي کولو لپاره وزارتونو ته نوماندان شوي دي

خبري څانګه 22.12.2009 11:28

ټول افغان ته باوري سرچينه ويلي دي چې دوه متعصب او فاشيست نوماند وزيران هر یو مخدوم رهين او عبيدالله عبيد د اطلاعاتو او کولتور او لوړو زده کړو وزارتونو لپاره د مارشال محمد قسيم فهيم له خوا غوره شوي دي.

سرچينه وايي چې د دې کسانو په ګمارلو کې ورسره د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي او فاشيست محمد محقق هم سلا شته دی. دا کار فهيم او خليلي د افغاني هويت له منځه وړلو او لوړو زده کړو کې د پښتنو د مخنيوۍ او د خپلو توکمونو د بهر ته لېږلو او پوهنتونو کې د نيولو په موخه کړی دی.

سرچينه وايي چې فهیم او خلیلی له ډاکټر عبید سره دې موافقې ته رسیدلي چې په لوړو زده کړو وزارت کې  ددوی دپروګرامونود پلي کولو او دخاصو اهدافو دلاس ته راوړلو له پاره کار وکړي نو له همدې امله په دې دنده ګومارل شوی چې په وزارت او پوهنتونونو کې کې د پښتنو او ملي کادرونو مخه ونيسي او د ځان په شان متعصب کادرونه ورزیات کړي.

مخدوم رهين هم دوی سره ورته موافقې ته رسېدلی دی. رهين او عبيد سره فهيم ژمنه کړې ده چې له ولسي جرګې څخه به ورته د باور رایه اخلي. دا امکان لري چې فهيم او خليلي د ولسي جرګې د یو شمېر غړو رایې اخيستي وي.

د ولسي جرګې یو غړي چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه ټول افغان ته وويل چې په ولسي جرګه کې ځيني وکيلان په ۵۰۰ ډالر هم خپلې رایې خرڅوي او د دې لپاره چې فهيم په واک کې دی نو د نوموړي د خوشالولو لپاره به ډېر څه وکړي.

شنونکی کمال الدين رنځور وايي چې داسې راپورونه شته دی چې مخدوم رهين او یو شمېر نورو کسانو په دې بحثونه کړي وو چې د پښتنو خلاف جبهه جوړه کړي او داسې ښکاري چې د نوې کابينې جوړښت د همدې ښکارندوی دی. نوموړی وايي چې نوې کابينه دملي مشارکت نه بلکه د تعصب او تبعیض په اساس جوړه شوې ده او ناورينونه به وزېږوي. رنځور وويل چې عبيدالله عبيد د دې سړی نه دی چې د لوړو زده کړو وزير دې وټاکل شي. د رنځور په وينا نوموړی چې کله د طبي پوهنتون ريس وو نو د پوهنتون ټولې پښتو لوحې یې د تعصب له مخې په دري واړولې او د پښتنو زده کونکو سره یې دميرې مور سلوک کاوه. رنځور وايي چې عبيد تېر کال د ملي ترمنالوجي د بدلولو په موخه د طبي پوهنتون یو شمېر محصلين هڅولي و چې د ملي ترمنالوجي ضد او ايراني هغې پلوو لپاره مظاهرې وکړي.

رنځور وايي چې عبيدالله عبيد د عبدالله عبدالله کس دی او هغه ته یې کمپاين کاوه او امکان لري د هغه د خوشالولو لپاره په کابينه کې ځای کړای شوی وي. نوموړی وايي چې دا هم امکان لري چې د بهرنيو چارو وزارت، ملي امنيت او د ښارې جوړونې وزارت هم عبدالله عبدالله ته ورکړل شي.

رنځور وايي چې له ټاکنو مخکې یې ويلي و چې د مارشال فهيم په شتون کې به کرزی نه بلکه پخپله فهيم ولسمشر وي او اوس همداسې کېږي.

د رنځور په وينا ولسي جرګه د یو لوی اخلاقي چيلنج سره مخ ده، ((ولسمشر کرزی اوس په دې کې ناکام شو رښتيا دملي مشارکت او ملي ګټو په اساس ولاړه کابينه جوړه کړي، اوس د ولسي جرګې وار دی چې رښتيا هم د افغانستان یو موټی ساتل غواړي او که د کرزي سره په جريمه کې ځان شريکوي.))